لیکنه ـ ریاض مقامزی

له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه. 
 نوموړې د ځينو ستونزو له امله د څه وخت لپاره په "سیسیلي" ټاپو کې هم ژوند کړی دی. همدارنګه په "میتیلین" ښار کې یې د ښځو لپاره یو روزنیر او کتلوري بنسټ هم جوړ کړی و، چې ډېری ښځو به هلته زده کړې کولې او په غونډو کې یې ګډون کاوه.
 سافو ته "۹" کتابونه منسوب شوي دي، چې مناجات، ویرنې او بوللې په کې دي. د سافو شاعري له سوزه ډکه او روانه ده. تر ډېره یې شاعري په لنډو بحرونو کې کړې ده. د نوموړې د شاعرۍ سادګي د نړۍ لویو لیکوالو لکه: افلاطون، لونجاینس او هوراس ستایلې. د یوه شعر لږه برخه یې داسې ده:
 خپل وطن ته راشه!
 تا هغه ځای لیدلی،
 نو "کرت*" پرېږده او هلته راشه 
 هلته چې زه تا ته سترګې په لار یم
 هغه ځای چې ستا لپاره سپېڅلی دی
 هغه ځای چې د سپېلنو دانې 
 ستا د ناستې په ځای عطر شیندي
 او یخ نيولې ویالې
 د مڼو د ونو په څانګو کې 
 سندریز مزل وهي ...
 د سافو د مرګ او ژوند دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو څېړونکي کې یې د ژوند نېټه "۶۰۰ ق.م" بولي.

 ـــــ...
 * کرت - د یوې سیمې نوم دی.