په امریکا متحده ایالاتو او بریټانیا کې د دوه ګوندي سیستم د موجودیت دلایل

H
Haji Ahmad Bidar
Author
Oct 10, 2025
4 months ago
735 views
په امریکا متحده ایالاتو او بریټانیا کې د دوه ګوندي سیستم د موجودیت دلایل

خلاصه

دغه علمي، سياسي او څېړنېزه لېکنه د آمريکا او بريټانيا د دوه ګوندي سيسټم پر دلايلو باندې تمرکز کوي. آمريکا او بريټانيا هغه دوه هېوادونو څخه عبارت دی؛ چې د دوه ګوندي سيستم لرونکي دي. او د ديموکراسي او آزادۍ په برخه کې سرلارې هېوادونه شمېرل کېږي.  چې په امريکا کې جمهوريت غوښتونکي او ډيموکراټ دوه مهم ګوندونه دي او بيا په بريټانيا کې کارګر او ډيموکراټ دوه مهم ګوندونه دي.  خو د دوه ګوندي سيسټم د دلايلو په برخه کې هر هېواد ځانته دلايل لري. چې د هېوادونو تاريخي پس منظر او د هېوادونو سياسي جوړښتونو سره مستقيمه اړيکه لري. او دغه دوه عوامل د نورو عواملو ترڅنګ ددې باعث ګرځېدلي چې په امريکا او بريټانيا کې دوه ګوندي سيسټم مروج شي او همداسې دوام ولري.

اهميت: په دغه موضوع کې د بريټانيا او د آمريکا دوه ګوندي سيسټم په مقايسوي ډول څېړنه شوې ده؛ نو له همدې وجهې نه، د هېوادونو د دوه ګوندي سيسټم ورته والي او فرقونو پيدا کول، د سياسي اشخاصو، د سياسي محقيقونو لپاره، له لوړ سياسي- تحقيقي اهميت څخه برخورداره دی.

هدف: د آمريکا او بريټانيا د دوه ګوندي سيسټم عوامل پيدا کول، د دې  هېوادونو د دوه ګوندي سيسټم د دلايلو پرتله کول او همدارنګه د دغو عواملو اغيزه پر درېمګړی ګوندونه باندې څېړنه د دې ليکنې اصلي هدف جوړوي.

تګلاره: د دغې موضوع په څېړنه کې له کتابتوني، تحليلي مقايسوي او د مناقشې ميتودونو څخه استفاده شوې ده. معلومات او اطلاعات مو په منظم ډول راټول او بيا په ښه شکل د مونوګراف په بڼه ځای پرځای کړی دی.

پايله: آمريکا او بريټانيا له دوه ګوندي سيسټم څخه ځانته بېل بېل عوامل لري؛ چې له مهمو عواملو څخه يو تاريخي عامل او بل تخنيکي عامل دی. تاريخي عاملو کې، آمريکا د خپل آزادی اخيستلو نه وروسته د دې هېواد د سياسي نظام  پر څرنګوالي باندې بحثونه او لانجې رامنځته شوې.  يوه ډله د فدرالي نظام طرفداره او بله ډله د رياستي نظام طرفداره وه. نو همدا باعث شو چې دوه مهمې ډلې په دوه مهم ګوندونه باندې بدله شي. خو په بريټانيا کې بيا د اشرافو او عوامو خلکو ترمنځ د عادي افرادو پر سياسي، ټولنيزه او انفرادي حقوقو باندې له پخوا څخه  لانجې وي چې بلاخره په دې هېواد کې دوه ډلې رامنځته شوې يوه ډله اشراف وو او بله ډله عوام خلک. دغه دوه ډلې ورو ورو ځانته سياسي جوړښت اختيار کړ. او بلاخره دوه مهم ګوندونه رامنځته شو. خو ددې ترڅنګ بل عامل هغه د هېوادونو انتخاباتي سيسټم دی. د آمريکا په ولسمشريزه انتخاباتو کې او د بريتانيا کې په عمومي انتخاباتو کې  له FPTP [First Past The Post] ساده اکثريتي انتخاباتي سيسټم څخه استقاده کېږي؛ چې ددې انتخاباتي سيسټم د ميکانيزم پر اساس يوازې دوه قوي ګوندونه د پرمختګ چانس لري او د دريمګړيو ګوندونو د تضعيف باعث ګرځي.  نو دغه تاريخي عوامل او انتخاباتي عوامل ددې باعث ګرځېدلي چې په دغو هېوادونو کې دوه ګوندي سيسټم مروج شي.

Related Articles

Mar 28, 2023
1,125 views

سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه

د سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه، چې ځینې رسنۍ یې خبر کښته پورته کوي، هېڅ درک نه لري. تېر کال چارواکو د خلکو د ارامولو لپاره د دې پروژې د کار خبر ورکړ، خو په حقیقت کې د اوبو او برېښنا وزارت یې ډیزاین ته ظرفیت نه لري. دا چې سږ کال واورې لږ وو...

May 29, 2023
2,601 views

د ساختمان سنګکاری

سنګکاريد ډیرې پخوا زمانې څخه تیږې د ساختماني مادې په دود د ودانیو، پلونو، استنادي دیوالونو په جوړولو کې کارول کیږي، د مسالې سره د تیږو څخه د دیوال جوړولو ته سنګ کاري وايي.په سنګارۍ کې د هغه تیږو څخه ګټه اخیستل کیږي چې قطرونه یې د 25-40 سانتي متر پورې...

Mar 13, 2021
3,548 views

د لوبیا روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی لوبیا هغه پخلی چې تقریبا ټول خلک یې خوښوي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په مختلفو او خوندورو شکلونو چمتو کېږي. موږ په دې لیکنه کې د لوبیا پر ګټو غږېږو.  لوبیا  د لوبیا ټول ډولونه معمولا په وړو بوټو کې د کپسول په څېر يوه پوخ کې وده...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,359 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,058 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,777 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...