د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 25, 2022
3 years ago
2,250 views
د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي.

له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس د باور کمېدو لامل هم کېدای شي، دغه شان تورې حلقې کله چې په پوست کې وينه غونډه شي را منځه ته کيږي.

دغه کړۍ په بدن کې د اوسپنې تر کمېدو علاوه له ارثي مسايلو سره هم ارتباط لري، که مو نيا يا نيکه د سترګو شاوخوا تورې حلقې ولري ممکن تاسې هم په لوی عمر کې له دغه مشکل سره مخ شئ، محيطي شرايط هم ممکن د دغه حلقو لامل شي، دغه راز د سترګو زيات موښل يو بل عامل دی چې دا حلقې رامنځته کولای شي. دا حلقې هغه وخت خطر هم لري چې رنګ يې تور وي.

ځينې هغه عوامل چې د سترګو د تورو حلقو باعث کيږي: د الکولو څښاک، د عمر زياتوالی، حساسيت، د مالګې زيات مصرف، هورموني تغيرات، کم خوب، ځينې ناروغۍ او سټرېس/خپګان هغه عوامل دي چې د سترګو ښکلا ته مو زيان لري.

څنګه کولای شو چې دغه شان کړۍ له منځه يوسو او سترګو ته مو بېرته ښکلا ور وبښو؟ هڅه به وکړو چې د مقالې پاتې برخه کې همدا پوښتنه ځواب کړو!

متاسفانه چې نشو کولای دغه تورې کړۍ چې تر سترګو را ګرځي بيخي ورکې کړو، خو کولای شو چې هغه تر ډېر حده کمې کړو، يانې په جراحي او سلګونو نورو لارو هم ممکنه نه ده چي بيخي ورکې شي. مګر ځينې لارې چارې شته چې تر زياتې اندازې پورې يې له منځه وړي.

د بادام طبیعي غوړ: د بادام غوړ نياسين، ويټامين E، فيټو سټرول، او نور مواد لري چې د پوست د تازه کېدو لامل کيږي، فيټوسټرول د پوست کلاجنونه تقويه کوي او E ويټامين لامل کيږي چې د سترګو حلقې کمرنګه کړي.

ـ له خوب مخکې، د بادامو غوړ را واخلئ او د سترګو شاوخوا پرې ښه ماساژ کړئ.

ـ پرېږدئ چې د بادام غوړ يوه شپه په پوست پاتې شي.

ـ په سهار مو مخ په سړو اوبو و منيځئ.

ـ دغه کار څو ورځې مسلسل ترسره کړئ.

بادرنګ: بادرنګ د هغه ترکيباتو په وجه چې لري يې کولای شي چې پوست ته ښکلا ورکړي او د سترګو حلقې کمرنګه کړي.

ـ بادرنګ راواخلی، نيم ساعت يې په يخچال کې کېږدئ چې ښه سوړ شو ګرد ګرد يې پرې کړئ او د ۱۵ دقيقې لپاره يې په سترګو کېږدئ.

ـ وروسته مو مخ په سړو اوبو و مينځئ، دا کار هم بيا بيا تکرار کړئ.

اوسپنه: د بدن اوسپنه چې کمه شي امکان شته چې په مخ تور خاپونه او د سترګو حلقې را پيدا کړي، اوسپنه د وجود هرې برخې ته د اکسجن د انتقال چاره پر مخ وړي، د پوست د روغتيا لپاره د اکسجن موجوديت ضروري دی. دغه راز د K  او E وټيامينونو کمبود هم د سترګو د حلقو لامل کېدای شي.

د بدن د اوسپنې کمبوتات په لاندې ډول تامين کړئ:

ـ پاڼه لرونکي سبزيجات و خورئ.

ـ مميز وخورئ، ښه ده چې اوبو کې يې خوشته کړئ بيا يې وخورئ.

ـ  د هګيو خوراک هم د بدن اوسپنه پوره کوي.

ـ غلې دانې هم ګټوری دي.

ـ جيګر يې بله ښه منبع ده.

ـ سره غوښه هم ګټوره تماميږي.

ـ د سويا اوړه او مغزي مېوې لکه بادم او چامغز هم د اوسپنې ګټورې منابع بلل کيږي.

کچالو: خام کچالو په زياته اندازه انټي اوکسيدونه لري، چې د پوست لپاره زيات ګټور دي، دغه راز په کچاليو کې زيات C ويټامين او نشايسته هم شته چې پوست ته ګټه کوي او د سترګو حلقې کمرنګه کوي.

کچالو حلقه حلقه پرې کړئ او په سترګو د ۲۰ دقيقو لپاره کېږدئ، وروسته مخ په سړو اوبو پرمينځئ، دا کار دوه ځله په ورځ کې تکرار کړئ.

اوبه: اوبه د انسان بدن ته زياتې ګټې لري، که د ورځې په جريان کې کافي اوبه وڅښئ پوست مو تازه کوي او د سترګو حلقې مو تر ممکن حده کموي، اوبه د بدن اضافي مواد و باسي، اوبه په زياته پيمانه معدني مواد لري، د وينې جريان نارمل کوي او  پوست ته د مايعاتو په رسولو کې مرسته کوي. بهتره داده چې يو يا دوه ليمو ګان په يو ګيلاس اوبو کې ونيښتېځئ او ويې څښئ.

له ټولنيزو رسنيو څخه 

Related Articles

Jun 02, 2023
1,516 views

د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد  وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !! یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلط...

May 06, 2022
2,206 views

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه...

Aug 18, 2023
1,777 views

سیرومونه او استعمال یی

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringerترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دیاستعمال:اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...