To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 912
په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې

په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې

 

په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې

لیکنه: شرر  ساپی

حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت کې لیک لوست زده کړی و، دمونه يې هم کول، له هجرت نه مخکې مسلمانه شوه، رسول الله صلی الله علیه السلام  د صحابیاتو د تدریس لپاره ځانګړی ځای ټاکلی وو چې په هغې ځای کې حفصې رضی الله عنها ترې لیک لوست زده کړ، کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله عنه قران کریم راټول کړ، یوه نسخه يې عمربن الخطاب ته ورکړه کله چې عمر رضي الله عنه شهید کېده،نو وصیت یې وکړ چې د قران کریم دا نسخه دې حفصې رضي الله عنها ته ورکړل شي. دا ځکه چې حفصه رضي الله عنها په لیک لوست پوهېدله.

الشفاء العدویه:
دا له لومړنیو  صحابیاتو څخه وه ، له هجرت نه مخکې مسلمانه شوه،  له خپل مېړه سره یې حبشې ته هجرت وکړ، دې په جاهلیت يې لیک لوست زده کړی و، له دې سر بېره يې دمونه هم کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنې حفصې رضي الله عنها استاذه وه، یوه ورځ ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ( حفصې ته د دانو دام داسې ورزده کړه، لکه څنګه چې دې لیک ور زده کړی دی.) الشفاء ته الله ډېر عمر ورکړ، د عمر بن الخطاب رضي الله په خلافت کې به په بازار کې ګرځېدله، د محتسبۍ دنده يې لرله، دره به يې لاس کې وه، په نیکیو به یې امر کاوه او له بدیو به يې خلک منع کول.

رفیده الاسلمیه: 
دې عظيمې او مجاهدې صحابۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ځينو غزاګانو کې ونډه اخیستې وه. په اسلام کې لومړنۍ روغتياپاله وه، په خپل مسلک کې متخصصه وه، دې خپله کېږدۍ درلوده، دا کېږدۍ په اسلامي تاریخ کې لومړنۍ ګرځنده روغتون و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې به يې کېږدۍ لګولې وه او د ټپيانو درملنه به يې کوله، کله چې د خندق په غزا کې سعد بن معاذ رضي الله عنه ټپي شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ((اجعلوه فی خیمه رفيده التي فی المسجد حتی اعوده من قریب))، سعد د رفيدې هغې کېږدۍ ته یوسئ چې مسجد کې لګول شوې ده، له نیږدې به يې ګورم. 
رفيده رضی الله عنها هغه وخت راڅرګنده شوه چې کله د بدر له غزا نه ځينې ټپیان راوستل شول، د ځينو درملنه یې کورنیو وکړه او ځينو چې کور او پیسې نه لرلې، نو رفيدې رضي الله عنها يې تداوۍ ته مټې راونغښتې، په مسجد کې بې کیږدۍ ولګوله، خپلې طبې توکي او دوا يې واخیسته، دوی يې د خپلې درملنې لاندې تر هغې ونیول چې روغ شول.
د خیبر غزا د بشریت په تاریخ کې لومړنۍ غزا وه چې د ټپيانو د درملنې لپاره بشپړ ښځينه ټيم روان شو، د دې ټيم مشري رفېدې رضې الله عنها کوله.
رسول الله علیه السلام د خیبر لپاره چمتوالی نیوه چې رفيده له هغو مېرمنو سره راغله چې دې د طبابت په برخه کې روزلې وې، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه يې اجازه واخیسته ويې ویل: (( یا رسول الله اردنا ان نخرج معک.. فنداوي الجرحی و نعین المسلمین ما استطعنا)) ای د الله رسوله موږ نېت کړی چې له تاسره په دې غزا کې ووځو.. د ټپيانو درملنه به کوو او د خپل وس سره سم به د مسلمانانو مرسته کوو.
رسول الله علیه السلام ورته وویل: (( علی برکه الله)) د الله په برکت لاړئ شئ. په دې غزا کې دې صحابیاتو ډېر ښه امتحان ورکړ، تر دې چې رفېدې ته يې  د غنیمت له مال څخه د یوه جنګیالي برخه وټاکله او ځينو ته یې د شرف تمغه(غاړکۍ) ورکړه، امیمه رضی الله عنها وايي: فلما فتح الله خیبر رضخ لنا من الفئ واخذ هذه القلاده التی ترین فی عنقي، فاعطانیها بیده فی عنقی، فوالله لا تفارقنی ابدا، وکانت فی عنقها حتی ماتت. ثم اوصت ان تدفن معها) کله چې الله تعالی خیبر فتح کړ، نو زموږ لپاره يې د فئ له مالونو څخه راکړل او دا کومه غاړکۍ چې زما په غاړه وینئ ، په خپل لاس يې زما په غاړه کې واچوله، په خدای هيڅکله يې له غاړې نه وباسم، کله چې مړه شوه، وصیت يې وکړ چې ورسره دې خښه شي. (کیدای شي دا يې خپلوانه وي).

