لیکنه ـ ریاض مقامزی
وايي له حکیم څخه یو کس وپوښتل، چې ته هر وخت وايي: "هرڅوک ښه انسان کېدای شي"؛ مګر ما دلته هېڅوک و نه لیدل چې ښه انسان وي. حکیم ورته وویل، لاړ شه او د کلي له ټولو خلکو بېل ـ بېل وپوښته، چې ستره هیله یې څه ده. د هغوی اروزګانې په یوه ورقه کې ولیکه او بېرته راشه. کله چې نوموړی بېرته ستون شو او د ارزوګانو لیست یې حکیم ته ورکړ، نو حکیم ورته وویل: "وګوره چې په لیست کې د "ښه انسان کېدو" ارزو هېچا نده کړې."
د حکایت درسونه
• د هرې موخې لپاره اساس او بنسټ هیله/ارزو جوړوي. تاسو یو ښه انسان، ویناوال، خبریال، تجار او یا بل هرڅوک وینئ او په زړه کې مو یوه هیله او ارزو ټوکېږي او غواړئ تاسو هم د نوموړي په څېر شئ. په حقیقت کې همدلته د بریا او پرمختګ داستان پیلېږي. اوس خپل شاوخوا ځير شئ او ووایئ چې غواړئ د چا په څېر شئ؟
• موږ ټول غواړو بریالی او آسوده ژوند ولرو؛ خو دا غوښتنه مو فقط له خولې وي. که څوک له موږ څخه د لويې ارزو پوښتنه وکړي، شاید ووایو، چې غواړو بریالی ژوند ولرو. خو دا خبرې فقط خبرې وي او په عمل کې هېڅ وي. نو په دې توګه لومړنی درس دا دی، چې هر څه باید له زړه وغواړو.
• خپلو موخو او آرزوګانو ته ژمن پاتې کېدل بله مهمه موضوع ده. که هره موخه لرئ، ورته ژمن پاتې شئ. مسلسل سخته خواري وکړئ او د خپل زیار مریدان شئ. که همداسې وکړئ نو یقینا چې خپلو موخو ته رسېږئ.
• یوازې هیله/ارزو مه لرئ؛ بلکې د لاسته راوړلو لپاره یې سخت کار هم وکړئ. پرته له کوښښ څخه هیله همداسې هیله پاتې کېږي او لاسته راوړل يې نا ممکن کېږي.