‏د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۵ کالو په عمر د ایټالیا هیواد  پلازمېنې روم کې وفات شوه.

شهزادګۍ هندیه په ۱۲۲۹ز کال کې هغه مهال زېږېدلې وه، چې غازي امان‌الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا د هند په ممبیي ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، وروسته بیا ایټالیه ته ولاړه.
هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا په اولادونو کې تر ټولو کشره وه.

لور یې (ثریا ملک) وايي، د مور د جنازې مراسم به یې په مختصره توګه د کورنۍ په ګډون ترسره شي.

ګل بهار غلجی