له خفګان څخه د خلاصون پنځه آسانه لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 20, 2022
3 years ago
2,495 views
له خفګان څخه د خلاصون پنځه آسانه لارې چارې

ليکنه - رياض مقامزی

له خفګان څخه د خلاصون لپاره ارواپوهان دغه کړنې توصیه کوي؛ نو که تاسو هم له دې ستونزې څخه کړېږئ، دا کارونه مو ستونزه ختمولای شي.  

• ځان بوخت وساتئ!

که له خفګان څخه کړېږئ؛ نو د مهارولو تر ټولو غوره طريقه يې همدا ده، چې مصروف شئ؛ خو باید مثبته بوختيا پيدا کړئ. مثلاً ورزش کول، کتاب لوستل، مفيدې تلويزيوني/رادیویي خپرونې ليدل/اورېدل او ورته نور کارونه ګټورې بوختياوې بللی شو.  

• له انټرنيټ او مجازي نړۍ څخه لرې اوسئ!

څېړنو ښودلې ده چې په اوسنۍ زمانه کې د خفګان له اساسي عواملو څخه یو هم هم مجازي نړۍ ده. که تاسو هم له هغو کسانو څخه يئ چې خپل ډېر وخت په انټرنيټ کې تېروئ؛ نو همدا نن باید دا عادت پرېږدئ او ذهني آرامي ترلاسه کړئ.

• عبادت وکړئ!

له خفګان څخه د خلاصون له ګټورو لارو څخه مراقبه او عبادت کول هم دي. پدې کړنې سره مو پریشاني کنټرول او حتی له منځه ځي.  

• له نورو سره ځان مه پرتله کوئ!

د نورو ژوند ته پسخېدل او له هغوی سره د خپل حالت مقایسه کول پدې معنی ده چې تاسو قصدا خپل ځان د خفګان کندې ته ځان اچوئ. له دې کار څخه جدي ډډه وکړئ.  

• له ټګۍ او ګناهونو څخه ځان وساتئ!

هغه کسان چې ټګ وي او ډېر ګناهونه کوي د وجدان له عذاب څخه کړېږي او پر ژور خفګان اخته کېږي. ددې لپاره چې له خفګان څخه لرې اوسئ باید نیت صفا کړئ او له ګناهونو ځان وساتئ.

Related Articles

Jan 11, 2021
2,713 views

څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه...

Sep 14, 2021
4,910 views

د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې...

Oct 12, 2020
4,162 views

اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون د سقراط ( Socrat )شاګرد او د ارسطو ( Aristotle) استاد و .مبالغه به نه وي که ووايو چې اپلاتون د نړۍ تر ټولو نامتو فېلسوف او عالم و . د هغه د مړينې څخه د شاوخوا 2400 کلونو تېرېدلو وروسته هم د هغه نوم د خلکو په ژبه دی ، لا هم په شعرونو او متلونو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,043 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...