د نوي کال ناکامې ژمنې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,046 views
د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي.

نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.

 

خو دا جذبه ډېری وخت دوام نه کوي. فقط څو ورځې یا څو اونۍ وروسته همدا خلک له خپلو ژمنو په شا کیږي، او ژوند یې بیرته خپل زوړ مسیر ته ورګرځي. ولې داسې کېږي؟ او څه وکړو چې دا بدلون دوام ومومي؟

 

د دوام ستونزه او د هغې حل

دا د بدلون د ژمنتیا نه دوام ځینې لاملونه لري، په څلورو یې دلته بحث کوو.

1.     له حده زیاتې ژمنې: ډېر خلک د نوي کال په لومړیو کې د ځان لپاره ډېر سخت یا غیر واقعي اهداف ټاکي. دوی غواړي هر څه یوځل بدل کړي، چې دا اکثر د ستړیا یا ناکامۍ لامل کېږي.

حل: لږ، خو واقعي اهداف وټاکئ او په تدریجي ډول پرمختګ وکړئ.

2.     د عادتونو نه جوړول: نوي پلانونه یوازې هغه وخت بریالي کېږي چې په ورځني عادت بدل شي. که بدلون په ورځني ژوند کې ځای ونه نیسي، ډېر ژر مو ذهنه ځي.

حل: خپل اهداف په کراره او په کوچنیو برخو دوام ورکړئ، تر څو دا ستاسو د ژوند یوه برخه شي.

3.     یوازې جذبه کافي نه ده، نظم ورکې شرط دی: یوازې جذبه د بدلون لپاره کافي نه ده؛ دا ژر ختمېږي. که نظم او تعقیب نه وي، نو د بدلون هڅې ناکامېږي.

حل: د جذبې تر څنګ د نظم او ډسپلین هم مراعت کړئ.

   4.له ځانه نارضایت: کله چې خلک په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، ځان ډیر پړ بولي او مایوسه کېږي.

حل: که یوې ژمنې کې پاتې راغلئ، ځان ته وخت ورکړئ او بیا پیل وکړئ. بدلون د نه ستړي کېدو پروسه ده.

 

پایله

بدلون او نوي پیلونه یوازې د نوي کال لپاره نه دي؛ دا د ژوند یو دوامداره سفر دی. د نوي کال جذبه باید د نظم او عادت په مرسته د تل لپاره په ژوند کې ځای پیدا کړي. راځئ چې د نوي کال د پیل انرژي په دوامدار ځواک بدله کړو او خپل ژوند په مثبت ډول بدل کړو.

Related Articles

Sep 10, 2021
2,901 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Feb 14, 2022
4,279 views

څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

 تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه...

Feb 25, 2024
1,021 views

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.   یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to  Build A Durable RCC Structure کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,428 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,074 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,823 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...