"سبک هندي يا هندي سبک" رفيق الوت

R
Rafiq Alwat
Author
Oct 22, 2022
3 years ago
1,873 views
"سبک هندي يا هندي سبک" رفيق الوت

 

سبک د عربۍ ژبې تورے دے معنی يې ده سرهء او سپين زر ويلي کول او پۀ يو سانچه کښې اچول ـ سبک په لغت کښې د "زرو" يوې ټوټې ته هم واٸي، خو پۀ ادبي اصطلاح کښې د دې نه مراد د شعر هغه مخصوص طرز،طريقه، انداز، اسلوب او ډول دے چې يو شاعر يا ليکوال ٸې خپل کړي يا د يو شاعر اديب او ليکوال ځاڼګړتيا وې ـ 
سبک د فکرونو بيانولو يو ځانګړي طرز او طريقي ته هم واٸي ـ
نو مونږ دا وٸېلے شو چې د دغه ذکر شويو خصوصياتو په بنياد و اساس د يو اديب شاعر او ليکوال په اثارو کښې هغه نښې او علامتونه چې د هغې په وجه هنرمند فنکار او اديب پېژندے شي سبک بللے شي ـ 
مغرب پوهان سبک د پاره د "سټاېل style" اصطلاح پکاروي، چې دا يوه لاطيني کلمه ده د "سټالېس" نه مشتق ده چې يونانۍ ژبه کښې ورته "سټاېلوس" واٸي ـ
او  هند پوهان سبک ته "شيلي" واٸي ـ 
دغسې په اردو کښې "اسلوب" فارسۍ کښې "روش" او پښتو کښې ورله د "ډول" نامه ورکړے شوې ده
د دې اسلوب دپاره ضروري ده چې نوې معنې,نوي لفظونه,نوے خيال,نوي تشبيهات,علامتونه او نوي تمثيلونه پکار راوستے شي..
او هندي  هند يعنې هندوستان ته منسوب دے ـ
هندي سبک پۀ هند کښې د فارسۍ ادب له خوا مېدان ته راغلے دے.
د هندي سبک ابتداء د فارسي ادب حافظ شيرازي رح نه ١٥٠ کاله وروستو د باباے فغاني په دور ٩٠٠ هجري خوا ؤشاه کښې شوې ده ـ باباے فغاني ته د هندي سبک باني هم وٸېلے شي ـ
کله چې په ايران کښې د شاعرانو قدر ختم شو نو ځنې شاعرانو هند ته هجرتونه وکړه ولې چې دغه وخت په هند کښې د شاعرۍ ډېر اهميت ٶ، نو د دغه ايراني شاعرانو چې کوم طرز ٶ هغه طرز د دې سيمې که د اردو شاعران وو او که د پښتو هغوي خپل کړو، نو بيا چې چا هم دغه طرز خپل کړو نو دغه شاعر په خپله ژبه کښې د دغې سبک سرخېل وګرځېدو او دغه سبک چونکې هند کښې شروع شوے ٶ نو په سبک هندي يا هندي سبک ياد کړے شو ـ نو ځکه دې ته هندي سبک يا سبک هندي واٸي 

*د هندي سـبک خصوصيات*:-
                                            
(١) تازه  ګوئي:- تازه يعنې نوې مضمون ته ترجيح ورکول ,نوې معنی پېدا کول او پۀ نوي اسلوب کښې د هغې بيانول..

(٢) نازک خيالي:- د ټولو نه غټ خصوصيت ئې نازک خيالي ده يعنې شعر کښې ناشنا تشبيهات,استعارې,کنايات, د حده زياته مبالغه وغېره پۀ داسې نازک انداز کښې بيانول چې لوستونکے ورته پۀ اسانه نۀ رسي.

(٣) مشکل پسندي:- د دې اسلوب شاعران نوې معنې او خيال د لټون لپاره ځان پۀ مشکل کښې اچوي..او بل د دې اسلوب شاعران شعر دومره ګران ليکي چې خلق يې مطلب ته پۀ مشکله رسي..

(٤) پېچيده ګوئي:- پېچيدګۍ نه مراد دا دے چې يوه ساده خبره پېچيده بيانول يعنې نکته کـښې نکته پېدا کول..

(٥) باريک بيني:- باريک بينۍ نه مطلب هغه باريک باريک خيالات مخې ته راوړل او شعر کښې بيانول چې د عامو خلقو ورته خيال هم نۀ رسي..
نور خصوصيات او ځانګړتياوې هم لري خو د وخت د کمي له وجهې مې ذکر نه کړے شوې ـ

*په پښتو ادب کښې د هندي سبک شاعران*:-
هسې خو د دې سبک ډېر شاعران دي خو مونږ به ترې هغه سترې نامې ذکر کړو کوم چې د دغه سبک بنيادګر دي ـ په دغه ټولو کښې تر ټولو وړاندي او د هندي سبک سرخېل عبدالحميد مومند دے چې د خوشحال او رحمان بابا نه پس دريم لوٸې شاعر بللے شي، او ځنې پوهان کاظم خان شېدا د هندي سبک سرخېل ګڼي خو ولې دا خبره دومره مضبوطه نه ده ولې چې مشر حميد بابا دے او د سرخېلۍ دغه هار حميد بابا ته په غاړه شوے دے خو دا خبره د چانه پټه نه ده چې په حميد بابا پسې دويم د سبک هندۍ شاعر کاظم خان شېدا دے، د دوي نه علاوه کامګار خان خټک، علي خان،محمدي صاحبزاده، حنان بارکزۍ او د دې سره سره معذالله خان مومند، عبدالعظيم راڼيزے وغېره هم څه نا څه د دې سبک پلويان وو ـ

ستاسو کشر  رفيق الوت

Related Articles

May 10, 2021
2,766 views

تیمور شاهی

تیمور شاهی مصطفی عمرزی در دو کناره ی دریای کابل که تا چند دهه ی گذشته، جزو کابل قدیم به شمار می رفتند، تعمیر ها و اماکنی قرار دارند که با ورود کشور به قرن 20 میلادی، با نما ها و اشکال نو، آغاز یک جریان تازه ی عمرانی نیز می باشند؛ هرچند اولین بنا ها...

Apr 30, 2022
1,859 views

د شمالي قطب ګیدړه

په انګریزۍ کوې ورته (white fox or polar fox) نومونه هم اخلي او علمي نوم یې (Vulpes lagopus) ده. د سپي له کورنۍ کانیدای (family Canidae) سره تړاو لري. په ټول شمالي قطب کې پیدا کیږي خو ډېر وخت له سمندر سره نږدې په تندرا اقلیم لرونکې سیمه کې ژوند کوي. د...

Aug 18, 2020
3,766 views

ارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي

په ژوند کې هغه څه چې موږ او خلکو ته ارزښت لري، او په ټولنه کې یې هر څوک یې د لاسته راوړلو لپاره کوشش کوي، که هغه پیسې دي، ښه ژوند دي، ښه شخصیت او نور څه دي. ددې او نورو لاسته راوړل هرو مرو زحمت او مبارزې ته اړتیا لري. هیچا تر اوسه مفت ندي لاسته راوړي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,403 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,806 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...