To start downloading books

Please sign in or create an account.

لیول کولو طریقه

لیول کولو طریقه

د لیول کولو طریقه

لیول کاری دسروی یوڅانګه ده چی دځمکی پرمخ دمختلفونقطو دلوړوالی اوژوروالی (ارتفاعاتو) داندازه کولوسره سروکارلری. نوپدی خاطر دلیول اندازی په عمودی پلان کی ځای په ځای کیږی. یاپه ساده ډول:
لیول کاری هغه پروسه ده چی دهغی پواسطه ددوه نقطو دارتفاعاتو فرق پیداکیږی.
تعریفونه:
ستیشن (Station):
دهغه ځای څخه عبارت دی په کوم کی چی سټاپ یا راډ ایښودل کیږی.
دآلی ارتفاع(Height of Instrument HI):
دی ته دتسویی collimation پلان هم وایی چی دفرض شوی مبدا او دلیول دلیدونکی ځای دمرکز ترمنځ ارتفاع ته وایی
دمبداخط(Datum line (M.S.L)):
دهغه خط څخه عبارت دی چی دځمکی پرمخ هغی ته لیول شوی نقطی ښودل کیږی، دی خط ته دبحرسره دلیول شویو نقطو وسطی خط هم وایی.
کم شوی لیول(Reduced level(RL)):
دمبدا دخط څخه ترټولو لوړی نقطی ته وایی.
بینچ مارک(Bench Mark BM):
داهغه ثابتی نقطی دی چی په مختلفوځایوکی ځای په ځای کیږی اونظردی ته دنورونقطور لیول کیږی.

بک سایت(Back sight BS):
دآلی دنصب کولو څخه وروسته لومړنی قرا‌‌‌ءت ته بک سایټ وایی.
فورسایټ(Fore sight FS):
دآلی دتاوولو څخه وروسته دوهم قراءت ته فورسایټ وایی.
دتبدیلۍ نقطه(Change point CP or Turning point TP):
هغی نقطی ته چی دهغی څخه بک سایټ او فورسایټ اخستل کیږی دتبدیلۍ نقطه وایی.
منځني لید(Intermediate sight IS):
دبک سایټ او فورسایټ دقراءتونو منځنی قرا‌ءت ته وایی.
دلیدخط ارتفاع(Elevation of line of sight HI):
دهغه خیالی عمودی خط څخه عبارت دی کوم چی دبحردسطحی څخه لوړی او ټیټي نقطی سره وصلوی.
پایه (Tripod stand):
دهغه نقلیدونکی، دری پښی لرونکی چوکاټ څخه عبارت دی کوم چی دآلی دایښودلو لپاره استعمالیږی.
دلیول اجزاوی:

تلسکوپ
آی پیس
شیډ
آبجیکتیواینډ
طولانی آبترازو
متقاطع آبترازو
دآبترازو دبرابرولو پیچ
دشفافیت دبرابرولو پیچ
دفوکس پیچ
پورتنی هموار پلیټ
دایښودلو پلیټ
سټاف راډ(Leveling Staff):
دادلرګی یافلز یوخط کش دی چی په متر،سانتی متر اوملی مترباندی علامت ګذاری شوی دی، دا راډ دوه، دری، څلور او پیځه متره اوږوالی لری. چی څلورمتره یی ډیرمعمول دی.

آلی ته هغه وخت لیول شوی وایو کله چی عمودی محور په صحیح ډول عمودی شوی وی نو ددی لپاره چی آله په صحیح ډول آماده شی لاندی کړنی ترسره کوو.
دلیول آبترازو ګان دپیچونو دتاوولو پواسطه سموو.
دآبرازو پوکاڼه په عین وخت کی ددوه پیچونو دتاوولو په واسطه منځ ته راوړو.
وروسته آلی ته دروران ورکوو او آبرازو یی ددریم پیچ پواسطه سره برابرووواو پوکاڼه یی مرکز ته راوړو.
بیا لیول ته ۱۸۰ درجی دوران ورکوو او آبرازو یی ګورو که پوکاڼه یی په مرکزکی نه وه مرکزته یی راوړو.

دلیول کولوډولونه:
ساده لیول کاری.
دیفرانسیلی لیول کاری.
فلای لیول کاری.
دپروفیل لیول کاری.
دعرضی قطعی لیول کاری.
دوه طرفه لیول کاری.
ددوه نقطو دارتفاعاتو دلاسته راوړلو لپاره دوی لاری دی.
دآلی دارتفاع یا دپلان دتسویی یا برابرولومیتود.
دلوړولو او ټیټولو میتود.
ساده لیول کاری (Simple leveling):
کله چی وغواړو ددوه نقطو دارتفاعاتو فرق پیداکړو دساده لیول کاری څخه استفاده کوو.

