To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 511
پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې

پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې

پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې 
Defects of  Plaster and its  Prevention  Ways 
معمولا په  پلستر کې اته ډوله عیبونه منځ راځي .
لومړی .غیرساختماني درزونه
 Non-structural cracks
دویم .ساختماني درزونه         
    Structural cracks
درییم .جلاکیدل                       
     De bonding
څلورم .د سختوالي نه شتون     
   Lack of hardness  
پنځم .ګریننګ                        
            Grinning
شپږم .انبساط                          
         Expansion 
اوم .پوستکی  ایستل                     
          Peeling 

اتم  .ښوره کیدل                        
  . EFFLORESCENCE    
لومړی  .غیر ساختماني درزون
ه NON-STRUCTURAL CRACKS  
چاودونه Crazing
چاودونه(Crazing) نري  درزونه دي  چې د شپږضلعې (hexagonal)نمونو په شکل د پلستر په مخ پیداکیږي .ددوي اوږدوالی له 5mm  څخه 7mm  پورې وي .ډیر وخت دا چاودونه سطحي وي او د پلستر په ژوروالي کې نه وي .دداسې چاودونو لامل د پلستر پرمخ د زیاتې ګلمالې (trowelling) وهل او یا هم په شګه کې د ګرد او میده خاورې  شتون وي (هغه خاوره چې له 0,0075mm  غلبیل 15%   زیاته تیره شي ).ډيری وخت د پلستر کولو څو ساعته وروسته په پلستر کې داسې چاودونه پیدا کیږي خو ترهغې نه ښکاري چې سطحه لمده شوې نه وي او پرې ګرد نه  وي لویدلی .چاودونه دومره د اندیښنې وړ خبره نه وي خو داچې بدښکاري د منلو نه دي .که داسې سطحې ته ښه مناسب رنګ ورکول شي کیدای شي پټ شي .که اړتیا ولیدل شي کیدای شي د رنګ په وخت له هغې سره ښیښې انساج(glass tissue) ورګډ شي .
د نقشې درزونه (map cracks)د چاودونو په شان دي خو معمولا دا لږ ژور وي او د پلستر دننه کیوزي .ددې نمونې دشپږضلعې په شان وي چې 200mm  یو بل کې تیر شوي وي .د نقشي درزونه معمولا هغه وخت منځ ته راځي چې بډایه سیمنټي مساله وکارول شي او یا پلستر ته  اجازه ورکړل شي چې ډیر زر وچ شي .د پلستر د زر وچیدو لاملونه په لاندې ډول دي 
1. که دیوال له لمر او باد څخه خوندي نه وي تبخیرات (Evaporation) ترې زیات وي .
2. که ددیوال خښتې اوبه جذبونکي وي او یا ښې لمدې شوې نه وي د پلستر اوبه جذبوي. 
3. د شګې درجه بندي خرابه وي او میده ذررات ونه لري ( له 0,075mm  غلبیل څخه له 5%  کم تیر شي )
4. کله چې شګه سمه میده دانه ونه لري د ودانیزې چونې نه وکارول شي.
کله چې پلستر لا په پلاستیکي حالت کې وي او په کې درزونه ښکاره شي نو د ګلماله کولو په واسطه بیرته جوړیږي .یا هم کیدای شي لږ وروسته له رنګ سره ښیښه یی انساج ګډ شي او پرې پټ شي .هغه درزونه چې د پلستر په هغه لومړیو ساعتو کې د هغې له سطحې د زیاتو اوبو ضایع کیدو په پایله کې منځ ته راشي پلاستیکي انقباض درزونه بلل کیږي .د نقشي درزونه به کیدای شي د پلاستیکي انقباض له امله وي او دا ډیری د کړکیو ترمنځ او کنجونو کې منځ راځي .معمولا په سخت پلستر کې د وچیدو انقباض (Drying shrinkage)درزونه د لمدبل د ضایعاتو له امله منځ ته راځي. خو ښه به دا وي چې نري وي او د لیدو وړ نه وي او له خالیګاو سره نژدي برخو کې پیدا شي .هغه پلستر چې مساله کې دسیمنټو مقدار زیات وي او خراب کیفیت لرونکې شګه په کې له زیات مقدار اوبو سره کارول شوې وي کیدای شي پراخه درزونه په کې منځ ته راشي .هغه پلستر چې ډیر پیړ وي هم کیدای شي په دا ډول درزونه په کې پیدا شي .داسې درزونه باید په مناسب ډول ډک شي او رنګ په واسطه  پټ شي .
دویم  .ساختماني دزونه  STRUCTURAL CRACKS
په پلستر کې یو شمیر د لیدو وړ(visible) درزونه کیدای شي د دیوال درز له امله وي .داسې درزونه کیدا ی شي دتهداب د غیر منظم نشست ،د معماري واحدونو د وچونکي انقباض او انبساط او یاهم د بام د حرارتي حرکت له امله وي .داسې درزونه ډیری وخت د مستقیم عمودي او یا افقي خط ،او یا پته مایل خط په شکل وي.دداسې درز پلنوالی د اړونده شرایطو پورې اړه لري.څرنګه چې داسې درزونه له دیوال څخه وي د پلستر ترمیم به کومه ګټه ونه لري .په کار ده چې متخصص کس د درز څیړنه وکړي او درز د ترمیم په اړه مناسبه پریکړه وشي .په ساختماني تدابیرو کې دا هم راځې چې  ساختمان ته بدلون (alterations)ورکول شي او درز په حرکت جینت واړول شي .جینټ ته پوښونکې مواد ورکول کیږي څو ښکاره نه شي او سیل شي .
درییم .جلا کیدل . . DEBONDING
د پلستر جلا کیدل معمولا د سوړو  (hollow sound)په شکل وي ،په داسې حالت کې پلستر ول ول تاوبږي (curl)او له راجلا کیږي ځکه د پلستر باندی قشر چې له هوا پروړاندې لوڅ وي د پلستر له هغې برخې سره مختلف انقباض درجه لري چې د دیوال سره په تماس کې وي .دا هغه وخت لا ښه صدق کوي چې د پلستر پیړوالی زیات  وي .ددې لپاره چې د پلستر او دیوال ترمنځ ښه نښتل رامنځ ته شي باید لاندې ټکو ته پام وشي .
1. د غوړو او ګردجنو دیوالونو مکمل پاکول .
2. له پلستر کولو څلورویشت ساعته وړاندې د دیوال پوره لمدول .
3. ددیوال سطحې ته له پلستر وړاندې د سیمنټي دوغه (slurry)ورکول .
څلورم  .د سختوالي نه شتون LACK OF HARDNESS
