لیکنه: نګین کرګر

نږدې له دوو پېړيو را په دېخوا انسانان د واکیسن په واسطه له ډېرو خطرناکو ناروغیو ژغورل شوي دي. په "۱۷۹۷م" کال کې یو انګریز ډاکټر لومړنی کس و، چې واکیسن یې کشف کړ.
 نوموړي ډاکټر د غوا د چیچک مرض نه التهابي ترشح شوې خیرې، چې د شیدو لیشولو په فارم کې د یوې کارکونکې نجلۍ په لاس کې یې زخم جوړ کړی و راواخیستل او د یو اته کلن ماشوم په لاس یې ووهه.
 نجلۍ د چیچک له لاسه سخته ناروغه شوه خو هلک باوجود ددې چې نږدې هم ګرځېده، په دې مرض اخته نه شو.
 نوموړي ډاکټر داسې پېښې د "۱۷۷۰م" کال راپه دېخوا له ځانه سره ثبتولې. بیا یې په یوه طبي مقاله کې په خپل لګښت چاپ کړه خلاصه یې لیکلې وه، چې د غواګانو چیچک مرض کولای شي د انسانانو د چیچک مرض نه مخنیوی وکړي او دا داکټر په دغه کار د اوسنیو واکسینو بنسټ ایښودونکی وګرځیده.

 ډاکټر جینیر ته څنګه د واکسين مفکوره پیدا شوه؟
 په شروع کې ده لیدل، هغه نجونې چې په فارم کې شیدې لیشې او د غواګانو سره تماس لري په چیچک مرض اخته وي.
 او په لاسونو کې یې دانې سختې زیاتې وې. دغه مهال جینیر ساینسي څېړنې شروع کړې او خپل معلومات یی منظم کړل. ده به د نجلۍ د لاس نه التهابي مواد د یو سالم ماشوم په لاس وموښل او په پای کې به یې لیدل چې ماشوم کله هم چیچک مرض نه نیسي، با وجود ددې چې دغه هلک ددې نجونو سره نږدی تماس درلوده.
 ډاکټر جینیر د طبیعي علومو او ساینس سره د علاقمندۍ په اساس په خپل طبابت کې خورا بریالی شخص و، حتی وروسته به یې په فارمونو کې د نجونو نه دا اوریدل چې مونږ د غوا چیچیک تیر کړی نوره مو دا مرض نه نیسي.

 دوه کاله وروسته ده خپل هایپوتیزسس یا فرضیه وړاندې کړه، چې ټول د فارم حیوانات باید درمل واخلي خو د ډیر مخالفتونو سره مخامخ شو او ډیرو خلکو پرې ملنډې  ووهلې. نن سبا دا خبره ډېره ابتدایي ګڼل کېږي، خو جینیر د ننني واکیسن بڼست کیښوده.

 لږه موده وروسته د جینیر دغه څېړنې که ډېرې ابتدایي هم وې خو د حکومت او د اروپایي ټولنې لخوا د هرکلي سره مخامخ شوې. لومړي سر کې واکسین دومره جدي نه ګڼل کیدل خو کله چې د واکسینو وقایوي ارزښتونه برسیره شول، نو  په نولسمه پیړۍ کې واکیسن په اروپا او امریکا کې د دولت لخوا جبري اعلان شو.
 د ماشومتوب دورې مکمل واکیسن دوره په شلمه پیړۍ کې سټنډرډ (معیاري) شو، چې باید هر ماشوم مکتب ته له تګ نه د مخه دغه دوره وقایوي واکیسن سر ته رسولې وی.

 د روغتیا نړیوال سازمان او د یونسېف سازمان په "۱۹۷۴م" کال  کې یو نړیوال کمپاین پیل کړ. دا کمپاین د ماشومانو د واکیسن یو نړیوال کمپاین و، چې د ساري مرضونو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه ترسره شو، تر څو د ماشومتوب دغه مرګونې ناروغۍ له منځه لاړې شې. د همدې کمپاین له وجې  د چیچک مرض په پراخه کچه په نړۍ کې دمنځه لاړ او د نړیوال سازمان دغه وقایویي کمپاینونه د مثبتې پایلې له امله تر نن پورې دوام لری.

