د قدر شپه کله ده؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 10, 2023
2 years ago
2,263 views
د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"
زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو.

د قدر شپه #کله ده؟
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډېر وکړي تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي بیا د طاق شپه ده، ځکه د رسول الله حدیث دئ، چي د قدر شپه د روژې په اخرو لسو شپو کي په طاق شپه ده.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دى، په دې هکله حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم شپه د قدر شپه ده. که وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نهه (٩) حروف دي، اوس که د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژې اوويشتم شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي وو، چي د شپې پيره داري به ئې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پېښ سوې ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږې دي نو ئې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب و کړ دا شپه د اوويشتم شپه وه.

#نوټ: مولانا زکریا رحمة الله فرمایي: چي اخري لس شپې ټوله و عبادت ته ورکړئ، ځکه یو خو په طاقو شپو کي د قدر شپه نه ده معلومه او بل که میاشت نهه ویشت شپې سي، نو طاق شپې جپت او جپت شپې طاق راځي. داچي دا د فضیلت شپه ده، نو د ثواب څخه د برخمن کېدلو لپاره که لس سره شپې عبادت وسي، نو غوره ده. 

کوم #اعمال وکړو؟
په دې شپه کي د اعمالو لپاره ټاکلی وخت نسته، ټوله شپه د قدر وي؛ که هر وخت کي ئې عبادت کولای سی، نو وې کړی.
که د ټوله شپې عبادت توان وي، خو وې کړی او که د ورځي مصروفیت لری، نو هم عبادت وکړی او خوب وکړی.
غوره اعمال د قرآن تلاوت، تراویح، صلواة التسبیح او تهجد لمونځونه، درود ویل، ذکر کول او دعاګاني غوښتل دي.
الله جل شانه دي ددې شپې تر څنګ د ژوندانه د هري شپې او هري لحظې د عبادت توفيق راکړي. اللهم امين

Related Articles

Jan 20, 2021
5,067 views

د کوم ډول خلکو له ملګرتیا څخه ځان وساتو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی تاسو په خپل ژوند کې څو واقعي ملګري لرئ!؟ له څو تنو سره پېژنئ او د حال پوښتنه یې کوئ؟ ۳ زره تنه؟ ۱۲۰۰ تنه؟ ۵۰ تنه؟ که تاسو هم ددې ارقامو په منځ کې یئ، په غلطه لاره مزل کوئ. په دومره لوړ شمېر واقعي ملګري درلودل ډېر کم امکان لري. تا...

Nov 05, 2023
1,188 views

ډيګري، نرم مهارتونه او په عملي ژوند کې یې اړتیاوې

ډيګري، نرم مهارتونه او په عملي ژوند کې یې اړتیاوې عمران اختر سندونه یا ډیګري د کار په بازار کې ارزښتناکه شتمني کیدی شي، مګر دا مهمه ده چې نرم مهارتونه هم رامینځته کړو چې د مسلک په بریالیتوب کې مرسته کوي. نرم مهارتونه هغه غیر تخنیکي مهارتونه دي چې ګ...

Apr 27, 2021
1,881 views

احیای اُبُهت

احیای اُبُهت (نیاز به اصلاحات سیاسی) مصطفی عمرزی بعضی هموطنان دلخور استند که چرا به گونه ی کامل، جلو فرهنگ سازی های مغرضانه و ضد افغان ها و پشتون ها گرفته نمی شود؛ اما آنان متوجه نیستند که تمام دشواری ها از طریق فرهنگ سازی، رفع نمی شوند. تا جایی ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,043 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...