To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ahmad Sohib Hasrat 4 years ago 1,275
پلرونو تر منځ توپير

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم.

بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس څخه راووتم ونه ولاړه،ځنځیر پروت او بایسکیل پر ځای نه وه هک پک شوم چې دا څه راوشوه همداسې کورته راغلم.

شپه شوه له ډوډۍ خوړو وروسته غلی ناست وم ځکه چې ګلان مې کرلي او بایسکیل مې ورک کړی وه ټولو راته ویل چې هلکه څه خبره ده؟ څه شوي دي؟ چپ وم بالاخره دې ته اړه شوم چې کور کې کېسه وکړم، ټولو ته مې وویل چې نن مې بایسکیل را څخه چا غلا کړ.

ورورنو، خویندو یو بل ته سره کتل را کتل او زه به یې ځورولم چې اوس به دې پلار چاره وکړي پلار راته هیڅ غږ ونه کړ او دومره یې راته وویل سبا زه هم درسره ځم او په بازار کې به درته یو بل نوی بایسکیل واخلم.

سبا زه او پلار دواړه لاړو بازار ته پلار راته یو بل نوی بایسکیل واخیسته له بایسکیل اخېستو یو ورځ وروسته کورس ته ولاړم چې دا غله زه تعقیب کړی وم کله مې چې بایسکیل صنف مخ ته درولې وه بیا یې را څخه وړی وه او چې له صنف څخه راووتم بیا بایسکیل پر خپل ځای نشته دی.

اوس نور هیڅ چاره نه وه را پاتې په سترګو مې توره تیاره شوه چې هلکه یو خو دې ورک کړ پلار درته بل واخیسته اوس به څه کوي څو ځایه مې پوښتنه وکړه تر ماښامه هیڅ هم د بایسیکل څرک ونه لګېده ماښام ماښام کورته ولاړم دا ځل نو له وېرې بیخې کوټې ته هم نه ننوزم او ځان سره مې وویل چې نن شپه به ډوډۍ هم نه خورم.

بلاخره بیا مجبور شوم چې خپلې کورنۍ ته ټوله کیسه وکړم او دا مې  کور کې وویل چې نن بیا را څخه بایسکیل ورک شو.

دا وخت مې پلار په لوړ غږ وخندل راته یې وویل چې زویه ښه د وکړل تا دوه ورک کړ خو زه چې کله ځوان وم ما درې بایسکیلونه پرله پسې ورک کړ سبا به درته یو بل واخلم غم یې مکوه دا دې هم چې ورک کړ بیا به یې په اړه بحث وکړو چې وروسته له دې څه وکړه او څه ډول تدابیر ورته ونیسه.

اوس نو له خوښۍ په جامو کې نه ځایږم سبا دواړه لاړو بازار ته درېم بایسکیل یې راته واخېسته هماغه درېم بایسکیل شو چې ښوونځي مې پرې خلاص کړ او نور چا را څخه غلا نه کړ.

له پلار څخه مې مننه چې زما او زما د خویندو د زده کړې په بهېر کې یې تل قرباني ورکړې ده.

  

Related Articles

ښځه الهي معصوم مخلوق، که د محصولاتو بازار د ګرمېدو وسیله

  د اوسني عصر سمو او نا سمو جنسیتي سټريوټايپونو ته کتنه ژباړه: نایله_عزیزي جنسیتي سټريوټايپونه د ګډو کلتوري او ټولنیزو باورونو مجموعه ده چې ځینې ځانګړنې یې افرادو، لکه نارینه او ښځینه ته منسوبېدای شي. همدارنګه کورنۍ، علمي موسسات، همکاران، رسنۍ او داسې نور کلتوري او ټولنیز بنسټونه يې په بیا تولید کې اغیزمن دي. پر دې بناء، باید د جنس او جنسیت ترمن...

لمریزه قطب نما- د لمر څخه څلور طرفه پیداکول

#لمريزه_قطب_نما تاسې په دښته (صحرا) او يا کوم ناپيژندل شوي ځای کې کې لاره ورکه کړه، نو د لمر په مرسته خپل لوری داسې موندلی شئ:  1. لرګی ودروئ: یو سېده لرګی په ۹۰ درجې (عمودي) پر ځمکه کې ودرَوئ، او یو کوچنی کاڼی په هغه ځای کې کېږدئ، چرته چې د سیوري پای رسيږي. 2. انتظار وکړئ: له ۱۰_۱۵ دقيقو پورې انتظار وکړئ ترڅو د سيوري ځای بدل شي. بیا یو بل کاڼی په...

مقدوني سکندر څوک و ؟

( د نړېوال تاريخ ېو ستر ستوري په هکله ډېر لنډ مالومات )سکندر چې په اروپايي ژبو کې( الکساندر ) بلل کېږي د مقدونیې پاچا او د نړۍ ېو ستر فاتح تېر شوی دی . د هغه په باب وېل کېږي چې فوق العاده ستر پوځي جنرال او سپه سالار و ؛ ډېرې زېاتې جګړې ېې کړي ، د اسېا د وچې غټه برخه ېې فتحه کړې وه او خپله ېوه جګړه ېې هم نه وه بایللې .تر ميلاد مخکې 356 کال ، د پخوان...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...