To start downloading books

Please sign in or create an account.

د باختري خزانې په اړه څومره پوهېږئ؟

د باختري خزانې په اړه څومره پوهېږئ؟

د باختر خزانې ارزښت دده د طلا د مقدار پر اساس نه دی او دا مقدار مثلاً په کیلو ګرام باندې تلل کېږي. دا ۲۰ زره او ۶۰۰ او څو پارچې دي چې د خالصې طلا څخه جوړې شوي‌ او د باختري یونان په موده کې غالبا د کوشاني شاهانو پورې اړه لري چې له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰ کاله وړاندې یې په دې سیمه حکومت کولو.

ددې خزانې اهمیت په لرغونتوب کې دی.  په نړۍ کې د خالصې طلا له پلوه تر ټولو مکمله، با ارزښته او لرغونې ده. یعنې په نړۍ کې یې بل ساری نشته. دا خزانه په شبرغان کې ددې شاهانو د مزارونو څخه ترلاسه شوې ده.

ولې مهمه ده؟

۱ - ددې خزانې د مادي ارزښت اټکل ډېر ستونزمن دی. ځکه تر اوسه پورې مزایدې ته نه ده تللې. دا کار په جهاني سطحه د تاریخي آثارو کلکسیونران کوي. چون د دولت ملکیت دی نو دولت دې ته اجازه نه ورکوي.  خو په تخمیني ډول ممکن څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

۲ - هغه موږ چې د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په ادعا ریشخند وهو، دا خزانه یې یو مهم مادي سند دی. په بل عبارت دا خزانه د بودا تر مجسمو ډېر تاریخي ارزښت لري. ځکه چې په طبعي ډول د خرابېدلو چانس یې تقریباً صفر دی.

۳ – دا خزانه زموږ د هویت یو سند دی. معنا دا چې ۲۵۰۰ کاله وړاندې موږ څوک وو؟ زموږ مراوده د باختر – یونان سره څه ډول وه؟ په دې خاوره کې د هیلینیزم – بودیزم د تمدنونو د سنتیز په پایله کې کوم ډول نوی تمدن رامنځته شو؟ زموږ په اوسني فرهنګ کې ددې تمدنونو نښې کومې دي؟ ... دا ټولې پوښتنې ځوابوي!

۴ – د تاریخي – فرهنګي پلوه حد اقل تر اسلام وړاندې افغانستان په ریښتیا هم د تمدنونو څلور پاتې شوی او د څو فرهنګونو یو جالب سنتیز رامنځته کړی دی. خو کله چې اسلامي تمدن دلته راغی د پخوانیو تمدنونو برعکس یې د حذف سیاست ته مخه کړه. ځکه اسلامي تمدن تر خپل ځان پخواني هر څه ردوي او ورسره تقابل کوي. ددې په پایله کې یکنواخت سیستم رامنځته شو او ددې جغرافیې پخوانی برم او د پرمختګ پوټانشیل له منځه لاړ.

۵ – د شلمې پېړۍ په سر کې خصوصاً په شرقي ټولنو کې د ملتسازۍ یو ټرېنډ په تاریخ کې نغښتی و. یعنې ملتونو هڅه کوله چې خپلې تاریخي ریښې چې څومره غځولی شي، هومره ورسره مرسته کوي چې د واحد ملت کانسپټ قوي کړي. شاه امان الله لومړی کس و چې د اصلاحاتو په اډانه کې یې لرغونپېژندنې ته پاملرنه وکړه. نوموړي د آرکیولوژۍ بنسټ کېښود او له فرانسې یې لرغونپوهان را وغوښتل چې د تاریخي آثارو په واسطه دا ثابته کړي چې افغانستان تر اسلام وړاندې هم تمدن درلود. بیا وروسته د انجمن تاریخ افغانستان په تاسیس سره دا چارې لا زیاتې ګړندۍ شوې او د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ روایت رسمیت پیدا کړ.

