لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل…

د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل

ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:
- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې سر کیښود سترګې پټیدې چې یو درز شو، موټر څنګ ته ودرید، ملا صیب ښکته شو، شاوخوا یې وکتل بیرته راغی د موټر له کړکۍ یې سر دننه کړ ویې ویل:
- ټایر پنچر شوی ده، او سټیپني هم نشته!

ملاصیب بیرته موټر کې کیناست ویې ویل:
- ویده شئ! بله لاره نشته باید په تمه شو ترڅو شپه سبا شي دلته د پنجر جوړولو لپاره څوک د ورځې لا نه پیدا کیږي.

ټول ویده وو خو فاطمې ژړل، سلیمان پرې را ویښ شو زړه نا زړه یې وویل:
- وږې شوې یې؟

فاطمې هیڅ ونه ویل، شیبه وروسته سلیمان بې له دې چې شور جوړ کړي له موټر ښکته شو فاطمې ورو وویل:
- چیرته ځې؟
- ژر راځم

د سړک شاوخوا په باغونو او ونو پوښل شوې وه، سلیمان یوه باغ ته ولاړ د موبایل څراغ یې بل کړ شاوخوا د مڼو ونې تر سترګو کیدې څو مڼې را وشکولې غلی بیرته د موټر خوا ته روان شو، د فاطمې سترګې په پټیدو وې چې د موټر د دروازې اواز را ویښه کړه ویې ویل:
- څه دې کول، چیرته تللی وې؟

سلیمان څو مڼې ورکړې ویې ویل:
- دلته همدا پیدا شوې د پرون شپې راهیسې دې څه نه دي خوړلي وخوره
- نه زړه ته مې نه کیږي

سلیمان له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- که دې مور درکړې وای بیا دې هم داسې ویل “ چې زړه ته مې نه کیږي”؟ ته دې مور ماته امانت پریښې یې هیله کوم زما لپاره نه د مور لپاره دې دا ومنه چې اوس ستا بې له ما څوک نشته.

فاطمې په ژړغوني غږ وویل:
- ته خو به هم ما نه پریږدې؟
- ته زما میرمنه یې، زه چې د خپل بهرني ملګري لپاره خپل ځان د مرګ خولې ته ورکوم ته یې سوچ کولای شې ستا لپاره به زه څه کولای شم؟

فاطمه غلې شوه، دوې مڼې یې واخیستې، یوه یې سلیمان ته ورکړه ویې ویل:
- ښه خو دا یوه ته وخوره

سلیمان مُسک شو، مڼه یې وخوړله…

خوب، ګیډه، او وخت چاته صبر نه کوي، ورځې بیا پر ځمکه د رڼا څادر خور کړی ؤ، کابل ته د تلونکو موټرو اواز فاطمه له خوب را ویښه کړه شاوخوا یې وکتل سلیمان باندې یې غږ وکړ:
- اې ویښ شه، سهار شوی دی.

سلیمان ویښ شو سترګې یې ومږلې شاوخوا یې وکتل انډریو ویده ؤ خو ملا صیب نشته ؤ، سلیمان په بیړه له موټر ښکته شو شاوخوا ځایونه یې وکتل خو ملاصیب پیدا نشو، نیم ساعت تیر شو له لیرې یو کورولا ډوله موټر ته سترګو کیدو ورو ورو را نږدې شو او څنګ ته ودرید، ملاصیب له موټر ښکته شو ټایر یې په لاس کې ؤ سلیمان ته یې وویل:
- څنګه دې رنګ ژیړ اوښتی؟
- هیڅ ملاصیب په اندیښنه دې وو چې چیرته تللی یې
- ههه! سهار وخته د ولسوالۍ بازار ته ولاړم پنچر مې جوړ کړ
- آه ملاصیب! زموږ سره په عذاب شوې

ملاصیب څه ونه ویل جیک یې را واخیست موټر یې پورته کړ ویې ویل:
- کله له یوه اړمن سره مرسته وکړه، هغه د آرام ساه کې ۱۰۰٪ حلال آکسیجن شتون لري

شیبه غلی شو، بیا یې وویل:
- ترټولو لوی مذهب انسانیت دی، زه ښه پوهیږم له تاسره یو کافر هم دی خو زه بیا هم مرسته درسره کوم، ځکه دې هغې ګناه نده په همداسې یوه ټولنه کې پیدا شوی دی.

دې ټایر دوه نټونه یې وتړل بیا یې وویل:
- هغه څه وايي؟ هو! “ که تاسو غریب زیږدلي یاست دا ستاسو غلطي نه ده، که غریب مړه شوئ ستاسو غلطي ده ” خودا دا جمله مې لکه چې غلطه وویله خو مطلب مې دا دی چې موږ مسلمانان یو ځکه په مسلمانه ټولنه او کورنۍ کې زیږدلي یو خو دی هم په داسې یوه بل مذهبې ټولنه کې زیږیدلی له ماشومتوبه همغه څه ویني چې کورنۍ یې ور زده کړي دي، کیدای شي د اسلام په لیدلو خپله پوه شي او مسلمان شي.

