To start downloading books

Please sign in or create an account.

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.

 ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل
 په اندونیزیا کې نوې واده شوې جوړه باید درې ورځې له دستشويئ څخه ګټه وا نخلي. دوی باور لري، چې که کومه جوړه دا کار وکړي نو ټول عمر به بدبخت وي. حتی دوی د کورنۍ له خوا هم تر څار لاندې وي، چې دا کار و نه کړي. له همدې امله ورته ډوډۍ هم کمه ورکوي.

 ۲. په ماسائو کې خلکو ته ښه راغلاست
 که څه هم د نړۍ په اکثرو سیمو او هېوادونو کې د لاړو تو (تف) کول لوبه بې ادبي بلل کېږي خو په ماسائو هېواد کې د چا د ښه راغلاست لپاره د لاړو تو (تف) کول د ډېر احترام معنی ورکوي. کله چې روغبړ کوي پر لاس لاړې تو کوي. دا کار حتی د تازه پيدا شوو ماشامونو او نوي واده شوې جوړې سره هم کوي. دوی دا کار نېکمرغي بولي.

 ۳. زېړ ګل
 نږدې ټوله نړۍ کې د ګل ډالۍ کول د مينې لپاره وي. خو په مکزیک کې خلک له ژېړ ګل څخه کرکه لري او هېڅکله چاته زېړ ګل نه ډالۍ کوي. دوی له ژېړ ګل څخه د مړاوي او یا هم د مړه کېدو معنا اخلي.

 ۴. ناوخته رسېدل
 د وینزویلا خلک دا بده نه ګڼي چې یوې کارې جلسې او یا هم ماښامنۍ ته ناوخته ورسېږي. دوی له کم سرعته خوند اخلي. که دا ناسته او غونډه هر څومره مهمه هم وي دوی یې جدي نه ګڼي. په آرامه او وروسته مجلس ته راځي.

 ۵. له کړکۍ څخه د لوښو غورځول
 نوی کال تقریبا د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې نمانځل کېږي. ددې ورځې نمانځل بیا په جنوبي افریقا کې بېخي په زړه پورې دی. ځايي خلک د نوي کال نمانځلو لپاره د کور لوښي او ځينې نور توکي د کړکيو له لارې کوڅې ته غورځوي. دا کار د پوليسو لخوا هم څارل کېږي تر څو وګړو ته په کې زیان و نه رسول شي.

 ۶. شیطانان
 د هسپانيې په شمال کې خلک د (El Colacho) په نوم یو ځانګړی رواج لري. دوی نوې زېږېدلي ماشومان په یوه ټوټه کې تاووي او کوڅه کې پرېږدي. وروسته ځينې نارینه چې ځانونه يې د شیطانانو په شکل جوړ کړي وي ددوی له څنګه تېرېږي. دوی وايي له ماشامونو شیطانان ولاړل او اوس به ښه انسانان لويېږي.

Related Articles

دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ!.

لیکنه: شکېبا نادري، دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوئ!   موږ ټول په دې پوهېږو چې په ګډ ژوند کې ټولې کړنې د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ګډه ترسره کېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې ځینې ښځې په خپل خاوند او یا ځینې خاوندان  په خپلو ښځو احسان کوي، وایي ټول کارونه زه کوم، ته ولې بې پروایي کوې او داسې نور خبرې کوي، خو دا کړنې بېخي غلطې دي. په...

نصیب (قسمت)

وايي چې بېړۍ ډوبه شوه. له يوه کسه پرته نور ټول مسافر اوبو لاهو کړل. دغه کس هم هسې د تصادف له مخې په يوه داسې تخته باندې سپور پاتې شو، چې تېز باد یوه ټاپو ته ورسوله. په ټاپو کې بل بنیادم نه و. ده په ډېرو خواريو ځان ته جونګړه جوړه کړه او بیا په وحشي مېوو يا داسې بل څه پسې ووت، چې ويې خوري، څو ماښام مهال چې راستنېده، جونگړه يې وليده چې اور ورباندې بل...

افسانچه ( جرأت) . ليک محمد الياس

خلقو ته ښه پته وه چې د ھغوئ د جمات امام داسي کس دے. چي په خيټه‌کښې ئې حرام پراته دي او مونځ پسې نه کيږي خو بيا به هم په دے سخته يخنۍ کښې خلقو اودس اوکړو او شاته به پسې اودريدل. هسې به ښکته بره شوه ځان به ئې هم ستړے کړو او خپل قيمتي وخت به ئې هم ضائع کړو.. ما ورته ډير اووئيل چې ھندو که ځان ډير ستړے کړي خو بيا تري هم خدائې ناراضه وي -خو د افسوس خبره...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...