To start downloading books

Please sign in or create an account.

سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون

سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون

#پیرزوینه
د سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون King Fahd University of Petroleum & Minerals (KFUPM) سکالرشیپونو خبرتیا:

د ملک فهد پوهنتون په مجموع کې په نړیوال رینکینګ کې 160#، ولې په Patents کې 3#، په پټرولیم انجنیري کې 4# او همدارنګه په کیمیاوي انجنیري کې #46 مقام لري. د ټايمز نړيوال درجه بندي لمخې په عرب ريجن کې اول مقام لري. نوموړي سکالرشیپونه په مکمل ډول وړیا دي او زده کړیال ته د جیب خرچې تر څنګ د کورنۍ د Support کولو لپاره میاشتنی معاش هم ورکول کیږي.
• لومړی آفشن: د ماستري لپاره 2500 سعودي ریال او د دوکتورا لپاره 5000 سعودي ریال زده کړیال ته ورکول کیږي. 
• دوهم آفشن: چې د ماستري او دوکتورا په یو ځای پروګرام ورکوي (Bachelor lead to PhD، یعني د لیسانس څخه وروسته کولی شئ تر دوکتورا یو ځای سکالرشیپ درکوي) په پنځه کاله کې تر سره کیدلی شي. په لومړیو سمسترونو کې 5000 او د Comprehensive Exam نه وروسته زده کړیال ته 8000 سعودي ریال ورکول کیږي. چې دا پرواګرام د راتلونکې سمستر څخه قابل تطبیق دی.
• په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره زده کړیال ته ټول مصارف ورکول کیږي.
 • په کال کې یو ځل خپل هیواد ته د تګ راتګ لپاره دوه طرفه ټکټ هم ورکول کیږي.
• د تیزس د دفاع څخه وروسته زده کړیال ته 5700 سعودي ریال د تیزس پرنټ  او خپل هیواد ته د کتابونو انتقال لپاره ورکول کیږي.
• د راتګ سره سم زده کړیال ته 1800 سعودي ریال د اتاق د اولیه وسایلو لپاره ورکول کیږي.
• صحي او روغتیایې خدمات کاملا وړیا دي.
• د پوهنتون په داخل کې د بسونو خدمات کاملا وړیا دي.
• د ماستري او دوکتورا لپاره دوه نفره مجهز اتاقونه.
• ۲۴ ساعته برق او قوي انټرنیټ وړیا دی.
• د زده کړیالانو لپاره عصري او مجهز رسټورنټ (خوړنځای) په اعلی کوالټي.
• د انګلیسي TOEFL ، IELTS او GRE ته د ثبت نام کولو په وخت اړتیا نشته.
• د انګلیسي TOEFL او IELTS تر لاسه کولو لپاره زده کړیال ته تر دوهم او حتا دریم سمستره وخت ورکول تر څو امتحان ورکړي او پایله یې پوهنتون ته تسلیم کړي.
• CGPA=3 out of 4 scale 
• د ثبت نام اخري نیټه Jun. 29, 2024
• فوق العاده ماحول او ورځنې ضرورتونو سهولیات، تکړه نړیوال استادان، سپورټي بیشمیره جیمونه، میدانونه او Swimming pools ....
او تر څنګ یې د زده کړیالانو لپاره تفریجې، کلتوري، او Food Festivals بې شمیره پروګرامونه،...وغیره.
• بې شمیره په کم مصرف سره حج او عمرې ادا کول. یعنې په بس سرویس کې د تګ او بیرته راتګ تر 150 ریاله اخلي.

یاده دې وي چې په لومړي سمستر کې مونږ 5 افغانان وو، په تیر سمستر کې 17 شو، او ان شالله د راتلونکي سمستر لپاره 18 نور هم قبول شوي دي، د شکالرشیپونو د ادارې له قوله ؛؛ مونږ افغانانو زده کړیالانو ته په راتلونکې کې ډیره پاملرنه کوو تر څو د دوې جذب ډیر کړو؛؛ نو دوې په راتلونکې کې د افغان زده کړیالانو د جذب شمیره ډیره کړې ده.

د مهرباني او همدردي لمخې یې په شرایطو برابر ملګرو او دوستانو سره شریک کړئ، شاید یو چاته یې فایده ورسیږي ان شالله.
په نوموړي پوهنتون کې زه خپله په مهندسي کې د ماستري بشپړولو نهایې مرحله کې یم، زه خپله تاسو ته د پیرزوینې لمخې وړاندیز کوم چې ددې چانس څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او د هر قسم لارښود لپاره مو ورور په خدمت کې دی ان شالله.

