زه څنګه مطالعه کوم

K
Ketabton
Author
Jul 08, 2020
5 years ago
5,039 views
زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست.

خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې له کتاب سره ستړی کېږم، خوند نه راکوي او کله کله ځان ترې غړوم، ځکه ځینې کتابونه شته چې په هېڅ ډول يې سړی نه شي لوستی او تر لوستلو يې نه لوستل غوره دي، خو دا معلومات هغه وخت درته کېږي چې تر دې وړاندې مو ښه ډېر کتابونه لوستي ‌وي، نو بیا کولای شئ ارزښت لرونکی کتاب وپېژنئ.

اووه اته کاله کېږي پرله پسې او منظمه مطالعه کوم، اوس نه يوازې دا چې له کتاب هېڅ نه ستړی کېږم بلکې له مطالعې او معلوماتو يې خوند اخلم او دا چې که کومه ‌ورځ مې کتاب نه وي لوستی يو ډول د ناارامۍ احساس کوم او داسې وم لکه کوم اړين کار مې چې نيمګړی پرېښی وي.

اوس مې خپل بستر، کاري چاپېريال او استوګنځی ټول داسې تنظيم کړي چې د کتاب اسانتيا پکې ضرور شته، هره لحظه چې مې زړه وغواړي کتاب لوستی شم او له مطالعې خوند اخيستی شم. ان تر دې چې ګرځنده مبایل مې هم له سلګونو ټوکه سافټ کتابونو ډک کړی.

پخوا مې هر ډول کتابونه لوستل او ډېر مې هغه کتابونه لوستل چې بل چا به يې ښېګڼې راته بيان کړې، یا به يې راته ډالۍ کړ، خو اوس هر ډول کتاب نه لولم. لومړی د کتاب عنوان ته تر ځنډه تم کېږم، څوک چې ډېره مطالعه وکړي؛ ښه کتاب له عنوان څخه معلوموی شي. بيا يې د لړليک عنوانونه ښه په غور ګورم چې د کتاب نيمايي موخه او منځ پانګه دلته معلومولای شو.

کتاب مې چې خوښ شي لومړی يې سريزه خامخا لولم بیا د ټول کتاب مطالعې ته ځانګړی وخت په پام کې نیسم او په دې خو به مې لا له وړاندې غور کړی وي؛ چې ولې دغه کتاب لولم؟

د کتاب د مطالعې له پيل سره سم، په عنوان کې ور ننه وزم، مخ کې تر دې چې په بيړه د عنوان توضیح ته لاړ شم، تر ځنډه پورې بايد عنوان له ځان سره تحلیل او تجزیه کړم او خپل اخځ بايد ترې ولرم.

چې څنګه مې د عنوان په لوستلو پيل وکړ، نور د مطالعې د لومړیو کلونو غوندې د کتاب پاڼو ته حساب نه کوم چې څو پاڼې مې ولوستې. له هرې جملې او پاراګراف سره د موضوع اړوند انځورونه ذهن ته راولم؛ په کومه کرښه او پاراګراف چې پوه نه شم، په بیا بیا يې لولم، که بیا مې هم مطلب ترې وانه شو خيستی نو پنسل خو به د مطالعې پر وخت خامخا راسره وي، ګونګې کرښې نښه کوم، په اړه يې له ملګرو او استادانو مرسته غواړم.

دا چې کتاب مې تر پوره غور وروسته د مطالعې لپاره ټاکلی نو هېڅ کله يې په نيمايي کې نه پرېږدم.

د هر عنوان په پای کې کتاب بندوم او نښه پکې پرېږدم؛ په لوستل شوي عنوان د پنځو شپږو دقيقو لپاره له ځان سره فکر کوم، تحلیل او تجزیه کوم يې، که يې اړتیا وه عنوان بېرته له سره مطالعه کوم.

د کتاب په پای کې چې مطالعې به يې خامخا څو ورځې نيولې وي، ټول کتاب ارزوم او د يوې ليکنې په ترڅ کې يې په اړه خپلې اخیستنې کاږم او غورچاڼ ترې چمتو کوم.

که تاسو هم مطالعه کوئ خو له خپلې مطالعې څخه ناخوښ وئ، نو له سلګونو کتابونو لوستلو وروسته به مو دا ستونزه حل شي، پر کتابونو به مین شئ او له کتاب پرته ژوند به مو ستړی او سرګردانه وي.

دا خبره هر ځای کې کوم؛ کومه کوټه کې چې کتاب نه وي لکه کړکۍ يې چې نه وي، بې کتابتونه کور تیاره دی او په کوم ښار کې چې کتابتون نه وي لکه بې روحه جسد چې ولاړ وي، نو تاسې خپلو کوټو ته د کتابونو کړکۍ ور پرې کړئ او په بې روحه ښارونو کې د کتابتونونو په جوړولو سره ساه ګانې وچلوئ.

د ژوند د مثبت بدلون له پاره کتابونه مطالعه کړئ، څو مو سترګې رڼې او د خدای تعالی هستۍ په غړېدلو سترګو ووینئ!

د ښې مطالعې د حوصلې په هيله مو

د ۱۳۹۹لمريز کال د وږي ۱۱مه

کابل، افغانستان

Related Articles

Nov 25, 2021
2,718 views

د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!   هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک ا...

Dec 11, 2024
1,006 views

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه...

Apr 14, 2021
3,081 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې ليکنه کې به د انګلېسي ادب ځلانده ستوري توماس اليوت (T.S Eliot) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.   “د ژوند تېرېدلو ماته دا رازده کړل: انسانان معمولا هغه څه له لاسه ورکوي، چې د هغوی له درلودلو ډاډمن وي.” آيا عجيبه نه ده، چې انسان پخپل ژوند کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,428 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,074 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,823 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...