عائشه بنت سعد بن ابي وقاص:
دا د سعد بن وقاص رضي الله عنه لور وه، سعد د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماما و، تابعۍ وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شپږو مېرمنو سره يې ژوند کړی، له هغوی نه یې زده کړه کړې وه، زرکلي په خپل کتاب «الاعلام» کې د هغې په اړه وايي، فقیه او عالمه وه،  د مالکي مذهب موسس امام مالک ترې زده کړه کړې، له هغې نه یې روایتونه کړي، امام مالک يې ډېره ستاینه کړې ده، د هغې په لاس باندې ډېرو عالمان او فقهاء روزل شوي دي بخاري، ابوداود، ترمذي، او نسائي يې حدیثونه روایت کړي دي.

هجمیه بنت حیی الاوصابیه:
دا  په ام الدرداء الدمشقيه باندې هم یادېدله، په اومه پېړۍ کې  يې ژوند کاوه، په مسجد کې یې حدیث او فقه تدریسوله، د قران کریم د تدریس حلقه يې هم لرله، په شاګردانو کې یې د وخت خلیفه عبدالملک بن مروان هم و، شمس الدین الذهبی په خپل کتاب ((سیر اعلام النبلاء)) وايي، عبدالملک بن مروان به يې درس ته په دمشق کې د مسجد په وروستۍ صف کې کښېناسته، الیاس بن معاویه يې په اړه وايي: په خپل وخت کې په حدیثپوهنه کې له غورو علماوو څخه شمېرل کېدله.

فاطمه البغدادیه: 
عالمانو «سیده نساء زمانها» لقب ورکړی دی په دمشق کې بې شهرت وموند ، ډېرې ښځې يې ورزلې، ابن تیمیه رحمه الله يې ستاینه کړې، منبر ته به ختله، په بغداد کې په اومه هجري پېړۍ کې زېږېدلې وه، له ابن تیمیه او شمس الدین بنی ابي عمر المقدسي نه یې فقه ولوسته، دا به منبر ته ختله، وعظ به يې کاوه، ابن تیمیه به يې هم درس ته کښیناسته، ابن تیمیه اراده وکړه چې له دې کاره يې منع کړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې به خوب ولیده چې د فاطمې ستاینه یې وکړه، نو له خپلې ارادې تېر شو، ابن تیمیه يې له ذکاوت او فطانت څخه اغیزمن و( معجم اعلام النساء) د محمد التونجي.
ابن کثیر وايي چې ابن تیمیه  يې ډېره ستاینه کوله.
ابن رجب الحنبلي په خپل کتاب ( الذیل علی طبقات الحنابله) کې وايي، له شیخ شمس الدین بن ابي عمر څخه يې زدکړه وکړه، که به کومه مساله ورباندې سخته شوه، نو ابن تیمیه نه به يې پوښتنه کوله.
ابن حجر العسقلاني په خپل کتاب( الدرر الکامنه فی اعیان المئه الثامنه ) کې لیکي، ابن تیمیه يې ډېر ستاینه کوله ې)

Related Articles

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي   زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو له دومره ستونزه سره سره بیا هم هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او ځان له نورو هېوادونو سره برابر کړي چې تر...

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې غواړو چې د الحرام جومات په اړه معلومات درکړو. که تاسو هم غواړئ، د دې لرغوني او سپېڅلي جومات په اړه...

څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه ټیټه شوې، خو د استوګنځي بیه هم ټیټه شوې؟ ایا پر هغه پانګونه باور وکړو چې پکې د ګټې ژمنه کېږي؟د لند ک...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...