د پلستر د سختوالي یا مقاومت په اړه کوم ځانکړي مشخصات نه دي په ګوته شوي او ددې د مالومولو کومه ډاډمنه لاره هم نشته.  خو معمولا دپلستر د سختوالې د مالومولو لپاره د پلستر سطحه د سخت تیزڅوکې جسم (hard sharp object)په واسطه لکه د پیچ کش یا کیلي په واسطه توږل (scratching)کیږي .ډیری وخت د قوي پلستر پرځای دلږ کمزوري پلستر کارول غوره ګڼل کیږي ځکه په لږ کمزوري پلستر کې د قوي پلستر په پرتله درزونه کم منځ ته راځي. خو په کمزوري پلستر کې ستونزه دا وي چې د ټکان او اوبو نفوذ پروړاندې لږ مقاومت لري سربیره پردې کله چې میخ په کې ټک وهل کیږي بیرته راوځي .ددې سره په څنګ کې که په پلسترکې ډيره کمزورې مساله وکارول شي یو ډول نبات چې ګل سنګ(moss)بلل کیږي کیدای شي را زرغون شي  .
د نرم پلستر یا هغه پلستر چې سختوالي نه لري پنځه لاملونه لري .
1. د نه کافي اندازه سیمنټو کارول .
2. دداسې شګې کارول چې ګرد ولري (هغه خاوره چې له 0.075mm  غلبیل sieve له 15%  تیر شي )
3. دداسې مخلوط کارول چې د اوبو ساتلو(retention) کمزوری خاصیت لري .
4. له لومړی مخلوط کولو وروسته داوبو ورزیاتول چې معمولا ملایم کول(re tempering) بلل کیږي .
5. د لمر او  باد لاامله زر وچیدل .
د پلستر د مقاومت او یا سختوالي مالومولو لپآره د پورته لاملونو له ډلې یواځې د نه کافي سیمنټو کارول کیدای شي په لابراتور کې مالوم شي او په لابراتور کې دا نور لاملونه مالومول ستونزمن دي .د پلستر هغه سطحې چې لا رنګ شوي نه وي د میتایل میتاکریلیت(methyl methacrylate) په کارولو رغول کیدای شي .ددې موادو کارول کولی شي د پلستر د سختوالي درجه لوړه کړي .د رنګ شوو سطحو یواځنۍ چاره داده چې پخوانی پلستر رالرې او پرځای یې نوي پلستر وشي .که د پلستر لرې کول شوني نه وي نو کیدای شي د زوړ پلستر سطحې ته قوي رنګ ورکول شي چې په دې سره به لږه ترلږه دیوال ته د اوبو دنفوذ مخه ونیول شي .
پنځم .ګرایننګ. GRINNING
ګرایننګ په لغت کې په ډکه خوله خندولو  ته وایې خو دلته یې مانا داده چې کله پلستر د مسالې درزونه له لرې ځای ښکاریږي دیته د پلستر ګرایننګ وایې .ددې لامل داوي چې د پلستر د مسالې اوبه د دیوال د خښتو په واسطه  کش شوي وي .د ګرایننګ مرحله که سمه کنترول نه شي په دیوال کې لوی درزونه پیداکولی شي .که دیوال ته د پلستر د استر قشر ورکول شي د ګرایننګ مخنیوی کیدای شي .
شپږم .انبساط : EXPANSION
په دې کې د پلستر نرمیدل ،درز کول او د پلستر جلا کیدل کیدل راځي .انبساط معمولا له ګچو تولیداتو سره مل وي .په لندبل شرایطو کې د ګچو سلفایټ د سیمنټو له خمیرې سره تعامل کوي او داسې مرکب منځ ته راوړي چې حجم یې زیات وي او همدا د حجم  زیاتیدل پلستر خرابوي .په داسې حالت کې د حل یواځنۍ لار داده چې پلستر رالرې شي او پرځای ېې نوی پلستر وشي .
اوم  .پوستکې ایستل .peeling 
کله چې د پلستر د مخ وروستی پوخ له دننه پوخ راجلا شي دیته پوستکی ایستل وايي.
د پوستکي ایستلو لامولونه په لاندې ډول دي .
1. د پلستر وروستي مخ ته کمه ګلماله ورکول ددې لامل ګرځي چې وروستی پوخ له دنني قشر سره سم ونه نښلي
2. ډير سخت پلستر کیدای شي د پوستکي ایستلو لامل شي .
3. کله چې په د پلستر په مساله کې الکلي مواد ګډ وي . 
4. کله چې زوړ پلستر لپاسه نوي پلستر وشي .
5. د پلستر لپآره سطحه سمه نه وي چمتو نه شي .
د پلستر پوستکې ایستلو د مخنیوي لاره داده چې   د پلستر ښکاره مخ ته له پلستر کولو وروسته پوره اوبه ورکول شي ،که پلستر کې واړه سوري پاتې شوي وي په یو ګیلن اوبو کې باید ‎وینیګار  Vinegar  واچول شي او د دیوال په سطحه وپاشل شي .دیته باید تر هغې دوام ورکول شي چې سطحه سخته شي .داسې دیوال ته باید  30 انتظار وویستل شي چې رنګ ته چمتو شي .کوم پلستر چې یوځل پوستکی وویستل شي هغه باید رنګ نه شي او له رنګ کولو وړاندې باید هغه برخه بیخې لرې شي چې پوستکی یې وتلی دی .
اتم .د پلستر ښوره کیدل. EFFLORESCENCE
د پلستر په مخ سطحه باندې د سپین رنګه کرستالین مادې راښکاره کیدل دپلستر ښوره کیدل بلل کیږي .د پلستر د ښوره کیدو لوی لامل په سیمنټو،چونه ،شګه،خښته او حتې اوبو کې د مالګود شتون له امله وي .پلستر چې کله مکمل وچ شي دا منحله مالګې د اتوموسفیر د لمدبل په شتون کې ویلې کیږي او  سوریو له لارې  د پلستر سطحې ته راووځي بیا دلته د اتوموسفیر په  لمدبل کې تجزیه کیږي او د سپین رنګه کرستالین په شکل ددیوال په مخ راڅرګندیږي چې د ودانۍ ښآیست ته لوی زیان اړوي .که دا ښوره په زړو دیوالونو کې رابرسیره شي نو د سلیکان مایع محلول په وهلو  سره کیدای شي د ښورې د حرکت مخه ونیول شي .بله لاره یې داده چې د ښورې لپاسه بیټومین مواد وکارول  شي څو د ښورې د راوتو مخه ډپ کړي.د خښتې دیوال لپاره د زنګ سلفایټ او اوبو ګډ محلول کارول کولی شي ستونزه حل کړي .د پلستر ښوره کیدو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته پام وشي .
1. د پلستر په مساله کې له چونې او یا سیمنټو سره  الم  یا پټکری  او یا صابون یو اندازه وکارول  شي .که شوني  وي اوبو  ضد مساله په کې وکارول شي .
2. چیرته چې ضرور وي د لمدبل ضد طبقه وکارول شې.
3. ښې پخې خښتې او پاکې اوبه وکارول  شي .
4. پلستر شوې سطحه باید له باران او شپې لمدبل نه خوندي وساتل شي

