سلمپ ټيسټ Slump test
485
Faridon Delsoz Niazai
2023-05-31 16:16:07
د سلمپ ټيسټ Slump test
دغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږدو چې د اوبو د جذب قابليت و نه لري او نمونې ته تازه کانکرېټ په دريو طبقو کې اچوو چې هره طبقه د 16mm ښوی سيخ په واسطه چې ارتفاع يې 60cm وي په 25 ځله وهلو سره کمپک کوو بيا نمونه د کانکرېټو څخه ورو ورو د پنځو ثانيو په موده کې پورته کوو چې په نتيجه کې کانکرېټ ناسته کوي او ارتفاع يې کميږي چې دغه کمې شوي ارتفاع ته د سلمپ اندازه وايي . د سلمپ اندازې معلومولو لپاره نمونه په سرچپه ډول د کانکرېټو تر څنګ ږدو او د خط کش په مرسته کمه شوي ارتفاع يعنې د سلمپ اندازه معلوموو .
د سلمپ ډولونه
سلمپ په درې ډوله دی
۱) واقعي يا حقيقي سلمپ (True Slump )
۲) قيچي داره سلمپ (Shear Slump)
۳) بهيدونکی سلمپ (collapse Slump)
۱) واقعي يا حقيقي سلمپ (True Slump ): - په دا ډول سلمپ کې کانکرېټ يو شان او په سريښناکه توګه ناسته کوي . دا ډول سلمپ په ھغه مخلوطونو کې چې زیات مقدار میده دانه ولري رامنځته کيږي.
۲) قيچي داره سلمپ (Shear Slump): - په دا ډول مخلوط کې مخروطي جوړ شوی شکل ميلان لرونکي سطحې سره نيمايي قيچي او بله نمایي برخه یي حقیقي سلمپ په شان وي. داسې معاملو کې د سلمپ اندازه د سلمپ الې د پورتني سطحې څخه تر قيچي شوي سطحې تر منځ پورې اندازه کوو .
۳) بھیدونکي سلمپ(collapse Slump) : - په دا ډول سلمپ کې کانکرېټ په لويه سطحه خپور شي چې دا ډول پيښه ډير اوبجن مخلوط کې رامنځته کيږي .
د سلمپ ټسټ قیمتونه د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره
مخکې له دی، چې د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره د سلمپ ټسټ قیمتونه وپیژنو، په لنډ ډول د سلمپ ټسټ په اړه دا معلومات باید له ځانه سره ولرو.
په کانکريټو دا کیدونکی ساحوي ټسټ د کانکریټو د کاري وړتیا او په کانکریټو کې د موجوده اوبو د مقدار په اړه معلومات راکوي،
د ACI 211.1-91 کوډ په اساس د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره د سلمپ ټسټ قیمتونه
1. د سرکونو د کانکریټ ریزۍ لپاره یې قیمت (2cm—4cm) پورې.
2. د سلب، بیم او پایو لپاره یې قیمت (4cm—5cm) پورې دی، چې همدغه قیمت بیا د سرکونو د Curb، کانکریټي دیوالونو او د Prophet Walls لپاره هم پکار وړل کیږي.
3. د کانالونو د Bed PCC لپاره یې قیمت (7cm—8cm) پورې ده.
4. په تونلونو کې د کمان ډوله سلبونو او د غاړې دیوالونه لپاره، دغه قیمت (9cm—10cm) پورې ده.
5. د Mass Concrete لپاره یې قیمت (2.5cm—5cm) پوری.
Razmohamad Shirzai