#ماته_ميکده_ناول_لومړی_برخه🌹🌹🌹🌹
#ليکوال_سيدادريس_سادات_🌹🌹🌹🌹🌹🌹
#ترتيب_کوونکی_ړنګ_ليکوال🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹
نوی ناول دی لايک اوله ملګرو سره يي شريک کړۍ.

دماسپښين دری بجې وی داوړي اوږدی اوږدی ورځی او سخته ګرمي وه.
دڅا مخی ته دری بوقی پرتی وی يوه می راواخيسته لاستي کی می يي پړی واچاوه.
بوقه می څاه ته کوزه کړه .
دګرمۍ مړه خوله راباندی راماته وه.
دلاس نه می دڅو ځله رسۍ په خوشی کولو سره رسۍ دڅاه داوبو تل ته ورسيده .
يو دم رسۍ ډيره درنه شوه.
ما چی به هر څومره خواري پری کوله .
خو نه وچتيده خه وو په لاره يو څو تنه لاروي راروان وو .
ورناره می کړه تر څو کومک راسره وکړي.
هغوي خه وو تکړه وو په ډير زور مو دڅاه څخه پړی (رسۍ)راکش کړله .
هر کله چی بوقه دڅاه سر ته راورسيدله .
نو ومو ليدله بوقه کی يوه شادي(بيزو ناسته وه).
فکر کووم وږی وه.
زما په ګنډه کی لږ څه وچه ډوډۍ او پياز ايښي ول.
ټول يي وخوړل.
نور يي راڅخه خولۍ وتختوله.
زه هک حيران شوم چی دا لا څه رقم موجود دی موږ ورسره خه وکړل
او دی راڅخه خولۍ وتختوله.
شيبه به نه وه تيره چی تکه توره څهره يي دلری ځايه راښکاره شوه.
لاس کی ورسره زما خیرنه خولۍ وه.
چی رانږدی شوه ومی ليدل چی خولۍ يي راته ټوله له جڼغوزيو نه راډکه کړی وه.
واه سخت خوخ شوم ځکه چی يو حيوان هم داحسان غلام دی .
داوخت نو دخپل جومات دزوړ امام خبره راپه ياد شوه .
هغه به موږ ته اکثر ويل چی تل خه وکړۍ هغه که دانسان سره وي ياد حيوان سره .
که نور څوک مو ګوري يانه هاغه لوی ذات خو مو ګوري.
اوهماغه لوی ذات به يي بدله هم درکوي.
زموږ کلی زموږ دمهلی په ټولو کليو کی تر ټولو لوی کلي وو.
ننګرهار کی يي خلک په ستن نوم يادوي.
ستن ريشتيا هم چی ډير خوندور ماحول خوندور غريبانه ژوند لري.
موږ به سهار وختي وخت کی تل تللو دغره څخه به مو لرګي راوړل کور ته.
په همدی ورځ هم زه لرګو پسی روان وم تږی شوم او غوښتل می لدی څاه څخه اوبه وڅښم.
له همدی ورځی څخه پدی لاره کی زما ددغی شادي سره ملګرتيا جوړه سوه.
زه چی به هره ورځ ورتللم.
ده به زما خولۍ وړله او د جڼغوزو نه به يي ډکه راوړله.
غره کی يوه ونه هم دجڼغوزي نه وه خو نه پوهيږم چی دی به داجڼغوزي له کومه کول.
يوه ورځ داختر رخصتي وه زموږ کلي ته له خار څخه بلها ډير سيلانيان راغلي ول.
زه په غره کی د خپلی شادي سره په لوبو مصروف وم .
داوخت می مخی ته يو لوی موټر ودريد فکر کووم فورنر وو. دموټر څخه دپتلون والا انجونی چی يو هلک ورسره وو راووتل.
زما خواته راغلل دشادي په ليدو بيخي حيران شول.
زما شادي هم ورڅخه وبيريده خو هغوي ورته لګه ډوډۍ واچوله نو شادي هم پوهه سوه چی شر می نه غواړي خير می غواړي.
انجونو ماته وويل: داشادي دی خپله ده که خپله مو وي نو قيمت يي وايه چی درڅخه يي رانيسو.
دانجونو په منځ کی ولاړی انجلۍ می بيخي فکر ځان ته جذب کړ.
په تندي يي تور خال بيله مزه کوله.
انجونو رباندی څوځله اواز وکړ ويل يي شادي که مو خپله وي موږ يي اخلو.
ما ورته وويل:داشادي می ملګری ده.
اودا چی زه دی غر ته راشم نو دازما لپاره رازي.
انجونو په کټ کټ وخندل زما شادي منډه کړه شيبه وروسته يي لږ جڼغوزي ورته پلاستيک کی راوړل.
خال والا انجلۍ خپلی خور ته وويل:خوری زه هم غواړم دغسی يوه شادي ولرم تر څو خپلی غمجنی خاطری ورته ووايم .
هغه راته داسی ناسته وي لکه وس چی راته داشادي ناسته ده اويوه يوه خبره مو داسی اوري لکه په خبرو می چی پوهيږي.
اوزه چی هر وخت درد منده يم هغی ته په حال ويلو باندی خپل ټول دردونه له خپلی اوږی څخه ښکته کړم.
ما به خپلی شادي ته په کوکو ويل.
زما کوکو هم کټ مټ همداسی وه هر کله چی به ورته زه راغلم ده به لاس دزنی لاندی داسی کيښود لکه چاچی ورخودلي وي.
بيا به نو ما ورته دخپل نړيدلي ژوند دهر غم او درد قيصه کوله.
ما په خپلی کوکو باندی غصی هم کولی.
او سهار وختي به می غره ته ددی لپاره ځان رساوه چی کوکو به راته په انتظار وي.
دهغی سره په کيناستلو کی زما ژوندوو فکر کووم هغه هم همداسی وه .
ځکه به نو سهار وختي راته دخولۍ جڼغوزيو سره انتظار ناسته وه .
پدی ورځ دا انجونی ولاړی زما کوکو به هره ورځ سهار وختي زما په انتظار ناسته وه.
يوه ورځ چی راغلم ګورم کوکو نشته .
سخت خفه شولم.
ټوله شپه راباندی غم تيره شوه ما ويل چی نن څنګه نه وه راغلی سبا دکوکو په ځای راته پوره دشاديانو لښکر هماغه ځای کی ناست وو خو زما کوکو پکی نه وه.

دوام لري ......برخه له ملګرو سره شير کړۍ.