زما قرباني (لنډه کیسه) ليکوال:سيدادريس سادات لي

زما قرباني (لنډه کیسه)                            ليکوال:سيدادريس سادات                                              لي

سپین ږیری بابا په باغ کی ناست وو چوکۍ ته یی تکیه کړې وه.
په ژور خفګان اخته وو.
دژوند ټولی ترخې خاطرې یی ذهن ته راتللی .
 او تر سترګو یی دردناک څاڅکي څڅیدل د خپلی میرمن تورپیکۍجسد ورته مخی ته مخی ته کیده.
دځوانیمرګ ځوي او مور یوځای تصویر یی مخی ته نیولی وو.
څو شیبی یی په خپل ګریوان کی سر ښکته کړ او ددرد نه ډکی اوښکی یی توی کړلی.
داوخت په باغ کی دوه تنه تنکي ځوانان تیریدل.
په امپی تري کی یی موزیک لګولۍ وو.
مخی ته یی سپین نقابونه اچولي وو.
لنډلنډ کمیسونه او دکفارو په رقم یی ږیرې خریلی وی.
پرتګونه یی نه پوهیږم دچا په رقم وو خو دومره پلن ول چی یو تنور پکی ځاییده.
خپل موزیک ته لکه دډمانو نڅیدل او نڅا یی پوره دهغه چا په رقم وه کوم چا سره چی زموږ مشرانو ډغره وهلی وه.
او په بی شرمۍ یی دخپل وطن نه شړلي وو.
سپین ږیری بابا راپاسید مخکی یی دپوستی عسکر ته وویل:وروره موږ داڅلویښت کاله دهمداسی ځوانانو لپاره قرباني ورکړه.
ما خپله تورپیکۍ او سیلاب دهمدې بی حیا مخلوق لپاره قرباني کړل.
زما دسنګر ملګری چی به د درد په حالت کی وو او  ماته به یی چی ددرد زګیروي کول .
او ویل به یی چی که زه مړ هم شم پروا نکوي خو چی زموږ راتلونکی نسل دغلامۍ ژوند نه بچ شي.
ایا زما هغو یارانو دهمدی بی غیرته ځوانانو لپاره قرباني ورکړه.
توف لعنت شه اوپه داسی ځوانانو شه.
عسکر ورته وویل:بابا جانه بس خدای دی ستاسی جهاد قبول کړي .
داځوانان داصلاح کیدلو ندی .
دا وخت دبابا زړه ټکان وخوړ دوه دری قدمه شاته شو سینی ته یی لاس ونیو.
یو څو زګیروي یی وکړل .
اوخپل روح یی حق ته وسپاره .
انا لله وانا الیه راجعون.

ای ځوانانو دخدای او درسول رویی ومنۍ خپل مشران پخپل پخپلو کړو مه پخیمانوۍ دوطن ازادي تل په توره اخیستل کیږی او په قلم ساتل کیږی.
نور ددی فحشانه راووزۍ.
او دخپل وطن لپاره دزړه له تله کار وکړی مننه .
سیدادریس "سادات"
 داکیسه دی زما خوږو ملګرو ته ډالۍ وي.
انشالله ډیر ژر به درته خپلی نور قیصی هم پدی ایډی نشر کړم.

Related Articles

Dec 11, 2023
1,028 views

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو...

May 19, 2021
4,657 views

د کامیابۍ نصیحتونه

په دې لنډه لیکنه کې د پلار له لوري زوی ته (۳۴) نهایت ضروري نصیحتونه راغلي دي؛ تاسو هم پرې بشپړ عمل وکړئ او له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ. ۱. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته. ۲. د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛ ځکه چې ښځه 90٪ ستا د خوښۍ...

May 23, 2022
2,329 views

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ یو له هغو ناروغيو، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي د “کنګو تبه” ده. دا یوه خطرناکه وېروسي ناروغي، چې په شديدو حالاتو او همدارنګه د نه درملنې په صورت کې د انسان د مرګ سبب کېدای شي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,277 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,286 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,455 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...