لاځوابه پوښتنې

K
Ketabton
Author
Dec 26, 2020
5 years ago
2,775 views
لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوجه کوي او په دې سره يې د خپل ځان د جسمي او رواني تحليل انګېزې لا پیاوړې کوي.
نو له دې مخې دا هره پوښتنه چې دلته راوړل شوې، هېچا ته يې ځواب مه وایئ او مه يې په خپلو کلیدي خواصو خبروئ، په يوازې توګه د خپل زړه او تجربو دروازې پرې راپرانيزئ او بیا ورته د زړه له تله صادقانه ځوابونه ووایئ.

◀ که چېرې يې ستا له ژوند څخه کوم فلم جوړولی او هغه یې بیا تاته په نمایش کې اېښودلی، آیا د ځینو صحنو په لیدو نه خجالت کېدلې؟ که خجالت کېدلې، نو ولې خجالت کېدلې؟
◀که چیرې ستا د مرګ حالت رارسېدلی وي او د یوه تلفون کولو فرصت ولرې، نو چاته دې تلفون کاوه؟ او څه دې ورته ويل؟
◀تر اوسه دې څوځله خپل نفس ته ویلي نه؟
◀تر اوسه دې څو کسان له هغو کسانو څخه بښلي، چې له تاسره يې بدي کړې ده؟
◀ستا په ژوند کې تر ټولو غوره پېښه کومه يوه وه؟ او هغه څنګه وه؟
◀که همدا اوس غواړې د چا په حال وژاړې، هغه به څوک وي؟ او ولې به پرې ژاړې؟
◀ترټولو وروستنی کار چې تاد خدای لپاره کړی دی هغه کوم دی؟
◀تر اوسه دې څوځله ګناه کړې؟ ولې؟ آیا پښېمانه يې؟
◀ آیا خپل ځان خوشاله بولې، که غمجن؟
◀تر اوسه دې څو ځله نور خلک تحقیر کړي دي؟ او ولې دې تحقیر کړي دي؟
◀ که چېرې همدا اوس د خدای (ج) حضور ته ورسېږې او هغه ستا د ژوند د حاصل پوښتنه وکړي، څه به ورته وايې؟ 
◀ د خپلې روحيې د اوچتولو لپاره د خپل ځان په اړه څه ډول فکر کوې؟
◀ په خپل ژوند کې د څه شي په اړه زیات افتخار کوې؟
◀ کوم لوی امتیاز چې ته يې په ژوند کې لرې، هغه کوم دی؟
◀ په کوم کار کې په خپل ځان باندې تر ټولو زیات اعتماد لرې؟ او څه ډول دا اعتماد څرګندولی شې؟
◀ تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې دغرور احساس کوئ؟ او ولې یې کوئ؟
◀ تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې خجالت وباسئ؟ او څنګه يې وباسي؟
◀ له چاسره علاقه لرې؟ او ولې یې ورسره لرې؟
◀ ستا په ژوند کې تر ټولو لویه پېښه کومه يوه وه؟
◀ له خپل ژوند څخه مو چې تر اوسه کوم لوی درس اخیستی، هغه کوم دی؟
◀ آیا داسې غوره څه لرې، چې نورو ته یې ډالۍ کړې؟
څنګه کولی شې، چې نور خلک په خپلو فعالیتونو کې را شریک کړې؟
◀ څنګه کولی شې، چې په سختو شرایطو کې خپل زړه ورتوب څرګند کړې؟
◀ آیا تراوسه دې په خپل ځان پورې خندلي دي؟ که دې خندلي وي، نو ولې دې خندل؟
◀ آیا خپل ځان یوساده فكره سړی بولې که څنګه؟
◀په وروستي ځل دې که له کوم دوست سره په ناڅاپي ډول رابطه قطعه کړې وي، هغه څوک و؟ او ولې دې ورسره رابطه قطعه کوله؟
◀ستا په نظر د خدای (ج) تر ټولو مهم پیغام ستا لپاره څه دی؟
◀څه فکر کوې، ستاد تفکر د بدلون تر ټولو غوره لارکومه یوه ده؟
◀ آیا سګرټ څکوې؟ که يې څکوې، نو ولې دا کار کوې؟
◀ ستا په نظر د کامیابی بهترینه لارکومه يوه ده؟
◀ په همدا اوس حال کې کوم مهم عوامل تا ترټولونه زیات په شور و هیجان کې راولي؟
◀ ترټولو ارزښتناک احساسات چې همدا اوس يې لرې، هغه کوم دي؟
▶ مخکې له مخکې باید کوم کار ترسره کړې، چې ستا د کورنۍ او خپلوانو د افتخار سبب شي؟
◀ څنګه کولی شې خپله علاقه او لېوالتيا د نورو په وړاندې ثابته کړې؟
◀ د خپل شخصیت له کومې جنبې سره دې مینه لرې؟
◀ که چېرې د خپل ژوند مسئولیت په غاړه واخلې، نو څه ډول تغیرات په خپل ژوند کې پیش بیني کولی شې؟
◀ په وړکوالي او ځواني کې دې له مشرانو او تجربه کارو خلکو څخه کوم ډول نصيحتونه اورېدلي، چې ستا په ژوند کې یې مثبت تاثیرات درلودلي دي؟
◀ کله چې خپلو تېرو کلونو ته فکر کوې، کوم کارونه دې په هغو کې ډېر جدي نیولي وو، او په کومو کارونو کې نتیجې ته رسېدلی وې، چې همدا اوس هم ستاد افتخار سبب دي؟
◀ آیا تر اوسه د دخپل ځانه بد راغلي؟
◀ ځان پېژندنه څه ته وایي؟ او تا تر کومه بریده خپل ځان پېژندلی دی؟
◀ آیا فکر کوې چې د څومره خلکو بد اېسې او دلیل یې څه دی؟
◀ ستا کوم عمل که په یو مجلس کې یاد شي خوشهاله کېږې؟

Related Articles

Jul 15, 2022
3,359 views

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله...

Jul 06, 2020
4,045 views

چيګوارا څوک و ؟

اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...

Mar 24, 2021
1,841 views

ناظران وابسته

ناظران وابسته مصطفی عمرزی ماجرای استخدام 700 تاجک که بیشتر از منطقه ی پنجشیر بودند، از جمله ی اخباری بود که هنگام دو هفته ی اول جراحت اسدالله خالد در پُست ریاست عمومی امنیت ملی، اتفاق افتاد. همان زمان یگانه تلویزیونی که این مساله را جداً خبری ساخت،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,499 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,093 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,869 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...