شربت ګلۍ د ژوند کیسه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 24, 2023
2 years ago
1,492 views
شربت ګلۍ د ژوند کیسه

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

شربت ګله چې د افغانستان په مونالیزا هم مشهوره ده له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې خپله کیسه کړې.

شربت ګله وايي زما دا امید نه و چې د پاکستان حکومت به ما سره دا ډول چلن کوي او په پای کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه.

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستانۍ پېژندپاڼې د جوړولو په تور شربته ګله ونیوله او له زندان وروسته یې افغانستان ته واستوله.

شربت ګله اوس له خپلو درې لورګانو او زوی سره په کابل کې اوسېږي. مشره لور او مېړه یې په پښتونخوا کې په تور ژیړي مړه شوي.

د پاکستاني حکومت له لوري د زندان خبره ورته اوس هم ترخې شېبې ور په زړه کوي، ځکه وايي پښتونخوا ته یې کډوالي هم له سختۍ وه او کله چې وطن ته ستنېده هم له سختیو راغله.

د شربت ګلې عکس
شربت ګله وايي لس کلنه وم، په ښوونځي کې وم د رخصتي وخت و چې عکاس زما عکس اخیستی و. خو خبره نه وم چې دا عکس چا او څنګه واخیست.

بیا ۱۷ کاله وروسته عکاس زه پیدا کړم او دا عکس یې راته راووړ، هغه وخت کې زما ماشومان ول، خاوند مې و.

شربت ګله چې په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې وايي له دې وړاندې له خپل عکسه خبره نه وه.

شربت ګله وايي د دې د عکس مشکل ډېر او ګټه یې کمه وه.

د نوموړې په وینا، مشکل یې همدا و چې په نړۍ کې یې رسوا کړم، دومره یې مشهوره کړم چې زندان ته په کې ولاړم، او د زندان نه بله کومه ستره خبره خو نه شته

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګله وايي "زه پاکستان کې صرف علاج لپاره ایساره وم. کډې مې تړلې وې او را ستنېدلو. دوی د شپې نهه بجې چاپه واچوله. زه یې تاڼې ته بوتلم. پوښتنې یې رانه وکړې. ما ورته وویل چې د دوه خبرو لپاره ما د پاکستان شناخت کارت جوړ کړی. یو د کور خرڅېدو لپاره چې کارت نه وي نه خرڅېږي او بل د ماشومانو سبق لپاره."

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګلې ۱۵ورځې قید تېر کړ او اته شپې په روغتون کې وه.

نوموړې وايي په پښتونخوا کې مې "له خپلو پښتنو سره ښه ښایسته ژوند تېر کړی. ۳۵ کاله مې تېر کړل خو زما دا تمه نه وه چې د پاکستان حکومت به زما سره دا چل کوي او آخره کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه"

شربت ګله وايي "زه چې اوس خپل وطن ته راغلم ډېره خوشحاله یم. ولسمشر اشرف غني صاحب او کرزي صاحب او زموږ افغانانو ډیر عزت او ډیر قدر زما وکړ، له دوی نه ډېره مننه کوم".

د شربت ګلې ناروغي
شربت ګله تور ژېړی لري چې په وینا یې اوس په افغانستان کې تر درملنې لاندې ده.

شربت ګله وايي هیله لري چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي. د دې ترڅنګ نوموړې د خیریه موسسې جوړولو یادونه هم وکړه. شربت ګله وايي غواړم له مشهورتیا مې دا ګټه واخلم چې یوه خیره موسسه جوړه کړم چې د خلکو پکې وړیا اعلاج وشي.

دا وايي، "پر ما خو ډېر مشکلات تېر شوي چې په نورو تېر نه شي "

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

نوموړې له بي بي سي سره په دې مرکه کې پر نورو افغانانو غږ وکړ او ويې ویل "په کم عمر کې لورګانې مه ودوئ او څنګه چې په زامنو تعلیم کوي په لورګانو یې هم وکړئ".

"له خدای نه غواړم چې بیا څوک مهاجر نه شي" شربت ګله

دایې نو دشربت ګلې اصلي کیسه
او بل دا لیکنه مخکېنۍ ده خو شربت ګله اوس هم په کابل کې ژوتد کوي

Related Articles

Jul 02, 2022
1,663 views

LOCALIZING WESTERN NORMS AND ELITE MANIPULATION OF DEVELOPMENTAL AND HUMANITARIAN AID

Shamsuddin AminCentral Asian Studies InstituteBishkek, KyrgyzstanMay 2022 LOCALIZING WESTERN NORMS AND ELITE MANIPULATION OF DEVELOPMENTAL AND HUMANITARIAN AID Introduction:  Afghanistan’s post-2001 reconstruction and development journey has made...

Jul 06, 2020
6,605 views

خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟

څوك خپه كېږي او ولې؟  خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل  پر ټولو يو ډول دى . خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي . دغ...

May 30, 2022
2,671 views

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري   ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي.  موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,387 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,061 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,795 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...