انټرویو په اړه ځینی لارښونی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,328 views
انټرویو په اړه ځینی لارښونی

د ځینو ملګرو په غوښتنه دا ځانګړې لیکنه يو ځل بیا خپروم.

د انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښووني
#لومړۍ پوښتنه
د ځان په اړه که مو راته ووېل؟
ځواب:
• خپل د نوم څخه يې پيل کړئ
• د خپل استوګنځی په اړه معلومات ورکړی
• د خپل تعليم په اړه لنډ ټکي وړاندي کړی
• د خپلو تېرو دندو په اړه لږ معلومات ورکړی که مو تر سره کړي وي
• د خپل کورنۍ په اړه لنډ وضاحت ورکړی
بـــــېلـــــګــــه:
زما نوم منظوراحمد (دانش) دی، د کندهار ولاېت په اوومه ناحيه کي استوګنه لرم. د لسانس تر کچي مي په اداره او پاليسي کي زده کړي تر سره کړي دي، اوس مهال د امريکا د کاليفورنيا ايالت د UoPeople انلاين پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځۍ محصل يم. په بېلابېلو ځايونو کي مي اوږدمهاله او لنډمهاله دندي تر سره کړي دي، په مالي اداري او تخنيکي (IT) چارو کي څه باندي شپږ کلنه کاري تجربه لرم. زه مي له خپلي کورنۍ سره د کندهار ښار په اوومه ناحيه ميرويس مينه کي اوسېږم.

#دوهمه پوښتنه
ولي غواړې دنده دي تغير کړې؟
ځواب:
• دا چي د مخکينۍ دندي څخه مو څه زده کړي لنډه تشرېح ورکړئ
• د دندي د تغيرولو علت مو بيان کړئ
• د خپل راتلونکي موخي مو بيان کړئ
بـــــېلـــــګــــه:
زه مي له خپل مخکيني کارځای څخه نړۍ مننه کوم، ځکه چي نوموړي ادارې زما د وړتياوو په جوړولو کښي هر اړخيزه هڅي کړي دي. زما په آند هر کس د خپل راتلونکي د جوړولو او د خپلو کاري وړتياوو د لا پراختيا په موخه اړ دی تر څو په بېلابېلو ځايونو کي دنده تر سره کړي، ځکه نو زما د پوهي د ډېرښت، مالي ځواکمنتيا او ځاني ډاډمنتيا لپاره ستاسو اداره تر ټولو غوره ټاکنه ده.

#درېمه پوښتنه
ستاسو پياوړتيا په څه کي ده؟
ځواب:
• د کاري چاپېريال سره توافق او همغږي
• د سخت او درانه کار په وړاندي د درېدلو وړتيا
• ايمانداري او امانت داري
• د حالاتو سره د ځان برابروونه
• آزاد خياله او مثبت ګرايه
• ژر تصميم نيونه
• د دندي په تړاو د ځان هڅوونه
بـــــېلـــــګــــه:
که په ځان ښودنه کي ونه شمېرل سي نو ځان راته ايمانداره، خپل ځان پخپله هڅوونکی، د سخت او درانه کار توان لرونکی او د خپل کارځای او کاري ډلي په وړاندي آزاد خياله او د هر ډول تعصب او کرکي څخه خلاص ايسي. 

#څلورمه پوښتنه
ستاسو نيمګړتياوي کومي دي؟
ځواب:
• رډ او حاضرجوابه يم
• بې حوصلې يم
• ډېر حساس يم
• ډيري خبري کوم
• پر خلګو ډېر ژر باور کوم
• کله چي ملګري مرسته وغواړي نو هيڅکله يې ناهيلي کولای نه سم
• ډېر ژر تصميم نيسم
• کله چي نابلدو ته خبري کوم نو زياتره وختونه غوسه کېږم
بـــــېلـــــګــــه:
کله چي راڅخه کوم کس مرسته وغواړي نو ناهيلي کولای يې نه سم او له هغه چارو سره چي مينه نه لرم په ډېر ځنډ او خنډ سره يې مخ ته وړم.

#پنځمه پوښتنه
د معاشاتو په اړه څه نظر لرې؟
ځواب:
• د لومړۍ دندي پر مهال هيڅکله پر معاش ټينګار مه کوی
• که په همدې دنده کي مخينه (تجربه) ولری بيا نو کولای سی يو څه چنې ووهی
• د دندي په تړاو د کمپنۍ د نورمونو (قوانينو) په وړاندي تل مثبت فکر ولری او هر قانون ته يې ښه راغلاست وواياست
بېلګه:
دا زما لومړۍ دنده ده، ځکه نو زما لپاره معاش لومړنی غوراوی نه دی. ستاسو کمپنۍ به زما د مهارتونو او وړتياوو په جوړولو کي رغنده رول ولري او غواړم د دې موقع څخه په غوره توګه ګټه پورته کړم. څرنګه چي پيسې پر هيچا هم ډيري نه دي ځکه نو زما د توانايي او ظرفېت په تناسب ستاسو څخه د وړ او مناسب معاش هيله لرم تر څو د خپلي کورنۍ ورځني اړتياوي ورباندي پوره کړای سم.

