لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې د انګلېسي اددبیاتو بحث کېږي؛ نو د لومړني انګرېز نوبل ګټونکی لیکوال (کيپلینګ) نوم حتما په کې یادېږي. تر "۱۹۹۳ز" کال پورې د ادبیاتو په برخه کې کم عمره نوبل جایزه ګټونکی لیکوال و. تاسو په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.
کيپلینګ څوک و؟
د انګلېسي ژبې ددې ستر لیکوال کورنۍ اصلا د انګستان وه؛ خو دا هغه وخت و، چې هند د بریتانیا تر مستعمرې لاندې و. نو ځکه خو "کيپلینګ" هم په "۱۸۶۵ز" کال کې د هند په بمبئي کې وزېږېد. د نوموړي بشپړ نوم "رادیارد کيپلینګ "Rudyar Kipling" دی.
نوموړی په یوه هنرپاله کورنۍ را لوی شو. مور یې د نوموتي انځورګر "ادوارډ جانس" لور وه، چې کیسې یې هم لیکلې. پلار یې هم د معمارۍ ترڅنګ د هنرونو په ښوونځي کې د مدیریت دنده ترسره کوله.
کلیپينګ تر شپږ کلنۍ په هند کې اوسېده او له هغه وروسته انګلستان ته د زده کړو لپاره ولېږل شو. هلته یې د لیلیې له کارکوونکو بدې خاطرې لرلې. له ښوونځي وروسته له دود سره سم پوځي زده کړې پیل کړې؛ خو هلته یې د سترګو ناروغي پیدا کړه او "۱۷" کلن و، چې بېرته هند ته ستون شو.
په هند کې یې د خبریال په توګه دنده پیل کړه او ادبي لیکنې یې هم کولې. دلته له "اووه" کالو ژوند وروسته بېرته انګلستان ته لاړ؛ خو په دې کلونو کې یې دومره څه پنځولي وو، چې نوموړی یې په انګلستان کې د یوه ځوان لیکوال په توګه معرفي کړ. وروسته له خپلې مېرمنې سره یو ځای امریکا ته ولاړ او هلته له خپلې خسرګنۍ سره مېشت شو. له څه مودې وروسته هغه ځای پرېږدي او بېرته انګلستان ته راځي. له دې ځایه جنوبي افریقا ته ځي او هلته بیا هم له لیکلو سره کار لري ورځپاڼې چاپوي او جګړې راپورونه ورکوي.
له دې وروسته په "۱۹۰۲ز" کې بېرته انګلستان ته راغی او خپل وخت یې ادبي هڅو ته بېل کړ. د خپل ژوند په اوږدو کې له ګڼو پنځونو وروسته په "۱۹۳۶ز" کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هېره دې نه وي، چې نوموړي په "۱۹۰۷ز" کال کې چې کله دی "۴۳" کلن و د نوبل جایزه وګټله.
د شعر یوه بېلګه
د نوموړي د شعرونو له جملې د "ای مورې!" تر عنوان لاندې یو په زړه پورې شعر لولئ.
که ما چېرته د یوې لوړې غونډۍ پر سر په دار وځړوي
ای مورې! پوهېږم چې
د چا مینه به تر هغه لوړ ځايه له ما سره ملګرې وي
که زه چېرته د کوم ژور سمندر تر څپو لاندې شم
ای مورې! پوهېږم چې
د چا اوښکي به تر هغه ژورو پورې ماته را رسېږي
که زما زړه او ځان چېرته
په غمونو او رنځونو کې راونښلي
ای مورې! پوهېږم چې
د چا دعاوې به ما ژغوري.