To start downloading books

Please sign in or create an account.

د یوناني ژبې په اړه لا ډېر پوه شئ!

د یوناني ژبې په اړه لا ډېر پوه شئ!

یوناني ژبه په یونان، قبرص، اناتولیا، بالکان، د تور سمندر د سمندرغاړو په ځینو سیمو کې، ختیځې مدیترانې او د ایټالیا په سوېل کې ویل کیږي. په عصري یوناني کې یې نوم (Ελληνικά)، په روماني شوو تورو (Elliniká) او پخوانۍ یونانۍ کې (Ἑλληνική) لیکل کیږي. د ایندو اروپایي ژبو د کورنۍ یوه مستقله څانګه ده. تر هرې بلې ایندو اروپایي په اوسمهال کې ژوندۍ ژبې څخه زړه مستند شوې ژبه ګڼل کیږي. تر ټولو لږ نه لږ زاړه موندل شوي مستند یې ۳۵۰۰ کاله زاړه دي. د تاریخ په ډېره لویه برخه کې یې د لیکلو لپاره توري یوناني توري وو خو تر دې مخکې په فنیقي خط (Phoenician script) لیکل کیده. 

 په عیسوۍ او لویدیځې نړۍ کې یوناني ژبې اړین رول او تر ټولو غوره ځای لرلای لکه په پخوانیو یوناني ادبیاتو کې د (Iliad and Odyssey) په نومونو حماسي شعرونه. له دې پرته په یوناۍ ژبه کې د لوېدیځوالو لپاره د ستور پېژندنې، ریاضي، منطق، د لویدیځې فلسفې  (افلاطوني دیالوګ او ارسطو) پوهه پرته وه. همداسې د انجیل دوېمه برخه (New Testament) هم په یوناني لیکل شوی. د انجیل دوېمه برخه چې په کومه یوناني لیکل شوې الکسندري لهجه یا (Koiné Greek) نوم هم ورته اخلي. د روم لیکل شوي متنونه او دودونه له یوناني لیکل شوو متنونو او دودونو سره کلاسیک ډیسیپلین جوړوي. 

 په قدیم کې یوناني ژبه د (lingua franca) ژبې په توګه کارېده په دې مانا چې هغو خلکو به له نورو قومونو سره پرې افهام او تفهیم کوه د کومو به چې په ژبه نه پوهیدل لکه اوس وخت کې انګریزي. له نورو سره د افهام او تفهیم لپاره د لویدیځې اسیا او مدیترانې خلکو زده کړې وه. ممکن بیزانتین امپراتورۍ هم د خپلې رسمي ژبې په توګه کارولي وي. په اوس وخت کې یوازې د یونان او قبرص رسمي ژبه ده خو په ۷ نورو هیوادونو کې د لږکیو ژبه ګڼل کیږي. همداسې د اروپایي اتحادیې په ۲۴ رسمي ژبو کې یوه یوناني ژبه ده. په ټول یونان، قبرص، ترکیه، البانیا او ځینو نورو سیمو کې یې ۱۳.۴ میلیونه خلک د مورنۍ ژبه په توګه وایي. 

 د یوناۍ ژبې کلیمې ډېر وخت په نورو ژبو کې د کلیمو جوړولو لپاره د ریښې په توګه کاریږي. په نړۍ کې لاتیني او یوناني دوه داسې ژبې دي چې د ټولې نړۍ د ساینس قاموس یې جوړ کړی. 

 مخینه
 په بالکان ټاپوزمه کې له زیږیدیز کال څخه تقریبا ۳۰۰۰ کاله وړاندې ویل کیده. تر ټولو زوړ موندل شوی سند یې (Linear B clay tablet) دی، په میسینیا کې موندل شوی، یاد اثار له زیږیدیز کال څخه د ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ کلونو وړاندې ترمنځ زاړه ګڼل شوي. په ایندو اروپایي ژبو کې یوازې اناتولي ژبې چې اوسمهال مړې شوي د یونانۍ ژبې سره برابرې زړې ژبې دي.

