کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي. د کاغذ جوړونې ځینې حلقې تر ۱۰ متره پورې پراخې وي او په یوه دقیقه کې ۲۰۰۰ متره تاویږي او په یو کال کې تر ۶۰۰۰۰۰ ټنه پورې کاغذ تولیدوي. کاغذ د مختلفو موخو لپاره کاریږي لکه د توکو پوښ، لیکلو، پاکولو، فلټر، کتاب، د پیسو چاپ، تشناب کاغذ او داسې نورو موخو لپاره.
د کاغذ جوړونه په ختیځې اسیا کې پیل شوې او ممکن په لمړي ځل چین جوړ کړی وي. له زېږیدیز کال څخه د دوه پېړیو وړاندې لرغونې ټوټې یې په چین کې موندل شوي. په اوس وخت کې د نړۍ لوی د کاغذ تولیدونکي چین او ورپسې متحده ایالتونه دي.
تاریخ پوهان په دې اند دي چې په ۷۵۱ کال کې د تالاس له جګړې (Battle of Talas) وروسته اسلامي نړۍ ته د کاغذ جوړونې پوهه انتقال شوه او دا پوهه یې له دوه هغو اسریو چینایانو تر لاسه کړې وه چې په یاده جګړه کې اسیر شوي وو خو د یادې کیسې په اړه کافي شواهد نشته خو له دې لږ وروسته یې تولید په سمرقند کې پیل شو. په ۱۳ پېړۍ کې له منځني ختیځ څخه د منځنیو پېړیو اروپا ته وارد او په ټوله اروپا کې خپور شو او په اروپا کې ورته لمړی د اوبو په ذریعه تاویدونکی میل جوړ شو تر څو د اوبو په انرژي کاغذ تولید کړي. اروپا ته په لمړي ځل له بغداد څخه صادر شوی وو او له همدې یې پیل کې نوم (bagdatikos) وو. په ۱۹ پېړۍ کې یې صنعت پراخېدنې قیمت بې کچې راکم کړ.
د انګرېزۍ ژبې (paper) کلیمه د لاتیني ژبې له (papyrus) څخه اخیستل شوې او د لاتیني ژبې یاده کلیمه د یوناۍ ژبې له (πᾰ́πῡρος - pápūros) کلیمې اخیستل شوې، د یونانۍ ژبې یاده کلیمه د (Cyperus papyrus) بوټي نوم دی. په خپله (papyrus) پخوا وخت کې ډبل کاغذ وو او له (Cyperus papyrus) بوټي جوړېده. د پاپیروس د جوړېدنې بهیر د اوسني کاغذ له جوړېدو سره توپیر لري.
په انګرېزۍ کې د کاغذ خمیرې ته (pulp) وایي د جوړېدو لپاره د خمیرې جوړونې کیمیاوي بهیر (chemical pulping process) کاریږي په دې بهیر کې له سلولوز فایبر څخه د لیګنین (lignin) په نامه توکي جلا کیږي او په دې کې موجوده وېشېدونکې مایع لیګنین ماده منحل کوي او وروسته له سلولوز څخه مینځل کیږي او دا چاره د سلولوز فایبر د اوږدوالي ساتنه کوي.
ځینې کاغذونه د کاغذ له کیمیاوي خیمرې جوړیږي په انګریزۍ کې ورته (wood-free papers) وایي پام مو وي چې له (tree-free paper) اصطلاح سره یې ګډ نه کړئ ځکه دواړه جلا مانا ګانې لري. د (wood-free papers) مانا یوازې له کیمیاوي خمیرې جوړیدونکی کاغذ دی او د (tree-free paper) مانا د کرنې له پاتې شونکو، ټوټې او ځینو وحشي بوټو د کاغذ جوړونه ده. د کاغذ له کیمیاوي خمیرې جوړ شوي کاغذ کې لیګنین نشته وي، د لیګنین لرونکی کاغذ د وخت له تېرېدو سره خرابیږي. د کاغذ د سپینولو لپاره د سپینولو کیمیاوي بهیر (bleaching) کاریږي تر څو د کاغذ له خمیرې سپین کاغذ تولید کړي خو د سپینولو بهیر یې ۵% فایبر کاروي. په کیمیاوي بهیر کې یې کاټن نه کاریږي ځکه چې کاټن خپله ۹۰% سلولوز دی.
