شنکر اچاریه پانیني د لرغونې ګندهارا یو ژبپوه او ګرامر لیکونکی او د ويدي ژبې نامتو عالم او پوهاند و، چې د عیسی مسیح علیه السلام د زېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا د پښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې د نندا د واکمنۍ پر مهال ژوند کاوه.
 تاریخپوهانو د پانیني د ژوند موده د عیسی مسیح علیه السلام د زېږېدو نه د "۵۲۰" او "۴۶۰" کلونو تر مینځ اټکل کوي. داسې ويل کېږي، چې د پانیني د پلار نوم پاني، د مور نوم يې داکسي، د ورور نوم يې پينګالا او د ماما نوم يې ديادي و.
 پانینی په ټکسیلا پوهنتون کې ـ چې د هغه عصر د مشهورو پوهنتونو نه و ـ استاد و. په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي، چې پا نيني د يوه زمري له لاسه ووژل شو.
 پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذبه کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود. يعنې سمه، کره، مهذبه، بشپړه او کامله ژبه.
 د سنسکريټ د کلمې مانا مهذبه، بشپړه او کره شوې ژبه ده، ځکه دغه ژبه دويدي ژبې له تهذيب او سمولو نه پيداشوې ده.
 که موږ څيړنه وکړو نو دا به جوته شي، چې سنسکريت يوه پخوانۍ علمي ژبه ده. په زرګونو علمي، ادبي، تاريخي او مذهبي اثار پرې ليکل شوي دي او له نيکه مر غه ددې ژبې ډېر آثار د زمانې له حوادثو او پېښو نه هم خوندي او بچ پاتې شوي دي.
 لوی استاد ارواښاد علا مه عبدالحی حبيبي د کيمبريج هسټري اف انډيا د لومړي ټوک په حواله د پانيني د اثارو په اړوند داسي ليکلي دي:
 دپانيني آثار اوس هم موجود دي، چې دځينو پو هانو له خوا ژباړل شوي دي. د مشهور ختيځ پوه ميکس ميولر د وينا پر بنسټ پانيني خپل اثار له ٣٥٠ زېږدېز کال نه د مخه ليکلي دي او دده د مهمو کتابونو نه ډېر مشهور يې د ګرامر قواعد او نحويات دي. دغه کتاب (اشټ ادهيايا) يعنې (اته ويناوې) نومېږي، چې هره برخه يې يوه ادهيا يا ويناده.
 داسې روايتونه او شواهد هم شته، چې تر پانيني دمخه هم ځينو پوهانو د سنسکريت ګرامر کښلی و، ځکه پانيني په خپل کتاب کې (٦٤) تنه اسلا ف ښودلي دي چې تر ده د مخه يې پردې کار ګوتې پورې کړې وې. د بېلګې په توګه پانيني د ساکاټاينه او ياسکا نومونه اخلي چې ياسکا دپانيني سلف و.
 تر پانيني وروسته نور پو هان هم دده د کتاب په شرحه بوخت شول. دبيلګې په تو ګه يو عالم کانا يانا نومېد، چې دده ياداشتونه او شرحه وارتيکا نومېږي او اوس هم داکتاب شته. بل مشهور شارح يې پاتانجلي نو مېږي، چې د عيسی مسيح له زېږېدو نه "١٥٠" کلونه وړاندې يې د پانيني لويه شرحه ليکلې، چې مهابها شيه نومېږي او په دغه شرحه کې د کلاسيک سنسکرېت تاريخي او انتقادي پلټنې شته او د پانيني د ٤٠٠٠ قاعدو او رولونو نه يې١٧١٣ قاعدې په انتقادي بڼه شرحه کړي دي او ګونارديا بلل کيږي. سنسکريت د لغاتو کتابونه او قواميس هم لري. لومړنی مشهور کتاب يې امارا کوسا يا (تلپاتې خزانه) نومېږي.
 د پانیني ګرامر انګرېز ژبپوه او ګرامر لیکونکي سر ویلیم جونز ته هم په لاس ورغلی و او هغه نظر 
 ورکړی و، چې چې دغه ګرامر د اوستا، هندي، آریایی او د هغو نه د پښتو ژبې سره اړیکې لري.
 پانیني ته په لومړي ځل دا پته ولګیدله چې د هرې ژبې الفاظ او توري د خپلې اصلي ریښې او ګردان له لارې جوړیږي.
 دپانیني په ګرامر کې موږ د پښتونخوا او افغانستان د ژبو او سیمو څرک هم لیدلای شو. لکه: کابیشا(کاپیسا) همداراز د پانینی بل کتاب سمکرتیه نومید، چې په پښتو کې یې مانا سمې خبرې دي.