آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 02, 2022
3 years ago
1,270 views
آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟

آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟
لیکوال - محمد محق
ژباړه - ریاض مقامزی

”... په اسلام کې د جهاد او وسلې ته د لاس ور وړلو فلسفې په اړه له پخوا پراخ بحثونه موجود وو او تر ننه دوام لري. آن ډېر پخوا زمانو کې د فقهاوو ترمنځ دا بحث پیل شو، چې د جنګ په څېر یوه تباه کوونکي او ويجاړوونکي کار ته شریعت ولې جواز ورکړی؟
ددې موضوع د فلسفې پيداکولو او توجيه لپاره مختلف نظریات رامنځته شول؛ خو تر ټولو معقول نظر د امام ابوحنيفه و. هغه د شريعت له نظره د جنګ د جواز دلیل ظلم باله؛ نه کفر. یعنې پر دې آند و، چې که یو څوک کافر وي، دا کار له هغه سره د جنګ جواز نه شي راکولای؛ خو که يو څوک ظالم وي نو د جنګ جواز حتما شته.
د حنفي مذهب تکړه مفسر او فقيه "قاضي ابوبکر جصاص" په دې اړه ويلي: "د ستمګرو او ظالمو حاکمانو پر وړاندې د جګړې په اړه د هغه تګلاره مشهوره ده. له همدې امله اوزاعی(د اهل حدیثو له مشرانو څخه دی.) ويلي چې امام ابوحنیفه مو تر هغې وزغمه چې د شمشېر فتوا يې صادره کړه." (احکام القرآن، ج 1، ص 81)
امام ابوحنيفه دا نظر په داسې شرايطو کې ورکړ، چې د اموي او عباسي خلافتونه يې ليدلي وو. د خلافت یادې دستګاوې پر ظلم او جنايت مرتکب کېدلې او د خلکو پر وژلو يې پیل کاوه. په داسې حال کې چې مشران يې امیرالمؤمنین بلل کېدل او په هغه وخت کې پرته له مخالفته د اسلامي نړۍ مشري يې کوله. 
د خلفاوو او چارواکو ظلم ددې سبب کېده چې خلک ناراضه شي او پر وړاندې يې پاڅون وکړي. د هغه وخت د حاکمانو پر وړاندې له مشهورو پاڅونونو څخه يو هم په ۱۲۲ هجري قمري کې د «زید بن علي» قيام دی، چې له علوي کورنۍ څخه و. دا هغه څوک دی، چې د زیدیه مذهب بنسټګر بلل کېږي. امام ابوحنيفه له هغه څخه ښکاره ملاتړ وکړ او د اموي خلافت پر وړاندې د نوموړي پاڅون يې په بدر جنګ کې د پيغمبر ص جهاد ته ورته وباله. که څه هم هغه د ناروغۍ له کبله و نشوای کولای په جګړه کې برخه وخلي؛ خو له خپلې شخصي شتمنۍ څخه يې لس زره درهم د جنګي وسایلو پېرلو لپاره زید ته ولېږل. بالاخره د امويانو پياوړې امپراطوري چې د له هسپانیې تر منځني آسيا پراخه وه د مختلفو پاڅونونو له امله ختمه شوه. تر ټولو مهم پاڅون د خراسان د خلکو و، چې مشري يې ابومسلم خراساني کوله.
عباسیانو په دې وعدې سره چې پر خلکو به ظلم نه کوي واک ترلاسه کړ؛ مګر ډېر وخت تېر نه و، چې هغوی هم د خپلو مخالفینو پر وژلو پيل وکړ. ابومسلم او ځینې نور يې ووژل. دا ځلې نوي مخالفتونه شروع شول او پاڅونونه بیا پیل شول. 
یو له هغو کسانو څخه چې پاڅون يې وکړ محمد بن عبدالله و، چې په نفس زکیه مشهور و. هغه له هاشمي کورنۍ څخه و. دا قیام په ۱۴۵ هجري قمري کې وشو. امام ابوحنيفه له دې پاڅون څخه هم ملاتړ اعلان کړ او فتوا يې ورکړه چې د عباسیانو پر وړاندې جګړه کې ګډون له اويا نفلي حجونو سره برابر دی. (الکردری، ج 1، ص 71)
د حکمرانانو د ظلم پر وړاندې د امام ابوحنيفه شجاعانه درېدل ددې سبب شوی چې څو ځلې ونیول شي او شکنجه شي.‌ څو کاله يې په تبعيد او له ظلم څخه په تېښته کې هم تېر کړي دي. تر دې چې وفات شو.‌ او دا یو له هغو عواملو څخه دی، چې نوموړی يې د اسلامي تاریخ پر یو کمساري فقيه بدل کړ. 
پر دې اساس ويلای شو، چې د امام ابوحنيفه په آند جنګ او مسلحانه پاڅون ته «کفر» مشروعيت نه ورکوي؛ بلکې ظلم او ستم ددې کار مشروعيت راکوي...
د ت.البانو په اړه خو ټول خلک پوهېږي چې د جنګ او وژنو ...“

نوټونه: 
۱ - دا ليکنه اوږده وه؛ خو ما يې هماغه مهمه برخه را پښتو کړه.
۲ - آزاده ژباړه ده، ډېر پام پر مفهوم شوی. 
۲ - ټولې خبرې د لیکوال دي؛ زما هېڅ ډول نظر پکې دخيل نه دی.‌

درنښت

Related Articles

Dec 19, 2021
2,740 views

څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟   ډېری انسانان په دې اند دي چې نن ورځ څنګه ژوند وکړي، د خوشحاله ژوند تمه لري، خو هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي، چې د راتلونکي لپاره باید پیسې سپما کړي، کله چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یا له کومې بلې ستون...

Oct 15, 2020
3,104 views

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!

دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل یې پر ګټې سربېره د ځینې کسانو له پاره زیان هم لري. دا چې د انارو خوړل د کومو کسانو له پاره مضر دي او دوی ته زیان لري او کوم کسان یې باید ونه خوري په دې مقاله کې ځا...

Jan 04, 2022
2,258 views

ایا پوهېږﺉ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟   په نړۍ کې دوه ډوله حیوانات شته چې یو ته یې اهلي او بل ته یې وحشي حیوانات وایي، اهلي حیوانات هغو حیواناتو ته وایي چې خلک یې په کورونو کې ساتي لکه، غوا، اوښ، مرکب، پیشو او دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,748 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,035 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...