To start downloading books

Please sign in or create an account.

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده. خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع ولرئ. په همدې موخه له ماشومانو سره په خبرو، اړيکو او رفتار کې ډېر غور په کار دی. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي. 

 ۱ ـ ماشومان مه رټئ

په پښتني ټولنه کې اکثره ماشومان د خبرو او کړنو پر مهال رټل کېږي. دا کړنه د دوی د نوښت او جرأت وړتياوې له منځه وړي. که غواړئ، چې ماشومان مو نوښتګر او با جرأت اوسي، هېڅکله یې مه رټئ. که ستاسو ماشومان کوم نوی کار او یا هم کومه خبره کوي نو ددې پر ځای چې ويې رټئ ویې هڅوئ.
 د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې په ماشومتوب کې رټل شوي ماشومان نسبت هغوی ته چې په کوچنيوالي کې نه دي رټل شوي، ډېر وېرېدونکي او بې جرأته وي. تاسو باید هېڅکله خپلو ماشومانو ته د "غلی شه، وړوکی ماشوم  یې!" ، "قد ته دې ګوره خبرو ته دې ګوره" او ورته نورې جملې مه کاروئ. که تاسو دا او دې ورته الفاظ کاروئ دوی پر خپل ځان باور له لاسه ورکوئ او راتلونکی یې په تیاره کې واقع کېږي. 

 ۲ ـ خبرو ته یې اهميت ورکړئ

کله چې ماشومان کومه خبره کوي، په ځير ورته غوږ شئ. په دې توګه هغوی ددې احساس کوي، چې با اهميته دي. کله چې هغوی داسې مفکوره پيدا کړي نو تل هڅه کوي فکر وکړي او ښې خبرې وکړي. په دې توګه ددوی د تفکر ځواک پياوړی کېږي.
 ددې چارې بله ګټه دا ده، چې ستاسو ماشومان به په هره مسئله کې د احساساتو پر ځای د تفکر له لارې پرېکړه کوي. ددې ترڅنګ ستاسو د ماشومانو د ويناوالۍ هنر هم پياوړی کېږي. خپلو ماشومانو ته اهميت ورکړئ تر څو رښتيا هم با اهميته ژوند ولري. 

 ۳ ـ د پرېکړو اجازه ورکړئ

زموږ او ستاسو لویه ستونزه دا ده، چې ماشومانو ته په څيزونو کې د انتخاب حق نه ورکوو. موږ فکر کوو، چې د ماشومانو پرېکړه به کم ارزښته وي. خو داسې نه ده. دا سمه ده چې کوچنيان لويې پرېکړې نه شي کولی. مګر تاسو کولای شئ ترې وپوښتئ "کوم کالي دې اغوندې!؟"، "غواړې څه وخورې؟". که ماشومان نن په وړو مسئلو کې د تصميم وړتيا پيدا کړي. سبا په لویو مسايلو کې د ښو پرېکړو وړتيا پيدا کوي.

 ۴ ـ و یې هڅوئ، چې دویم ځل کوښښ وکړي

که ستاسو ماشومان د کوم کار په کولو کامياب نه شول، مه یې رټئ. ددې پر ځای کوښښ وکړئ، چې دویم ځل ترسره کولو ته یې وهڅوئ. په دې کړنې سره د ماشومانو د "اعتماد بر نفس" کچه لوړېږي. 
 نوې څېړنې ښیي، چې "پر ځان باور" د کاميابۍ له کليدي موضوعاتو څخه دی. نو که غواړئ چې ماشومان مو بریالی راتلونکی ولري، ويې هڅوئ چې ژر ماتې و نه مني. بیا ـ بیا دې هڅه وکړي، تر څو خپل هدف ترلاسه کړي. 

 ۵ ـ ډاډ ورکړئ

خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال جوړ کړئ، چې په ډاډه زړه خپل نظر ورکړي. همدارنګه داسې اړيکې ورسره وپالئ، چې د سکون احساس وکړي. که چېرې تاسو ماشومان د امن احساس و نه لري نو ممکن ډېری داسې مسائيل په پټه خوله وزغمي، چې د هغوی راتلونکی ننګولی شي.
 که غواړئ ماشومانو مو هېڅکله له تاسو خبرې پټې نه کړي، نو ډاډ ورکړئ تر څو هره خبره له تاسو سره شریکه کړي. 

 ۶ ـ و یې هڅوئ

که غواړئ ماشومان مو تل ښه کار وکړي، نو که هر کله کوم ښه کار وکړي، و یې هڅوئ. تاسو کولای شئ خپل ماشومان له دوو لارو وهڅوئ. که تاسو ډالۍ ورکړئ او یا هم د خبرو له لارې یې وستایئ یوه خبره ده. خو ارواپوهان وايي د ډالۍ پر ځای د خبرو له لارې د ماشومان هڅول او ستايل ډېر ګټور تمامېږي.

 ۷ ـ خپلو خبرو ته پام وکړئ!

دا چې ماشومان تل د خپلو مشرانو څخه په تقلید کې کړنې کوي. نو باید ددوی سره په رفتار کې ډېر پام وشي.
 که څه هم خپلو خبرو ته باید په هر وخت کې توجه وشي. مګر کله چې له ماشومانو سره او یا هم د ماشومانو په مخ کې غږېږئ، ډېر زیات پام وکړئ. سپک الفاظ هېڅکله مه کاروئ.
 ددې ترڅنګ هېڅکله خپلو ماشومانو ته په خبرو کې دروغ هم مه وايئ. که تاسو پورته کارونه وکړئ نو پرته له شکه ماشومان مو دروغجن او سپک ژبي لويېږي.

Related Articles

د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی المپيک لوبې څه دي؟ چېرته رامنځته شول؟  څنګه یې بشپړتیا ومونده او اوسنۍ بڼه یې غوره کړه؟ د لیکنې تر پایه به ددې ټولو پوښتنو ځواب ومومئ. المپيک د ورزشي لوبو تر ټولو ستر جشن دی. تاریخ لیکونکي پر دې باور دي، چې دا لوبې د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې ترسره شوې؛ خو په اوسنۍ بڼه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې پیل شوې. په لرغوني وخ...

رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:  د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ....) څخه ګټه اخیستل رسنی...

کاروبارونه ولی ناکامیږی؟

د کاروبارونو د ناکامه کېدو زیات لاملونه سته، خو دا یو ئې ډېر لوی دئ. په څو مثالونو کي به ئې واضح کړو. ډارن هارډي The Compound Effect کتاب کي په سن ډیاګو کي د دوی و کورته نژدې د یوه رسټورانټ د بریا او ناکامېدو کیسه کوي: د رسټورانټ د خاوندي ورین تندي، ښایسته خوړو، د کارکونکو ښه چلند او پاکی ډېر ژر وکولای سوای چي هوټل د بریا لوړو څوکو ته ورسوي. هوټل ښ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....