 مودې
 Periods
 په دودیزه توګه یوناني ژبه په لاندې یادو شوو مودو وېشل شوې:
 - پروټو یا لومړنۍ یوناي
 Proto-Greek
 کوم مستند یادون نلري خو د یونانۍ ژبې د ټولو ډولونو زیږونکې بلل کیږي. د ژبې دا دوره ممکن هغه وخت پای ته رسېدلې وي کله چې هیلنیکي کډوال د برونز عصر کې د یونان ټاپوزمې ته داخل شول. هیلنیک خپله د یونان خلکو ته هم کاریږي.
 - مایسېني یوناني
 Mycenaean Greek
 په یونان کې د مایسېني تمدن ژبه وه. په (Linear B script on tablets) باندې په لیکل شوې بڼه موندل شوې.
 - پخوانۍ یوناني
 Ancient Greek
 د پخواني یونان په تمدن کې د پخواني او کلاسیک مودو مختلفې لهجې وې. د روم امپراتورۍ په اوږدو کې په پراخه کچه پېژندل شوې وې. په منځنیو پېړیو کې لویدیځې اروپا له پخوانۍ یونانۍ کار اخیستنه پرېښوده خو بیزانتین یې رسما کارونې ته ادامه ورکړه. خو کله چې له بیزانتین امپراتورۍ څخه د عثمانیانو خلافت کانستانتینوپل په اوسمهال کې استانبول کوم چې د بیزانتین مرکز وو ونیوه نو یونانیان اړ شول چې لویدیځې اروپا ته کډوال شي، له دې سره بیا ځلې اروپا د یوناني ژبې کارونه پیل کړه.
 - الکسندري لهجه
 Koine Greek
 کله چې د یونانۍ ژبې دوه لهجې (Ionian and Attic) یو ځای شوې د اتن د لهجې بهیر پیل شوو، د لویدیځې مدیترانې په اوږدو کې د افهام او تفهیم د ژبې په توګه کارېدله. کومې سیمې سکندر یا الکسندر فتح کولې هلته پوځونو او خلکو ویله. له مصر نیولې د هند تر پولو پورې ډېرو خلکو زده کړې وه. روم هم له لاتیني وروسته دوېمه رسمي ژبه یوناني کړه.
 - د منځنیو پېړیو یوناني
 Medieval Greek
 تر پنځلسمې پېړۍ پورې کله چې بیزانتین امپراتوري نسکوره شوه الکسندري لهجې ادامه لرله. له دې وروسته د یونانۍ ژبې مختلفې لهجې او مودو کلیمې کارېدلې.
 - عصري یوناني
 Modern Greek
 عصري یوناني له منځنیو پېړیو ریښه اخیستې او مختلفې لهجې لري.

 دیګلوسیا
 Diglossia
 په وروستیو کې په یونانۍ ژبه کې دیګلوسیا (Diglossia) رامنځته شوه په دې مانا چې د یوې ټولنې خلکو په دوه لهجو خبرې کولې. او دې حالت په یونان کې د یونانۍ ژبې په اړه پوښتنې (Greek language question) رامنځته کړې. په اصل کې د دوه لهجو ترمنځ سیالي وه. یوه عصري خو محلي لهجه دیموتیکي لهجه (Dimotiki) وه او بله کاتاریوسا لهجه (Katharevousa) مانا یې " کره شوې " ده. کاتاریوسا لهجه د ۱۹ پېړۍ په پیل کې جوړه شوه تر څو رسمي چارې پرې ترسره کړل شي. په ۱۹۷۶ کې دیموتیکي لهجه رسمي شوه.

Related Articles

د ناکامو خلکو ځانګړنې

په ټولنیز ژوند کې دوه ډوله خلک لیدلای شو. یو ډول هغه خلک دي، چې په ژوند کې ډېر بریالي وي. دوی ژر پرمختګ وي او ډېرې لاسته راوړنې لري. دویمه ډله هغه خلک دي، چې وروسته پاتې وي. تل د نورو د بریاوو ننداره کوي او چکچکې ورته وهي.  که څه هم د بریاليو او ناکامو خلکو پېژندل لږ ستونزمن وي. خو بیا هم د ځينو ځانګړنو له مخې یې په اړه قضاوت کولای شو. په دې لیکنه...

د پیسې ارزښت کمول، گټې، زیانونه او بېلگې

عبدالوافي نایبزی   د پیسې ارزښت راکمول یا Devaluation په عصري پولي سیاست کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت په لوی لاس په‌خپله وغواړي چې د خپلې کرنسۍ ارزښت د طلا یا د خارجي اسعارو په وړاندې راکم کړي، عموماً هغه هېوادونه چې د صادراتو کچه يې نسبت وارداتو ته ډېره اوسي، د خپلې پیسې ارزښت راکموي.    د «ډي ویلیوېشن» یا کرنسۍ ارزښت کمولو گټې:   لومړی...

از هنر های مردم ما

از هنر های مردم ما مصطفی عمرزی سرزمین ما، همان گونه که تاریخ طولانی، مردم سلحشور و مذهبی آن شهرت دارند، به خاطر داشتن کالای های مختلف سنتی، از جمله قالین و قره قل نیز مشهور می باشد. این فرآورده ها مهمترین تولیدات صادراتی کشور را نیز تشکیل می دهند. در این کنکاش برنامه ی «مستند باختر»، سراغ یکی از آن فرآورده های داخلی می رویم و خواهیم دید که سرگذشت...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...