Related Articles

اسلامی هجری قمری کال

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لومړۍ ورځ ده! د هجري قمري کال په اړه يو څو خبرې:د هجري قمري کال پیل مدینې منورې ته د رسول اللهﷺ د هجرت نه کیږي.د دې تاريخ  بنسټ له 622م کال څخه، عمر فاروق رضی الله عنه کيښود.د دې کال اعتماد د سپوږمۍ په حرکت باندې دی چې زیات شمير دیني احکام ورپورې تړلي دي، یو قمري کال 354 ورځې کیږي.د اسلامي تاریخ د یادولو شرعي حکم:فقهاء کرام...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ریاض مقامزی د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د یوه بل انسان له تجربو يو څه زده کړو. خو آيا پوهېږئ يو له هغوی کسانو تاسو یئ، چې ډېر ژر به مثبت لوري ته بدلون وکړئ؟ هو، تاسو! ځکه چې د ژوند د بدلونه په لټه کې یئ او دا کرښې په مینه لولئ.  نن به د ویکټور هوګو له ویناوو د ژوند ځينې درسونه واخلو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ. ۱....

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ذکریا رحيمی د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند (White House press secretary) د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی دی او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د جمهور ریس لخوا ګمارل کیږي.   مسولیتونه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند مختلف مسولیتونه لري. په مسولی...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...