۶ – له مادي پلوه د باختر خزانه په کلني ډول تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې د عایداتو د ګټلو پوټانشیل لري. دا په دې شرط چې سمه مدیریت شي او د نړۍ مشهورو موزیمونو سره د نندارې په موخه قراردادونه وشي او بازاریابي ورته وشي. ځکه انتقال یې اسانه دی. دا کار په نړۍ کې ډېر معمول دی. ددې خزانې یوه ډېره کوچنۍ برخه (غالباً څه باندې ۲۰۰ پارچې) صرف یو ځل له افغانستانه وتلې دي او هغه هم سم مدیریت شوي نه دي. د نورو ستونزو تر څنګ یې تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې د انتقال پر مهال باید بیمه شي او بیمه یې ډېره ګرانه ده.

۷ – د باختر خزانه د داود خان په وروستي کال کې پیدا شوه. بیا په ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې وه. ډاکټر نجیب که نور هر څنګه و، ددې خزانې د چور او تالان د مخنیوي تر ټولو مهم شخص پاتې شوی. ځکه هغه چې نور په دې پوه شو چې کیسه خرابه ده، خزانه یې له موزیم څخه د ملي بانک زېر زمینۍ ته انتقال کړه او د لوړو امنیتي تدابیرو سره یې مهر و لاک کړه. په جنګونو کې ټول موزیم چور شو خو د ډاکټر نجیب د تدبر په وجه دا خزانه وژغورل شوه.

۸ – ویل کېږي چې طالبان د خپل قدرت په وروستیو کې متوجه شول چې داسې خزانه د بانک په زېر زمینۍ کې ده خو تر پایه ونه توانېدل چې پیدا یې کړي.

۹ – که چېرې سوله راشي او په کابل کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شي، یواځې او یواځې همدا موزیم کولای شي چې د سلګونو زرو بهرنیو سیلانیانو د راتګ زمینه برابره کړي.

۱۰ - یوه وروستۍ مهمه خبره چې رانه هېره شوه، دا ده چې د عام فکر بر خلاف دا خزانه د افغانستان بانک لخوا د افغانۍ د پشتوانې په توګه نه کارول کېږي. هغه جلا سره زر دي. یعنې د افغانۍ د ارزښت پورې هېڅ اړه نه لري.

فکر کوم همدومره به کافي وي!

ايمل جلال

Related Articles

د انګلېسي ژبې لومړنی نوبل جایزه ګټونکی ليکوال وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د انګلېسي اددبیاتو بحث کېږي؛ نو د لومړني انګرېز نوبل ګټونکی لیکوال (کيپلینګ) نوم حتما په کې یادېږي. تر "۱۹۹۳ز" کال پورې د ادبیاتو په برخه کې کم عمره نوبل جایزه ګټونکی لیکوال و. تاسو په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    کيپلینګ څوک و؟ د انګلېسي ژبې ددې ستر لیکوال کورنۍ اصلا د انګستان وه؛ خو دا هغه وخت و...

د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  ټول هېوادونه له خپلو ګاونډيانو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټيکي، سوداګریزې او ورته نورې اړیکې لري. ددې چارو د ښه ترسراوي لپاره اړینه ده، چې بندرونه او هوايي ډګرونه جوړې شي. افغانستان هم د ګوتو په شمېر هوايي ډګرونه لري، چې یو ستر هوايي ډګر "د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ډګر په اړه لا ډ...

د اعلیحضرت غازی امان الله خان ژوند لیک

د امیر عبدالرحمن خان (۱۹۰۱-۱۸۸۰ع) د تور استبداد په ځاله، د شهزاده حبیب الله خان د ګڼ شمیره حرمسرای د یوې نازولې مېرمنې سراج الخواتین په کور د پغمان په دره زرګر کې د حاجي اسد خان کره د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع کال) د میانې په پینځمه نېټه یو ماشوم پیدا شو چې نوم یې امان الله پرې کېښود، دې ماشوم په ناز او تنعم کې سترګې پرانستې او په دربار کې لوی شو، ده چې ښ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...