#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷
د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!!
دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو حکمران سلطان سلیمان القانوني په وختونو کې تعمیر او تکمیل شول، متأسفانه 1832 میلادي کال باندي په یونان 🇬🇷 کې د خلافت له سقوط وروسته عیسایانو ددغه جومات مینار قصدًا تخریب کړ ، لومړی ځل دغه جومات د شاروالي په دفتر باندي بدل شو، وروسته دغه جومات په مستقل ډول د (میوزک ماسک) تر نامه لاندي د موسیقۍ په مرکز او تالار باندي بدل شو
په یونان کې د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 تاریخي یادګار دغه (بې میناره) حلیل بي Halil be جومات لۀ 1940 میلادي کال راهیسې د عیسایې سندر غاړو لپاره د جشن، موسیقۍ مرکز او عمومي غونډو تالار ده😭
لیکوال: نجیب اللّٰه عادل