که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره او معلوم دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي.
د روغتيا نړېوال سازمان د توصيې پر اساس ماشوم ته باید لومړی شپږ مياشتې یوازې د مور شيدې ورکړل شي او وروسته له یادې مودې کولای شئ نور خواړه هم ورکړئ.
د مور د شیدو ارزښت دومره ډېر دی، چې پاپلې یې له ماشومتوبه نيولې بیا تر زړښته څرګندېږي. هغوی چې د مور شیدې يې په بشپړه توګه څښلي وي، نسبت هغوی ته چې د مور شيدې ورته په بشړ ډول نه وي رسېدلي ډېر صحتمند او له ښې روغتيا برخمن وي.
د مور د شيدو ګټې
ـ په شيدو کې شته معدني مواد د ماشوم بدن پياوړی کوي او د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن دفاعي ځواک ښه کوی. په دې توګه هغه ماشومان چې پوره شيدې ورته رسېږي د ناروغيو پر وړاندې ډېر قوي وي. همدارنګه هغه پروټينونه چې د مور په شيدو کې وي، له هغو پروټينونو ژر هضمېږي، چې د غوا په شيدو کې وي.
ـ پوډري شيدې د یو ډول خوند لرونکی وي، مګر د مور په شيدو کې مختلف خوندونه وي. پر دې اساس وروسته له شپږو مياشتو ماشوم ته د جامدو خوړو د پيلېدو لاره هواره شوې وي.
ـ د مور شیدې د شحمي، ويټاميني، پروټيني، قندي او منرالي موادو یوه بډايه سرچينه ده. که ماشوم په کافي اندازه شيدې څښي، په دې معنا چې د بدن د اړتيا وړ توکي یې ترلاسه کړي او داسې ماشومان ډېر ژر وده کوي. البته ددوی وده له روغتيا سره مل وي.
ـ وړاندې له دې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه سریښناکه ماده تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ پروټين، کلسیم، پوتاشیم، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د همدې مايع څو کاشوغو ته ضرورت لري تر څو صحتمند پاتې شي.
ـ شیدې ماشوم ته انرژي ورکوي، تر څو د بدن د میتابولېزم پروسه پيل شي او د ماشوم اندامونه خپله وده پيل کړي.
ـ څېړنو ښودلې ده، هغه ماشومان چې په کافي اندازه شيدې يې څښلي دي، نسبت هغوی ته چې کافي شيدې ورته نه وي رسېدلي، ډېر ذهين وي. دوی ژر زده کړې کوي او په فکري لحاظ سالم ماشومان و.
خو دا هم باید هېر نه کړئ، چې د مور له خوا ماشوم ته شيدې ورکول یوازې ماشوم ته ګټه نه رسوې. بلکې د ماشوم مور ته هم ډېرې روغتيايي ګټې لري، چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو.
Related Articles
سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟
د خپل سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟ #تيزاب #څه #شی #دی ؟ په lead batteries يا تيزابي بيټريانو کې استعماليدونکي electrolytes يا په عامه اصطلاح تيزاب عموما د ګوګوړو تيزابو ( H2SO4 sulfuric acid) او اوبو محلول وي چې 70% يې اوبه او پاتی 30%...
چيګوارا څوک و ؟
اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!
لیکنه ـ ریاض مقامزی ژوند د اضدادو ټولګه ده. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، ناکامي او یا هم بریا ټول هغه مسایل دي، چې له ژوند سره تړلي دي. که ژور فکر وکړو، نو د دې حالاتو تجربه کول تقریباً د ټولې نړۍ په انسانانو حتمي بللای شو. خو بریالي وګړي هغوی دي، چې له...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...