د تندي او مخ د ګونځو علت او چاره یې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 11, 2022
3 years ago
1,861 views
د تندي او مخ د ګونځو علت او چاره یې

د تندي او مخ کونځې عموماً په زړښت کې پڅرګندېږي خو ځیني وختونه کیدای شي ګونځي تر زړښت مخکې هم پیدا سي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو ګومځې زیاتولی شي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډیره عامه سوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډیر اندېښمن سئ دلته یې ځینې لاملونه او حللارو رڼا اچوو.

لاملونه:

۱ – د لمر وړانګي:
د لمر وړانکې نه یوازې ستاسو د مخ یا تندي په ګونځو کې مهم رول لري، بلکي کیدای سي ستاسو د مخ د پوست د سرطان لامل هم وګرځي، نو د لمر په وړاندي تر ګرځیدلو مخکي باید د لمر ضد کریم وکاروی، پدې ډول به وتوانیږی پوست ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړی.

۲ – د سګریټو څکول:
د تندي او مخ د ګونځو د پراختیا تر ټولو لوی عامل د سګریټو څکول دي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړتوب اصلي عامل بلل کیږي، نو اړینه ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښودل سي.

۳ – د خوب نشتوالی:
که چيري تاسو په کافي اندازه خوب ونه کړی، نو ستاسو بدن نسي کولای چې ستاسو د بدن مړې حجرې را ژوندۍ کړي، نو ځکه تاسو باید د شپږ څخه تر اته ۶-۸ ساعتو پوري په شپه او ورځ کې خوب وکړی نو پدې ډول سره به د ګونځو د پراختیا مخنیوی وکړی.

۴ – د نلونو په اوبو زیات مخ پریمنځل:
د هغه نلونو د اوبو څخه باید په زیاته اندازه د مخ پریمنځلو لپاره کار وا نه خیستل سي چې د اوبو ذخیره ور څخه لیري وي، ځکه چې دغه اوبه د زیات وخت لپاره په نلونو کې وي او کیدای سي په زهرجنو موادو باندي ککړي وي، مګر په اوسني وخت کې دا چاره نا شونې ده چې د نلونو د اوبو څخه دي کار وانخلو خو که چیري د کوهې (څاه/برمې) تازه اوبو ته لاسرسی ولرو نو د مخ پریمنځلو لپاره باید له دې اوبو څخه ګټه واخلو، او همدارنګه د ډول ډول صابونونو استعمال هم ستاسو د مخ طبعي غوړ له منځه وړي نو باید په مخ پریمنځلو کې مو له ‌ډیر احتیاط څخه کار واخلی او په ډیرو تيزابي خاصيت لرونکو صابونونو مخ ونه مینځی او تر مینځلو وروسته باید پاک دستمال(ځان پاک) باندې خپل مخ وچ کړی.

حل لاري:

۱ – د مطالعي طرز مو سم کړی:
کتاب ډیر له نږدي مه لولی که چیری په لیدولو کې کومه ستونزه ولری نو کوښښ وکړی چې د سترګو پر نمبر مو برابري عینکي وکاروی، ځکه کتاب ته ډیر نږدې کتل هم ستاسو د تندي او مخ د ګونځو په پراختيا کي مهم رول لري.

۲ – د لمر ضد عینکي وکاروی:
د لمر ضد عینکي استعمالول ستاسو د مخ د ګونځو د پراختیا مخنیوی کوي.

۳ – منظم تمرین وکړی:
په ورځ کې ۳۰ دقیقی قدم ووهی او ددې سره، سره په اونۍ کې یوه ورځ لږ سخت تمرین وکړی که شوني وي پر سر ودریږی ځکه پر سر دریدل ستاسو د بدن عضلات دې ته مجبوروي چې استراحت وکړي.

۴ – منظم غذائي رژیم:
یو متوازن غذائي رژیم ستاسو د ټول وجود د سالم والي سربیره ستاسو د پوست په سالم والي کې هم مهم رول لري، کوښښ وکړی په زیاته اندازه میوه، سابه او د کب غوښه وخوری.

۵ – مستې:
مستې د ګونځو د ورکولو لپاره یو له مهمو موادو ګڼل کیږي.

تګلاره: یوه کاچوغه مستې راواخلی او یو څه اندازه میده کورکمن ورسره کډ کړی او وروسته يې دمخ په کونځو سو ځایونو ووهی.

۶ – د زیتون تیل:
د زیتون تیل یوله ډیرو ګټورو تیلو څخه ګڼل کیږي.
ګونځي سوي ځایونه د زیتون په تیلو غوړول (مساجول) د ګونځو په کمښت کي مهم رول لري.

۷ – مڼه:
یوه دانه مڼه راواخلئ په اوبو کې وایشوئ او تر هغه وروسته یې میده کړئ، یوه کاچوغه عسل او یوه کاچوغه وچې شیدې ورسره ګډې کړې او وروسته به مخلوط سوي محلول په ګونځو ووهئ.

له انځور ویبپاڼې 

Related Articles

Nov 17, 2021
1,948 views

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

خوراک او غذا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ده، خو له دې هغه څوک خوشاله وي چې د هاضمې سیستم یې جوړ وي، کله چې د انسان د هاضمې سیستم جوړ نه وي له خوراک څخه ورته یو شمېر ستونزې او ناروغۍ پیدا کیږي.په عام ډول له اندازې زیاته ډوډۍ خوړل هاضمي سیستم زیانم...

Jan 07, 2025
2,148 views

د سينوهه کتاب لنډیز!

نوم ؛ سينوهه( د فرعون ځانګړي طبيب يادښتونه )څپرکي ؛ شپيږ پنځوسم - صفحې ؛ ۸۹۴ /سينوهه يې ليکوال چې په پاپيروس يې ليکلی او ( ميکاولتاري ) يې بيا کتاب ته ترتیب کړی..!ژباړه ؛ ډاکټر محمد عيسی ستانکزید زیږدیز څخه تر بوډاتوبه...د کتاب معرفيت؛ محبت مخکښ په...

Jun 02, 2023
1,809 views

جبل الرماة غر

معالم المدينة النبوية) جبل الرماة!جبل الرماة چې جبل عينين هم نوميږي داکوچنی غر، داحد په لمن کې د مسجد نبوي شمال ته درې کيلو متره لرې واقع ده دا هغه غر ده چې نبي صلی الله علیه وسلم  داحد دغزا پرمهال پر دغه غره دعبدالله بن جبیر په مشرۍ(۵۰) جنګیالي کمار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,494 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...