د عمر بن عبدالعزیز رح یوه وړه لور وه، د اختر ورځ وه په ژړا راغله پلار یې ترې وپوښتل:
لورې ولې ژاړې؟
لور يې ورته وویل: ټولې انجونې نوې جامې اغوندي او زه د امیر المؤمنین لور یم او زړې جامې مې اغوستې دي..!
عمر چې د لور خبرې واورېدې نو خفه شو، لاړ او د بیت المال مسؤل ته یې وویل:
آیا ماته اجازه راکوې؟
چې د خپلې راتلونکې میاشتې له معاش څخه مصرف وکړم؟
خزانه دار ورته وویل:
ولې اې د مؤمنانو امیره !
څه شوي دي؟
عمر بن عبدالعزیز ورته د خپلې لور کيسه وکړه
د بيت المال مسؤل ورته وویل: اجازه به درته درکړم خو په یو شرط؟
عمر بن عبدالعزيز وپوښتل کوم شرط؟
مسؤل ورته وویل: ته به ماته دا ضمانت راکړې چې ته به راتلونکې میاشت هم ژوندی یې او هغه کار به کوې چې معاش یې لا د مخه اخلې او مصرفوې یې.
عمر چې دا واوریدل خزانه دار یې پریښود او بیرته کور ته راوګرځید، اولادونو یې ترې پوښتنه وکړه چې څه دې وکړل پلاره؟
عمر ورته وویل: آیا تاسې صبر کولای شئ ترڅو مونږ ټول په یو ځای جنت ته داخل شو او که صبر نه شئ کولای نو پلار به مو جهنم ته داخل شي.
بچو یې ورته وویل: بالکل صبر کوو پلاره…
خزانې ډکې وې ، نه سوالګر وو ، نه د چا اړتیا وه ، ذکات اخیستونکي نه وه ، خیرات غوښتونکي نه وه ، هرچا بیت المال ته د خپلې سرمایې څخه ټاکلی حد(ذکات) ورکاوه
خو خپله د وخت امیر خپلو بچیانو ته د اختر جامې نسوې اخیستلی
دا وخت عمر بن عبدالعزیز (رح) د ۳ براعظمونو مشر او امير وو.
۲۲لکه میله مربع ځمکه کې د اسلام بیرغ رپیده او د ده پاچاهي ورباندې چلېده
هر مازیګر به یې د بیت المال مالیه راټولول او ټول مال به یې په خوارو ، غریبو او مستحقو خلکو باندې وېشه.