تاريخ څه ته وايې؟
د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي.
په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خلکو امتحان اخيستل دي، په همدې توګه کولای شو تاریخ په ساده او اسانه توګه معنا او د انسانانو د ټولنیز ژوندانه تیر کړه وړه وبولو.
ځینې پوهان تاریخ داسې تعريفوي: تاریخ هغه علم دی چې د بشري ټولنو د تير ژوند څرنګوالي د ځانګړو اصولو په مرسته تر څيړني لاندې نیسي او هغه پيښې چې د انسانانو د نيت او ارادې نه سرچینه اخلي، د هغوی ځای او نیټه ټاکي، د هغوی علت او معلول او یو تر بله اړيکې مطالعه کوي او لاس ته راوړې پایله يې څرګندوي.
څرنګه چې تاریخ موږ ته هغه خلک، ټولني او حالات را پیژني چې موږ نه دي لیدلي او نه يې د ټولنيز ژوند څخه خبر یو، نو ځکه يې لیکل اړین دي.
که چيرې تاریخ د پخوانیو آزموينه او امتحان اخيستل وي، د لیکنې ګټه يې دا ده چې مثبت اړخونه يې تعقيب او پراختیا ور کړل شي او کټ مټ یوه غلطي تکرار نه شي. د هغه ملت وکړي چې په تاریخ پوه وي او د تاريخ نه ځان خبروي، هيڅکله تاریخي مسئولیت په غاړه نه اخلي، نه ځان تباه کوي او نه خپل هیواد.
ټول وخت دښمنان وايي:چې تاریخ پسې مه ګرځئ، هغه تیرې او زړې خبرې هیرې کړي، نوي کار وکړۍ او نوي نړئ جوړه کړئ، مګر برعکس تاریخي پلټنې ډیرې اړینې دي، دا په دې معنا چې د ملي جوړښت په کار کې تاريخي غلتي تکرار نه شي.
ملي احساس د هیواد د ملي تاريخ د مطالعې څخه پيدا کيږي. که چیرې چا د خپل هيواد ملي تاريخ نه وي کتلي، ملي احساس به يې کمزوري او د بيولوژيکي ژوند پر خوا به درومي، نو ویلای شو چې:
تاريخ د راتلونکو نسلونو له پاره د پرمختګ لار پرانيزي.
تاريخ دی چی د پيښو د تصادماتو اوضاع په زمان او مکان کې څيړي او د انسانانو واقعي کړنې تر کره کتنې لاندي نيسي.
تاريخ د شخص په هکله کره او ډاډمن معلومات د قضيې او پیښې د څیړلو په وسيله را غونډوي او د هغوی د پرمختګ او ودې سره مو پیژند ګلوي پیدا کوي.
پوهان په دې نظر دي چې د تاريخ مطالعه حوصله لوړوي، انسانان با همته کوي، د انسانانو پوهه او نظر پراخوي، لرليد يې زیاتوي، په انسانانو کې د صبر او احتیاط عادت پیدا کوي او په همدې توګه د تاريخ مطالعه د پريکړې او فيصلې ځواک زیاتوي.
تاریخ د ولسونو د ملا تير او د ژوند لاری چارې ټاکې، څومره چې یو ولس ژوندی تاریخ ولري په همغه کچه يې برم، عظمت او ځواک لوړ وي. ريښتيني تاریخ هغه دی چې په هر څه قاصي وي، په تيرو پيښو قضاوت کوي او د راتلونکو لارښود ګرځي.
د تاريخ په لټه کی اخبارونه، کیسې، فرمانونه، قوانين، دولتي سندونه، شخصي یاداښتونه، خاطری، وصیت نامی، عکسونه، انځورونه، سیکې، فلمونه او لرغوني آثار ډیر ګټور بلل کيږي او دا ټولې تاريخي سرچينې بلل کيږي. د يوې ټولنې ژبه او ادب هم د یوه موزیم شکل لري، چې ځینې کلمات، اصطلاحات، متلونه، شعرونه او کیسې هم د تاریخ سرچينې بللی شو.