دیفرانسیلی (Differential leveling):
دالیول کاری هغه وخت استعمالیږی کله چی آخری نقطه دلومړی نقطی څخه ډیره لیری وی.

فلای لیول کاری(Fly leveling):
دالیول کاری هغه وخت استعمالیږی کله چی کاری ساحه له بینچ مارک څخه ډیره لیری وی. پدی طریقه کی سروی کوونکی دلومړی بینچ مارک څخه بک سایټ اخلی او دی کارته ترهغه وخته پوری ادامه ورکوی ترڅویومناسب ځای دموقت بینچ مارک لپاره پیدا کړی او خپل کاردهمدی موقت بینچ مارک څخه سرته ورسوی خو دورځی په آخرکی بیرته خپل اصلی بینچ مارک ته راشی دی ته فلای لیول کاری وایی.
پروفیل لیول کاری(Profile leveling):
ددی لیول کاری پواسطه دیوی نقطی ارتفاع په یوه مشخصه نقطه کی دریفرینس خط په امتداد پلاس راځی. او دلویولارو، ریل لارو او عبوری خطونودډیزاین لپاره ضروری ډيټا آماده کوی. پدی لیول کاريۍ کی ریډیوس لیول په مختلفو نقطوکی په مشخص انتروال کی محاسبه کیږی. اودمختلقونقطودريډیوس لیول دمحاسبی وروسته پروفیل رسمیږی. هیره دی نه وی چی پدی لیول کارۍ کی نورمال عمودی مقیاس دافقی مقیاس څخه دپروفیل دروښانه لیدلو په خاطر لوی نیول کیږی.

دوه طرفه لیول کاری(Reciprocal leveling):
کله چی دیوسیند په امتداد لیول کارۍ ته ضرورت وی نوبیا دی لیول کارۍ څخه استفاده کیږی.

کړنلاری:
دآلی د ارتفاع کړنلاره (Height of Instrument Method):
ددی لپاره لاندی اساسی معادلی استعمالیږی؛
دلومړنیوتیظیماتو لپاره دآلی ارتفاع = RL of BM BS (at BM) –
IS او FS دHI څخه منفی کوو ترڅو ترڅودIS لپاره RL پیداشی، او نقطه بدلوو.
ازمایښت:
‌∑ BS – ∑ BS= last RL- First R.

دلوړوالی اوټیټوالی میتود (Rise and Fall method):
پدی میتودکی حاضرقراءت دمخکینی قراءت څخه منفی کیږی.
مخکینی قراءت – اوسنی قراءت = مثبت ارتقاع یا لوړوالی
مخکینی قراءت – اوسنی قراءت = منفی ارتقاع یا ژوروالی.
ازمایښت:
∑BS – ∑ FS= last RL-First RL = ∑Rise- ∑Fall

عملی طریقه:

کانتورینګ:
کانتورونه(Contours):
کانتورونه دځمکی پرمخ هغه خیالی خطونه دی چی دهم ارتفاع نقطو داتصال څخه لاس ته راځی.
کانتوری نقشه: هغه نقشه ده چی دکانتوری خطونو پواسطه باندی ښودل شوی وی. دا نقشه دځمکی دهسکو اوټیتو په اړه یو مفهوم ارایه کوی او همدارنګه دمختلفو نقطو نسبی موقعتونه په پلان کی ښیی.

دځمکی په سطحه باندی دکانتورونودرسمولو پروسی ته کانتورینګ وایی.
دکانتورینګ هدف:
کانتوری سروی دهری انجینری پروژی لکه ریلوی، سرک، کانال، بند، تعمیراونوروپه شروع کی ترسره کیږی. نو دکانتوری سروی لپاره باید لاندی کړنی وکړو.
دکانتوری نقشی لپاره باید اقتصادی او مناسبه ساحه انتخاب شی.
ددی لپاره چی دکانال مسیر ورباندی وښیونو باید دیوه خط الرس څخه کارواخلو.
دسرک اوریلوی دمسیر لپاره باید دځمکنیوکارونو (کندنکاری اوپرکاري) مقداردامکان ترحده کم باید راشی.
پدی نقشه کی باید همواری، غرونه اوغونډی په ښه شکل سره وښودل شی.
همدارنګه ددی څخه دذخیرو حجم او نورڅمکنی کارونه په دقیق ډول پیداشی.
ددی پواسطه باید مشخصه لاره په صحیح ډول رسم شی.
همدارنګه پدی نفشه کی میلانونو، غونډی، لوړی، ژوری او همدارنګه داوبولاری په ښه شکل سره وښودل شی.
دکانتورینک کړنلاری(Method of contouring):
دکانتورونو دځی په ځای کولو لپاره دوی لاری دی:
مستقیم میتود(Direct Method):
غیرمستقیم میتود(Indirect Method):
مستقیم میتود(Direct Method):
پدی میتودکی نقطی په مستقیم ډول په ساحه کی ځای په ځای کیږی اوکانتورونه ورڅخه تیریږی، وروسته نقطی سروی کیږی اوپه پلان کی ځای په ځای کیږی اوکانتورونه تری تیریږی.

دامیتود ډیردقیق دی خو کاریی لږسست دی ځکه دهم ارتفاع نقطو پیداکول وخت ته اړتیالری، دامیتود دکوچنی ساحی اوهمدارنګه دهغی ساحی لپاره چی ډیردقت ته اړتیا وی ډیره مناسبه ده
کړنلاره:
دفلای لیول پواسطه داصلی بینچ مارک څخه یو موقتی بینچ مارک ساحی ته نیږدی انتخاب کوو.
بیالیول په داسی ځای کی ځای په ځای کوو چی دهغی څخه ترټولوزیاتی نقطی واخستلی شو.
دآلی ارتفاع په بینچ مارک کی داخستل شوی بک سایټ او RL دمجموعی څخه پلاس راوړو.
ددی لپاره چی نقطی په مختلفو کانتورونو باندی ځای ځای کړو نو دآلی دارتفاع څخه دهرکانتورRL منفی کوو اونقطه پلاس راوړو.
غیرمستقیم میتود(Indirect Method)
په دی طریقه کی دنقطو سروی مهمه نده بلکی نقطی همداسی په کانتورخطونوباندی ایښودل کیږی اوځای ځای لیول کیږی. بیا هغه لیول شوی نقطی چی غونډی، لوړی، ژوری، دری اونورښیی له هغی څخه کانتورونه تیروو، له هغی وروسته هغه موقعتونه په پلان کی رسم کوواوکانتورونه دانترپولیشن پواسطه رسموو.
دکانتورونو دی میتود ته دځای ځای لیول کولو کانتورینګ هم وایی. ددی میتود څخه په مختلفو ځایونو کی کاراخستل کیږی ځکه چی آسانه، ارزانه اوتیز دی خو دقت یی دمستقیم میتود څخه کم دی.
دمربعاتو میتود(Squares Method):
پدی میتود کی ټوله ساحه په مربعاتو باندی تقسیمیږی چی ددی مربعاتو ضلعی د ۵ سانتی مترو څخه تر ۳۰ سانتی مترو پوری رسیږی دمربعاتو اندازه دساحی په ډول او دکانتورونو په انتروال پوری اړه لری. پدی میتود کی دمربعاتو په کونجونو باندی میخونه وهل کیږی اوبیادلیول پواسطه دنقطو RL مشخص کوو.

اخځ:
Jib H Kate Anand/science seminar/leveling and contouring/2014
Fb/surveying & engineering designing information

Related Articles

ستندرد های سرک دهاتی

⭕ستندرد های مهم در باره سرکهای دهاتی یا سرک های درجه دوم  (Rural Roads Standards in Afghainstan) بعضی ستندرد های مهم که توسط پروګرام (NRAP) برای ساخت و اعمار سرکهای دهاتی مشخص شده است و از آن عملا در در دیزاین سرکهای دهاتی استفاده صورت میګیرد قرار ذیل است:  1- عمر فرش سرک : از 6 ماه الې 15 سال (Design Life: 6 months to 15 years) 2- سرعت دیزان ع...

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي. ‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي. ۳_ عقل؛ ليونی به نه وي. ۴_ بلوغ...

په خصوصی حقوق کې د کرونا تاوان || Compensation of losses due to Corona in Private law

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar هغه مسله چې نن ورځ هرڅوک، په هر عمر او هر کونج کې اوریدلي او ویره لري د کرونا تراژیدي ده چې یو څوک په مختلفو لارو اخته کوي، مګر هغه څه چې د طبي مسلو او جزایی حقوق او نور سره سره، ځای لا هم خالي دی، څنګه د خصوصي حقوق په ډګر کې د کرونا ویروس...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...