د کیمیاوي خمیرې بهیر په درې ډوله دی یو ډول یې د سلفایټ بهیر (sulfite process) دی، له ۱۸۴۰ لسیزې تر د دومې نړیوالې جګړې پیل پورې دود طریقه وه. دوېمه طریقه د کرفټ بهیر (kraft process) دی د سلفېټ بهیر په نامه یې هم یادوي، په ۱۸۹۰ لسیزې کې دا طریقه اختراع شوه. په دې طریقه کې کیمیاوي مواد له لیګنین سره تعامل کوي او تعامل یې تودوخه تولیدوي. د دوېم بهیر ګټې یې د بریښنا تولید او خپل ټول غیري عضوي ضایعاتو بیا ځلې کارونه ده. درېمه طریقه د سوډا د کاغذ خمیره (Soda pulping) ده. په درېمه طریقه کې له وښو، بوسو او کلکو لرګیو د کاغذ خمیره جوړیږي.
د کاغذ میکانیکي خمیره
د کاغذ میکانیکي خمیره په دوه ډوله ده : تېرمومیکانیکي د کاغذ خمیره (thermomechanical pulp) او د ځمکې د لرګیو د کاغذ خمیره (groundwood pulp). په تېرمومیکانیکي د کاغذ خمیره طریقه کې ورقې ته ورته وړیږي، په بخار ګرمیدونکو تصفیه کوونکي کې اچول کیږي او وړې شوې د لرګي ورقې پکې په دوه فولادي ډیسکونو زبېښل کیږي. د ځمکې د لرګیو د کاغذ خمیره کې د لرګیو سټې وړیږي او په فشار باندې فایبر ترې جوړیږي. په میکانیکي خمیره کې لیګنین نه جلا کیږي او له همدې امله یې محصول هم ډېر لوړ وي تقریبا ۹۵% پورې رسیږي خو پکې موجود لیګنین کاغذ ته زېړ رنګ ورکوي او د وخت له تېرېدو سره خرابیږي. فایبر یې لنډ وي او له همدې امله ترې جوړېدونکی کاغذ هم کمزوری وي. د تولید د پروسې لپاره یې زیاتې برېښنا ته اړتیا ده خو له کیمیاوي ډولونو یې لګښت کم دی.
له رنګ پاکه شوې د کاغذ خمیره
په دې بهیر کې له کارول شوي کاغذ رنګ لرې کیږي او بیا ځلې کاغذ ترې جوړیږي. له کاغذ څخه د کاغذ د خمیرې جوړولو لپاره میکانیکي او کیمیاوي دواړه طریقې کارولای شي. له اوبو سره حل کیږي او بیا پرې میکانیکي طریقه کاریږي تر څو د هایډروجن بانډونه تجزیه او فایبر ترې جلا شي. کله چې کاغذ ترې جوړ شي له لمړي کاغذ سره یې کیفیت برابر او یا ټیټ کیفیت لرونکی وي. که چېرې د کاغذ د تولید په پروسه کې په میل کې کاغذ ضایع شي بیا ځلې د کاغذ خمیره ترې جوړیږي.
د کاغذ د کیفیت ښه کولو لپاره د چین په نامه خټه او تباشیر په کاغذ کې کاریږي. د کاغذ ډبلوالی په کالیپر (caliper) کچه کیږي، کاغذ ممکن د ۰.۰۷ او ۰.۱۸ ملي متره ترمنځ ډبل وي.
لیکنه ـ ذکریا رحيمي