 لکه څنګه چې زیاتره داروګان کیمیاوي مالیکیولونه دي واکیسن هم بیالوژیکي مالیکولونه دي دا ځکه چې د بیالوژیکې پروسې په نتیجه کې دا جوړیږي.
 واکیسن د یوې باکتریا یا ویروس د حجرې یوه برخه کیدای شي. دا کولای شي یوه مکمله ضعیفه کړای شوې ژوندۍ حجره اوسي یا نیمه د ویروس او باکتریا مړه حجره  اوسي. دغه درمل ته بیالوجیکس وایي او نن سبا په طبابت کې د بیلابیلو مرضونو لکه د سرطان د تداوۍ لپاره هم استعمالېږي.


 د واکسین ډولونه

واکیسن په پنځه ډوله ویشل شوي دي.
 ۱-ضعیف کړای شوي باکتریا یا ویروسي حجره لکه د انفلونزا ، سرخکان، کله چرک او زیړه تبه.
 ۲-غیر فعال یا مړ ویروسي یا باکتریایي حجره لکه د هیپتایتس A او سیاه سرفه واکیسن.
 ۳-زهري حجرات یا توکسوید واکسین لکه د دیفتري او تیتانوس واکسین.
 ۴-د ویروس یا باکتریا یو واحد مثلاً د هیپتایتس B واکسین چې د یوډول پروتین څخه جوړ شوي دي.
 ۵-او یا یوځای شوي حجرات لکه د نمونیا او میننجایتس واکسین.

 پولیو واکسین هم د همدې پنځه ډوله واکسینو څخه یو دی. چې په دوه ډولونو دي یو چې د څاڅکو په شکل دي او بل یې د ستنې په واسطه عضله کې پیچکاري کیږي.

 د پولیو د واکسین څاڅکي د مګنیزیم کلوراید (مالګه) محلول دي چې په دې کې د معافیت په خاطر د ویروس نیمګړۍ پروتین د ۲۵ مایکرو ګرام یعنې د ملي ګرام یوزرمه حصه ستریپتو مایسین او نیومایسین هم حل شوي دي. دې ډول ته OPV ویل کیږې.

 بل ډول یې چې IPV واکیسن دي د پولیو د دریو واړو ویروسونو په وړاندې معافیت ورکوي. دې واکسین کې د پولیو دری واړه ویروسونو غیر فعاله حجرې او پروتین موجود دي، چې د ستنې په واسطه باید یو مسلکي شخص هغه تزریق کړي ځکه د ستنې وهلو زاویه په عضله کې مهمه ده.
 واکیسن ته ددې په خاطر په طبي درملو کې بیالوجکس وايي ځکه دا دیوې ژوندۍ حجرې د پروتینو ، قند یا دی ان ای څخه جوړ شوي دي. دا ژوندۍ حجرې کیدای شي د یو تي لرونکي حیوان لکه خنځیر ، غوا ، یا مرغان ، حشرات نباتات ویروس یا باکتریا اوسي.
 کیمیاوي درمل د کیمیاوي تعاملاتو په نتیجه کې جوړیږي او بیالوجکس د یوې حجرې څخه یا د بیالوژیکي پروسې په نتیجه کې جوړیږي چې لګښت او خوندي کول یې خورا ګران دي. بیالوجکس درمل مثلن انسولین او کیمیاوي درمل مثلن اسپرین.
 واکسین د تیرو دوه پیړیو څخه راپه دیخوا یواځیني مؤثر وقایوي درمل شمیرل کیږېي، چې د فارمې حیواناتو او انسانانو د بقا لپاره یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي.