هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 08, 2020
5 years ago
2,914 views
هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ تقريباً درې زره کلونو ته رسېږي. دا چې چېرته کشف شوي دي، په اړه يې کوم کره معلومات نشته، خو ويل کېږي د چين په شاهي کورنيو کې ليدل شوي دي، او د چين يو سمبول ګڼل کېږي.

د تاريخ په اوږدو کې د کوايزه شکل سره سم ددې نوم هم بدل شوی دی، چې د (جيا او جو) په نومونو هم ياد شوی دی. دا چې چينايان تر ډېره جوش کړي خواړه خوري، نو اوسپنيزې الې به ګرمېدې، ځکه دې ډکو (کوايزه) د اوسپنيزو الو ځای ونېوه، چې اوس معمولاً ټول چينايان له همدې ډکو د خوړو لپاره ګټه پورته کوي، بايد وويل شي، چې د مايع خوړو په وخت کې کاشوغې هم کاروي. دغه ډکي به په لومړيو کې له لرګيو جوړېدې، خو اوس له نورو موادو سره د ترکيب څخه وروسته جوړېږي.

ځينې نور هېوادونه لکه: جاپان، تايوان او کوريا ټاپوګانو کې هم کوايزه کارول کېږي، خو ددې هېوادونو د کوايزو جوړښت لږ څه توپير لري، د چين کوايزې نسبت د نورو هېوادونو له کوايزو څخه اوږده دي، ځکه دوی د ترکارۍ پخولو په وخت کې د دېګ لړلو لپاره هم له کوايزه څخه ګټه پورته کوي، چې اوږدوالی يې دوی له سوځېدو ژغوري.

د کوايزه په اړه ځينې په زړه پورې ټکي

·        لومړی بايد، مشران کوايزه واخلي او په خوړو پيل وکړي.

·        کوايزه بايد پر لوښي و نه ټکول شي ځکه؛ چينايان يې بې ادبي ګڼي.

·        په خوله کې ددې ډکو خوځول او لوبول هم يو ډول بې ادبي ګڼل کېږي.

·        کوښښ وکړئ، کوايزه پر لوښي عمودي شکل و نه دروئ، چينايان يې په بد شګون نيسې او داسې مفهوم ترې اخلي (ته دې زر مړ شې، چې زه دې په قبر شمعې بلې کړم).

·        د کوريا خلک بيا له کوايزه سره سم له کاشوغې هم ګټه پورته کوي، خو هېڅکله کاشوغه د کوايزه ښي اړخ ته نږدي، ځکه بدمرغي يي ګڼي.

·        د جاپان خلک د خوړو پر مېز مخامخ ناست کس ته کوايزه سيده (مخامخ) نږدي، دغه کړنه مقابل کس ته بې احترامي بولي.

·        همدارنګه هېڅکله کوايزه د x په شکل نږدي، ځکه  مقابل لوري ته بې احترامي بولي او داسې مفهوم ترې اخلي (هېڅ نه يې).

Related Articles

Jun 07, 2022
1,852 views

پنځه تباه کوونکي عادتونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ.   • خلک به څه ووایي؟ که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس...

Apr 24, 2022
2,164 views

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه و...

Apr 02, 2023
1,290 views

What is canal cross drainage works? د کانال کراس دراینج

  ترناب سیفون کانال سیفون بړوف   Cross Drainage works of Canal?  ● هر کله چې د کانال په مسير کې یوه بله مجرا واقع شي  په دغه حالت کې په همدې مسير کې چې کانال له کوم حالت سره مخ کېږي او کوم ساختمانونه ورته جوړېږي (Cross Drainage Works) ورته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,447 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...