طالبانو ورونو ته د اشرف غنی په اړه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,399 views
طالبانو ورونو ته د اشرف غنی  په اړه

حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!
د افغانستان

حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!
د افغانستان  ولسمشر اشرف غني د اقتصاد پروفيسر او د دوه دکتورا لرونکی  چالاکه او هوښيار انسان وه!

ډاکټر غني د نړيوالو خلاف خپل ملي ځواک ته پټ امر کړی و، چې د طالبانو سره ونه جنګېږي، او پرېږدي چې طالبان ټول افغانستان په ارامه بې له جګړې ونيسي، او همداسې وشول، چې دې کړنې امريکا ، جرمني ، نړيوال او په ځانګړې توګه طالبان حيران کړل.

طالبانو سملاسي ارګ ته ځانونه ورسول، غوښتل يې چې څه اسناد تر لاسه کړي، خو هلته هيڅ اسناد نه وو، مانا په کاغذي شکل کې هيڅ اسناد  موجود نه وو، ځکه ۵کاله د غني حکومت د غني په امر ټول کمپيټري(ډيجيټل) کړي وو، لکه ملي امنيت، روغتيايي سيستم، بانکي سيستم او داسې نور.

د بل خوا ډاکټر غني د افغانستان ټوله پانګه چې ۹،۴ مليارده ډالره کېږي، د هېواد د نړيوال بانک اکاونټ ته لېږلې ده، ددې د پاره چې کنګل يې کړي، اوس د نړيوال بانګ لخوا کنګل شوه او طالبانو ته يې نه ورکوي.

امريکا هم ۳۷۰ميلونه ډالر چې د کورونا د ناروغۍ د مخنيوي مرسته وه، او همدارنګه ۵، ۶ ميليارده ډالر د پرمختيايي پروژو پر مخ بيولو په خاطر هم نه ورکوي.

نو اوس طالبان د پيسو د ورکولو د يو ستر بحران سره مخ دي، د افغانستان په بانکونو کې فقط دومره روپۍ دي، چې د يو څو مياشتو  بسنه وکړي، د افغانستان برق هم د تاجکستان دی، که پيسې ورنکړې هغه به هم بند شي.

د افغانستان بانکي سيستم ډېر عصري دی، ددې د پاره چې دا کاري سيستم فلج نه شي، طالبان خلکو ته په تلوېزونو کې او په هر ځای کې چغې وهي ، چې خپلو  دندو ته راشئ، ځکه ددې سيستم د پر مخ بيولو وړتيا طالبان نلري.

ډاکتر غني نړيوالو سره  داسې پياوړې د سترنج لوبه وکړه، چې نړيوال او طالبان پرې اوس پوهه شول، ددې په ځای چې جګړه ورسره وکړې، کومه چې د نړيوالو غوښتنه وه، اوس يې په عصري سيستم د خلکو واټن د طالبانو سره پيدا کړ.
لامل ددغه پياوړي سترنج دا و، چې نړيوالو دواړو لورو ته مرسته کوله، او نه يې غوښتل چې جګړه پای ومومي، غني نور د افغانانو بنسټونه نه نړول، او نه يې وينه تويدنه  خوښېده، چې خپله يې هم په يوه ليکنه کې  د فېسبوک له لارې همدا څرګندونې کړې دي.

اوس طالبان زيار باسي، چې نړيوال پاتې کړي، تر څو ورته مالي مرستې وکړي، او د بل خوا طالبانو نړيوالو ته ويلي وو" چې ښه حکومتولي کولای شي" ، چې داسې بيلکول نه ښکاري، ځکه  دوی ددغه عصري حکومتولۍ وړتيا بېخښې نلري.

لوستی افغانان ترې په تېښته دي، طالبان کوشش کوي، چې دوی په هېواد کې پاتې کړي، خو دلته يو بله ستونزه ده، چې ددغه لوستې کهول نيمايي ښځې دي، چې په دغه عصري سيستم پوهېږي، او هغوی سره هم دوی ستونزې لري.
مانا دا چې طالبان يوې بلې جګړې ته داخيل شول، اوس مالومه نه ده چې دا جګړه به وګټي او که نه، دې ته به وخت ځواب ووايي.

ښه راغلاست ! طالبانو ۲۱مې  عصري پېړۍ ته.

ليکنه د منبع د نه ښوولو په شرط د جرمني ژبې څخه د افغانانو کلتورې ټولنې لخوا ژباړل شوې ده

ما چیغې کړې ما وژړل خو زړه هغسې دروند دی.
خالقه! بې وسي دې وای، خو دومره ډېره نه.😭
؟

 اشرف غني د اقتصاد پروفيسر او د دوه دکتورا لرونکی  چالاکه او هوښيار انسان وه!

Related Articles

Jan 07, 2025
1,035 views

The politics of Attention

د پام سیاست یا Attention Politics  عمران اختر  د پام سیاست یا Attention Politics په اوسني ډیجیټلي عصر کې یو مهم مفهوم دی چې د سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي اهدافو لپاره د خلکو د پام راجلبولو هڅې منعکسوي. دا مفهوم د ډېری هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغا...

Jul 08, 2020
4,168 views

د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

انسان ذاتاً داسې یوه ځانګړنه لري،چې دِ هر ډول حالاتو په وړاندې ځان عیارولای شي که هرڅومره یې ژوند سخت شي طبعتاً دا سختي ورته د زغم وړ تمامیدای شي په اوسنیو زړه تنګو شېبو کې ډېری ځوانان وینم،چې یو ډول نهیليو او ستونزو پسې اخېستي؛ ددې لپاره،چې له خپل ژ...

Jan 15, 2022
1,639 views

کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,446 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,834 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...