• Available PhD Programs
Doctor of Philosophy in Aerospace Engineering
Doctor of Philosophy in Chemical Engineering
Doctor of Philosophy in Chemistry
Doctor of Philosophy in Civil Engineering
Doctor of Philosophy in Computer Engineering
Doctor of Philosophy in Computer Science
Doctor of Philosophy in Electrical Engineering
Doctor of Philosophy in Geology
Doctor of Philosophy in Geophysics
Doctor of Philosophy in Industrial and Systems Engineering
Doctor of Philosophy in Mathematics
Doctor of Philosophy in Mechanical Engineering
Doctor of Philosophy in Petroleum Engineering
Doctor of Philosophy in Physics
Doctor of Philosophy in Systems and Control Engineering

• Available Master Programs:

Master of Science in Aerospace Engineering
Master of Science in Applied Statistics
Master of Science in Architectural Engineering
Master of Science in Architecture (Thesis Option)
Executive Master of Business Administration
Master of Science in Business Studies - Accounting
Master of Science in Business Studies - Finance
Master of Science in Business Studies - Management
Master of Science in Business Studies - Management Information System
Master of Science in Business Studies - Marketing
Master of Science in Business Studies - Operations Management
Master of Science in Chemical Engineering
Master of Science in Chemistry
Master of Science in Civil Engineering - Geotechnical Engineering
Master of Science in Civil Engineering - Structures and Civil Engineering Materials
Master of Science in Civil Engineering - Transportation Engineering
Master of Science in Civil Engineering - Water Resources and Environmental Engineering
Master of Science in Computer Engineering
Master of Science in Computer Science
Master of Science in Construction Engineering and Management
Master of Science in Electrical Engineering
Master of Science in Environmental Sciences
Master in Geology
Master of Science in Geology (Thesis Option)
Master in Geophysics
Master of Science in Geophysics (Thesis Option)
Master of Science in Industrial and Systems Engineering
Master of Science in Life Sciences
Master of Science in Materials Science and Engineering
Master of Science in Mathematics
Master of Science in Mechanical Engineering
Master of Science in Petroleum Engineering
Master of Science in Physics
Master of Science in Security and Information Assurance
Master of Science in Systems and Control Engineering (Thesis option)
Master of Science in Telecommunication Engineering
د نورو معلوماتو لپاره لینک: https://bulletin.kfupm.edu.sa/colleges/
د ثبت نام کولو لینک:  https://cgis.kfupm.edu.sa/
د ثبت نام کولو لپاره یو د بریالي شویو افغان زده کړیالانو څخه ویډیویې لارښود په پښتو ژبه کړی لینکونه:  https://youtu.be/-psXFZlVsCk?si=wyOmexPzTWH36S-F
https://youtu.be/C4QM-zjsjRs?si=754vo-fcKK18xwSs
د ثبت نام کولو لپاره ویډیویې لارښود په انګلیسي English ژبه: https://youtu.be/yBltfWtPcgE?si=_-XNphn3ddz2GZAh
د ثبت نام کولو لپاره ویډیویې لارښود په اردو Urdu ژبه: 
https://youtu.be/1nGqtDtf_bE?si=PCS5KVQ1CHichlLg 1st:
2nd: https://youtu.be/19rA_q4ow5M?si=7fmLpMpy7MzEjS_m

Related Articles

د عمل خلک شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي له دویمې نړېوالې جګړې وروسته، له یو لوړپوړي جاپاني چارواکي وپوښتل شول: "یواځې ستاسو هېواد و، چې امریکا پرې اټومي حمله وکړه. نو ویلای شو، تاسو د امریکا سرسخته دښمنان یئ؛ مګر ولې له تاسو د "مرګ پر امریکا" شعار نه اورو؟" ځواب یې ورکړ: "شعارونه د هغو خلکو کار وي، چې په عمل کې هېڅ نه شي کولای. همدا چې د امریکا د ولسمشر پر مې...

ذهني او فکرې تمرکز څنګه ترلاسه کړو؟

الله ج ټولو انسانانو ته د فکر کولو ځواک ورکړى، او هر انسان په خپل ذهن او فکر سره د ښو او بدو تشخص او توپير او همداشان د ځان او ټولنې لپاره مختلف کارونه کولاى شې. دلته ځينې هغه نقاط بيانوم کوم چې زموږ د ذهني تمرکز او تقويت سبب ګرځې، هغه نقطي په لاندي ډول دي. 1-مثبت فکر وکړو: مثبت فکر زموږ ذهن ته قوت ورکوي، او منفي فکر مو د ذهن او فکر د اختلال او...

کرب رولر(Curb)

  کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لري. انجنير عرفان الله حسن

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...