#شپږمه پوښتنه
د راتلونکي لپاره مو موخي څه دي؟
• اوږد مهاله موخي
• لنډ مهاله موخي
بېلګه:
زما لنډمهاله موخه داده تر څو په يو داسي سازمان کي دنده تر لاسه کړم چي خپلي وړتياوي پکښي په کار واچوم او خپل راتلونکي ژوند ته يو څه نور هم ور زيات کړم. او اوږدمهاله موخه مي داده چي په همدې سازمان کي يوه ورځ پر يوه لوی او عزتمن پوسټ باندي وګمارل سم.

#اوومه پوښتنه
ولي باېد تا وګمارو؟
ځواب:
• چي خپله پوهه د نورو سره شريکه کړم
• چي کاري تجربه تر لاسه کړم
• چي د دندي په تړاو مهارتونه قوي کړم
• چي خپلو راتلونکو موخو ته ورسېږم
بېلګه:
ښاغلې، زه په دنده تازه پيل کوم، ما هر څه نظري لوستي دي، مګر باور لرم چي د خپل کارځای لپاره به زياته خواري ګالم او د خپلي ادارې هر اړخيز پرمختګ ته به لومړيتوب ورکوم. په خپلي رښتينولۍ سره به د آمر له لوري راکول سوي دندي په غوره توګه پر ټاکلي وخت سرته رسوم.

#اتمه پوښتنه
ولي غواړې زموږ سره دنده تر سره کړې؟
ځواب:
• د کمپنۍ په اړه چي مو هر څه خوښ وي هغه بيان کړئ
• همدا خپله خوښه مو د خپل راتلونکي سره وتړی
بېلګه:
ښاغلې، هر څوک غواړي چي ستاسو د کمپنۍ غوندي په يوه مشهوره او بريالي سازمان کي دنده ولري، کله چي مي د دې دندي په اړه ستاسو اعلان وليد ځکه مي نو وپتېل چي ستاسو د لوري غوښتل سوي معيارونه او وړتياوي به مي پوره کړي وي او وبه توانېږم تر څو
د کمپنۍ په پرمختګ کي خپله پوهه او تخنيکي مهارتونه په کار واچوم.

#نهمه پوښتنه
په اخيره کي، زموږ څخه څه پوښتنه لرې؟
ځواب:
• د انټرويو اخيستونکي څخه مننه وکړئ
• د معاشاتو د پروسې په اړه وپوښتی (څومره معاش دی؟ هفته وار دی؟ ساعت وار دی؟ مياشتانه دی؟........)
• د دندي د کاري وختونو په اړه پوښتنه وکړی (سهار دی؟ ماښام دی؟ نيمه ورځ دی؟ مکمله ورځ دی؟............)
• د دندي د موقعېت په اړه پوښتنه وکړی (په ښار کي دی؟ ولسوالۍ کي دی؟ لمر ته دی؟ سايې ته دی؟.............)
• د اضافه کارۍ په اړه وپوښتی
• د ټرانسپورټ په اړه وپوښتی
بېلګه:
دا چي ماته مو د مرکې لپاره وخت راکړ ستاسو څخه نړۍ مننه کوم. ښاغلې، غواړم د دندي د وخت، د ټرانسپورټ د اسانتيا، د دندي د موقعېت او د دندي لپاره د ټاکل سوي معاش په اړه پوه سم. هيله ده چي خپل معلومات ونه سپموی.

يادونه: پر شريکولو يې مصرف نه راځي!

مننه

ليکنه: منظوراحمد (دانش)

Related Articles

Mar 15, 2021
2,215 views

بابای موسیقی؟!

بابای موسیقی؟! مصطفی عمرزی بیایید مساله را از یک زاویه ی دیگر نیز بررسی کنیم. چون در برابر پشتون ستیزی ها بسیار حساس استم، زاویه ی این مساله را در این مسیر، قرار می دهم. در کتاب «ناشناس ناشناس نیست» با اوصافی که آن پیرمرد بی چاره را پیامبر می ساختن...

May 23, 2021
2,045 views

ناقل و منقول

ناقل و منقول مصطفی عمرزی به باور اکثر افغان های فعال در عرصه ی سیاست و اجتماع، اگر ضعف های آشکار بعضی از به اصطلاح رهبران ما نمی بود، مسایلی به اهمیت ملی، متنازع نمی شدند تا در بازار آن، جلوتر از همه، بعضی از به اصطلاح نماینده گان ما ابله شوند و با...

Jun 02, 2023
1,180 views

یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې

د یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې!ژباړه: طارق تسل۱. خلکو ته دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا مه ورکوئ!۲. کله چې درته شک پیدا شو؛ د تحقیق لپاره یو بل قدم هم پورته کړئ!۳. پر خلکو رشخند مه وهئ!۴. د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,743 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,142 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,030 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...