سلیمان مُسک شو ویې ویل:
- هو ملاصیب! ډیرې خوږې خبرې کوې
- حقیقت تل خوږ وي

ټایر وتړل شو انډریو هم له خوبه پاڅیدلی ؤ، موټر حرکت وکړ…

ګړۍ وروسته ملاصیب وویل:
- دا د ټوپ دښته ده، نور کابل دومره لیرې نه دی، خپل حجابونه ایسته کړئ

شیبه وروسته مُسک شو بیا یې وویل:
- صرف تاسو دواړه یې ایسته کړئ، د ښځې زیور خو حیاء او حجاب دی

سلیمان انډریو ته وویل چې حجاب ایسته کړي، شیبه وروسته ملاصیب وویل:
- په دې بهرني به دې نه ایسته کولو، کابلیانو ته به مو ځان ښودلو چې ملا صیب خو ښه دنګه ښځه کینولې مخ سیټ کې، هههه! ټوکې کوم

سلیمان او فاطمه په خندا شول…

وخت په تیریدو ؤ، ګړۍ وروسته کابل ته را ورسیدل، ملا صیب وویل:
- ځئ نو لخیره کابل را ورسیدو ما خپله ژمنه پوره کړه

سلیمان له ملاصیب ډیره مننه وکړه، او دې پاتې کیدو ټینګار یې وکړ خو ملاصیب بیرته روان شو…

کور ته راغلل، انډریو مېلمستون ته ولاړ او سلیمان له فاطمې سره کورته لاړ مور یې کالي وینځل یو دم له پاڅیده ویې ویل:
- وۍ زویه! شکر چې راغلې موبایلونه دې هم کار نه کولو، له اندیښنې مې یوه شپه خوب نه دی کړی… او دا انجلۍ څوک ده؟

سلیمان بې باکه وویل:
- اینګور دې ده.

مور یې تندی تریو کړ، سلیمان وویل:
- ولې غوصه شوې؟

بیرته مُسکۍ شوه ویې ویل:
- په یوه ښهٔ زوی کورنۍ هیڅکله نه غوصه کیږي

مور یې نږدې ورغله ویې ویل:
- نوم دې څه دی؟
- فاطمه
- زه لور نه لرم، نور مې ته لور یې چې د خواښې فکر راته ونه کړې
- ښه خاله..
- خاله نه! مور راته وایه

فاطمه مُسکۍ شوه، خو زړه یې لا تش نه ؤ، په نه زړه یې وخندل…

مازدیګر ؤ، سلیمان د انډریو لپاره د تللو ټکټ وکړ 
انډریو لاړ… سلیمان خپله پښتو او افغانیت وپاللو انډریو یې د سر په بیه بیرته تر خپل منزل را ورسولو، ۱۴ ورځې تیرې شوې تازه تازه د فاطمې پر شونډو حقیقي مُسکا ګل کړی ؤ، خو د انډریو ویډیوګانې او د یوه افغان د غیرت کیسې او ملګرتیا په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدې، څوک پوهیدل چې داسې ناندرۍ به جوړیږي، د سلیمان لپاره د باندې وتل هم سخت شوي وو د خلکو خولې چیرې څوک پتولای شئ

- د اګسټ ۱۸ نېټه

د کابل له سقوط درې ورځې تیرې شوې وې، سلیمان د مهاجرت لپاره په کافي اندازه مدارک درلودل او چاره نه وه بې له دې چې وطن پریږدي د اګسټ په ۱۸ مازدیګر له فاطمې سره هوایي ډګر ته ولاړ خو دننه کیدل ستونزمن ښکاریدل فاطمې وویل:
- زه ویریږم راځه بیرته کورته لاړ شو کله چې دا ګڼه ګوڼه ختمه شوه بیا به لاړ شو

سلیمان ورسره ونه منله فاطمه یې له لاس ونیوله او په ګڼه ګوڼه کې هوایي ډګر ته دننه شول، ګړۍ نه وه تیره چې یوه لویه الوتکه راغله د خلکو په منځ کې شورماشور او ګڼه ګوڼه جوړه شوه، له دوی وغوښتل شول چې میرمنې یو قطار او نارینه د بل قطار کې راشي، فاطمه زړه نا زړه بل قطار ته ولاړه، څو شیبې وروسته ټول الوتکه کې کښیناستل الوتنه ترسره کیده چې یوه عسکر وویل:
- دا الوتکه دې دومره کسانو وړلو توان نه لري هیله کوم یو څو کسان ښکته شئ

هیڅوک نه وو حاضر چې له دومره سختۍ وروسته دې بیرته شاتګ وکړي بهرني عسکر اړ شول په زوره کسان ښکته کړي…

د ښکته شویو کسانو په منځ کې یو سلیمان ؤ چې بې زړه فاطمه په الوتکه کې ترې ولاړه او لارې یې جلا شوې…

د سلیمان دې زړه زور ختم شوی ؤ، یوې څنډې ته ناهیلی کښیناست د هوایي ډګر په منځ کې شپه پرې سبا شوه د یوه ماشوم په چغو له خوبه را پاڅیدو رنګ رنګ غږونه تر غوږ کیدل:
- مادرم کجاست؟
- مور مې چیرې ده؟
- زوی مې چیرې ده؟
- بچه ی مره ندیدین؟

سلیمان له ژور خفګان سره مخ ؤ، د څه اوریدلو او ویلو توان یې نه درلود، د ورځې ۱۰:۰۰ بجې وې یوه بله الوتکه راغله خو د سترګو په رپ کې ډکه شوه، الوتکې حرکت کولو چې یوې میرمنې غږ کړ:
- فاطمه دخترم!

سلیمان له ځانه سره وویل:
- فاطمه!

بې باکه یې د الوتکې په لور منډه کړه، له کوښښ وروسته د الوتکې په وزر پورې ونښت، الوتکه هوا ته پورته شوه د سلیمان عصبي روغتیا ښه نه وه ساه یې ماته ماته کیدو د لاندې یې وکتل، په سترګو یې تیاره شوه، او را ولویدو…

پای!