روژه
لنډه کیسه
لیکوال: رفیع الله ایثار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یتیم ماشوم له کور څخه راووت، سوړ اسویلی یې وویست، د ژوند بار ورته ډېر دروند ښکاریده، د روژې لومړی سهار و او دې ماشوم ته د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه، د کار او پیسو ګټلو هېڅ حل لاره یې ذهن نه اخیسته خو بیا هم د ښار په لوري روان شو، ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، په خوارکي هټیو د پیریدونکو زور و او هر چا د روژې اړوند خوارکي توکي اخیستل.

یتیم ماشوم د ښار په پلي لار کې کېناست، دیوال ته یې تکیه وکړه او په دې فکر کې ډوب شو، چې په کور کې د خوراک هيڅ نشته له کومې لارې باید خپلو کوچنیو وروڼو او خویندو ته اوړه، بوره، غواړي او نور خوراک را پیدا کړم.

له لنډ انتظار او فکر وروسته پورته شو، ذهن ته یې د لاسپلورنکي مشوره ورغله، په قرض یې یو څه سبزي واخیسته ترڅو د ښار په واټونو یې د څرڅلاو لپاره وګرځوي.

د سبزۍ پټه یې په نازک بدن د ښار په واټونو ګرځوله، څو ځایه د ښاري نظم د اخلال په جرم په سختو الفاظو ورټل شو، خو ماشوم بې چاره هرڅه برداشت او وزغمل، تر مازدیګره یې سبزي وپلورله، دومره پیسې په لاس ورغلې چې د وچې ډوډۍ اخیستو لپاره هم کافي نه وې.

یتیم ماشوم له ستړې ورځې وروسته کرار کېناست دیوال ته یې تکیه وکړه، خلک لا هم د بېلابېلو خوارکي توکو په اخیستلو مصروف وو، یتیم ماشوم یې ننداره کوله او په دې سوچونو کې ډوب شوو چې زما په نن ګټلو پیسو خو روژه ماتی نه کیږي- څه باید وکړم!؟

ماښام رانیږدې شو خو یتیم ماشوم هیڅ حل لاره پیدا نه کړه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ناهیلی کور ته روان شو، کله چې ورسیده مور ته یې غاړه ورکړه په وچو شونډو یې نرۍ مسکا وکړه ترڅو مور یې دده په درد پوه او دردمنه نشي، کشران خویندې وروڼه یې په منډه ورته راغلل او د وچې ډوډۍ غوښتنه یې وکړه. 

ماښام اذان ته کم وخت پاتې و لوږه زیاته وه، کور کې هیڅ هم نه و، یتیم ماشوم او کورنۍ یې په دې انتظار وو چې ګاونډ کې به یو څوګ روژه ماتی راولیږي، خو ماښام اذان ته فقط څو دقیقې پاتې شوې او هیچا هیڅ رانه وړل.

د یتیمانو مور د روژه ماتي په تش دسترخوان ناهیلي ناسته او اسمان ته یې سترګې پورته کړې، خپل رب ته یې د ناځوانه نړۍ شکایت پیل کړ، له عرش عظیم څخه د مورکۍ د وچو شونډو ننداره کیده، د یتیمانو مور خپل رب ته فریاد وکړ؛ یا ربه بچیان مې وږي دي، روژه ده، دا د رخمتونو میاشت کې هم زموږ دسترخوان تش دی... 

یتیم ماشوم چې ټوله ورځ یې ستړې او ستومانه تېره کړې وه له لوږې ډېر ځوریده، د مورکۍ اوښلنو سترګو ته یې وکتل او ویې پوښتل؛ مورې خدای ج به د هغه مالدارانو او حاکمانو هم روژه قبوله کړي چې د اړمنو او یتیمانو لاسنوی نه کوي؟
پای