له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 14, 2023
2 years ago
1,135 views
له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل

په انګلیسي کې د لیکلو مهارت مو لوړ کړئ!
له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل یو څه ستونزمن کار دی او زمونږ ځوانان په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري. دا ستونزې ډېرې د ژبو د ګرامر له اړخه وي ځکه املايي ستونزه د کمپیوټر پروګرامونه په اتومات ډول اصلاح کوي. 
دا چې د انګلیسي ژبې، غیراصلي کارونکي ډېر دي، له همدې امله ورته ګڼ شمېر پروګرامونه چوړ شوي تر څو پرې لیکل شوی متن اصلاح کړي. په دې ډله کې د Turnitin, ProWritingAid, او Grammerly سافټویرونو ته اشاره کولای شو چې له ګرامر پرته کاپي شوی متن (plagiarism) هم پېژني. دا ډول نور سافټویر هم شته چې په اڼټرنټ د لاسرسي وړ دي. د plagiarism ستونزې د حل لپاره بیا Quillbot ګټور دی او تاسې ته د کاپي شوې متن، اصلاح شوې بڼه (Paraphrase) وړاندې کوي. 
خو دا ستونزه غیر له انګلیسي، په نورو ژبو کې پر ځای پاته وه. همدا علت و چې په وروستیو کې https://languagetool.org/ له انګلیسي پرته ۲۰ نورې ژبې تر پوښښ لاندې راوستې. د دې ویبپاڼو په مرسته تاسې کولای شئ، انګلیسي، آلماني، هسپانوي، یوناني، روسي، ...... او حتی فارسي ژبې لیکل شوی متن اصلاح کړئ. همدارنګه که چېرې، په خپل انټرنټ بروزر کې د grammerly یا ProWritingAid اکستنشنونه وړیا انسټال کړئ، د اېمېل یا نورو لیکلو په وخت به ستاسو غلطي په اتومات ډول په نښه کوي او د اصلاح وړاندیز به درته کوي. د اسانتیا لپاره یې لینکونه هم لاندې درسره شریکوم.
https://www.grammarly.com/
https://languagetool.org/
https://quillbot.com/
https://www.turnitin.com/
https://prowritingaid.com/

2020

https://twitter.com/assemmayar1

استاد محمد عاصم مایار

 

______________________________
نوټ 2023
د پورتنیو ټولو اپلکېشنونه او ویبپاڼو کار اوس يواځې چټ جي پي ټي کوي. فقط ستاسو د لیکنې پورته ولیکئ چې لاندې متن اصلاح کړه یا بل هر ډول بدلون چې ستاسو خوښ وي درته په کې راولي.
www.twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Aug 26, 2021
3,452 views

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟  جواب:  دا نو د الله تعالی خوښه وه چې قرآن کريم په عربي ژبه کې نازل کړي. بله دا چې د قرآن د نزول په زمانه کې عربي ژبه په ژونديو ژبو کې يوه وه، د حجاز  او خواو شا سيمو د خلکو ژبه وه. پر کوم شخصيت چې قرآن نازل ش...

Jul 08, 2020
5,068 views

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست. خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې...

Jan 09, 2021
4,532 views

په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هاضمي سیستم فعالیت ته په پام سره هېڅوک ددې دستګاه پر اهميت سترګې نه شي پټولی. د بدن د نورو اکثرو برخو روغتيا د معدې او د هاضمۍ سیستم له روغتيا سره تړلې ده. یعنې که تاسو د معدې تکلیف پيدا کړئ نو لرې نه ده، چې په ډېرې چټکۍ سره پر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,199 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...