دا سړي چاک فيني نوميږي. هغه د Duty Free بنسټ ايښودونکو دي. هغه 7,6 مليارده ډالر سرمايه لري. هغه 88 کلن دي. هغه موټر نلري.هغه په طياره کې په اقتصادي تکت سفر کوي. هغه يو کرايي اپارتمان کي ژوند کوي. هغه يو 15 ډالرو ساعت، څو جوړه ارزانه جامې لري. هغه په خپل پلرني ټاټوبي ايرلينډ کې داسې ګرځي چې يو عادي توريست سره يي توپير مشکل دي. هغه د رسټورانټ څخه خپل کور کې ډوډۍ خوړلو ته ترجيح ورکوي. هغه خپلې جامې خپله خياط ته وړي او تکسي يا ميټرو کي سفر کوي
پدې خبرو سره به ستاسو ذهن ته راشي چې هغه يو خسيس او بخيل انسان دي ليکن داسې نده!
هغه تير ديرش کاله تر شپږ مليارده ډالر خيريه کارونو لپاره ورکړي ، هغه دغه پسې په استراليا ،جنوبي افريقا ، ويتنام او ايرلينډ او نوره نړي کې د تعليم ، صحت او اقليمي حادثاتو برخه کي مصرف کړي
هغه نه يواځې چې پيسو سره شوق نلري همدارنګه د شهرت شوقي هم ندي. هغه د خيره کارونو لپاره د ميلياردونو ډالرو مصرف تر څنګ کوښښ وکړ چې ناشناس پاتې شي، هغه دغه کار 15 کاله په برياليتوب تر سره کړ او هیڅ څوک د هغه له خيره کارونو خبر نه ول. وروسته افشا شو ليګن هغه بيا هم خپل متواضعانه چلند د لاسه ورنکړ. هغه په 2012 يواځې پنځه مصاحبې ترسره کړي
فيني خپل تجارت له صفر څخه پيل کړ او هغه په ډير کم وخت کي وکړاي شو چي 27 هيوادونو 200 کارمندانو په شمول شرکتونه جوړ کړي چې زياتره ګټه يي خپل خيره بنسټ ته ورکوي
The Atlantic Philanthropies
هغه وايي:
ډير خوند راکوي چې مرستې وکړم او د خپلو مرستو په نتيجه کي د انسانانو آرامش راته ډير لذت بخشه دي ، هغه زياتوي: دا منطقي نده چې پيسي په بانکونو کي پريږم او يوه سرمايه داره طبقه پري خپلي ګټي وکړي!
نو محترمو وروڼو:
چې په يوه ټولنه د انساني اقدارو او ارزښتونو د احترام لپاره دومره بي باکه افراد لري هغوي سره مقابله اسانه مه ګڼي!
اسلام د انساني اقدارو او ارزښتونو احترام او قدر تر ټولو لوړ کيفيت او مقام دی چي کله مونږ په اسلامي نړي کي له فيني څخه لوړ افراد ونلرو د اسلام په نامه دروغجنو ډرامو به خلک نور هم له دين څخه زړه تورن کړو!!
Related Articles
هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.
لېکنه: شکېبا نادري، هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدئ. زموږ ژوند او بدن د اللهﷻ لخوا هغه راکړل شوې ډالۍ ده چې تل باید ترې ساتنه وکړو. زموږ د بدن هر غړی د یوې ځانکړې کړنې لپاره جوړ شوی، الله یې راته د ښې ساتنه امر کړی، له همدې امله ځ...
د کتابونو پېژندل
د کتابونو پېژندل په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول، د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم، :دکتابونو بېلګې...
د عایشه دراني ژوند لیک
لیکنه: شکېبا نادري د عایشه دراني ژوند لیک افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و. موږ غواړو په نن...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...