له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 17, 2021
5 years ago
2,436 views
له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

نبيﷺ به له ښي طرفه پيل کول خوښول:  د پيزار په پښو كولو كې، د وېښتانو په ږمنځ كولو او په طهارت حاصولو كې، بلکې  په ټولو  (عزتمنو) كارونو كې. (صحيح البخاري: 168)

ځينې کارونه داسې دي چې د ښي اړخ کارول په کې واجب دي لکه په ښي لاس خوراک څښاک کول. 

ځينې کارونه د استحباب او غوره والي په درجه کې راځي، لکه جومات ته د ننوتو په وخت کې لومړی ښۍ پښه داخلول او د راوتو په وخت کې ګسه مخکې کول.

همدارنګه ځينې وختونو کې نبي صلی الله علیه وسلم ښي او ګس دواړه اختيار کړي دي لکه له لمانځه څخه د سلام په ګرځولو پسې نبي صلی الله علیه وسلم کله ښي اړخ ته مخ اړولی دی او کله ګس یا کېڼ اړخ ته لکه په صحیح مسلم کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دی چې وايي تل ښي اړخ ته مخ مه اړوئ نبي صلی الله علیه وسلم چې به کله مقتديانو ته مخ رااړولو نو کله به يې ښي اړخ ته مخ کړو او کله ګس اړخ ته.

له سورلۍ څخه د کوزېدو پر مهال به کوم اړخ ته کوزېږي؟

 نو په دې باره کې خو واضح نص نشته، خو کوم تعامل چې د آس سوارو، اوښ سوارو او نورو د سورولۍ پر حيواناتو د سورلي کوونکو راروان دی هغه همدا دی چې ګس یا کېڼ اړخ ته به کوزېږي او په همدې کې اساني ده او همدا د شريعت له روح سره چې اسانۍ ته ترجیح ورکوي؛ سمون  خوري. 

 تر دې چې پر موټر سايکل سورلي کوونکي هم همدغه تعامل کوي. همدارنګه هغه ملکونه چې په ګس یا کېڼ لاس چلند کوي لکه انګلستان او له انګلستانه ازاد شوي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان، نو هلته خو ډريور به په همدې ګس اړخ کوزېږي او له بسونو او لويو لاريو څخه د سورليو کوزېدل به هم له همدغه اړخه وي.

او که دغه صورت نه وي او ښي او ګس دواړو اړخونو ته د کوزېدو سهولت وي، نو بيا به اسانۍ ته ګوري چې کوم اړخ ته کوزېدل ده ته اسان دي. او الله ښه پوهېږي.

مفتي عبدالولي

Related Articles

Jun 10, 2023
1,414 views

ویټامن B12

⭕️ ویټامن B12 ! د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟  د ويټامین  B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟د ويټامین  B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟  دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.  ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې د...

Aug 08, 2020
3,637 views

امونیم نایټرېټ څه شی او څومره خطرناک دي؟

امونیم نایټرېټ سپین، ښیښه یي غوندې کلک مواد دي چې په لویه صنعتي کچه جوړېږي. تر ټولو ډېر په کیمیاوي سره کې د نایتروجن سرچینې په توګه کارول کېږي، خو د دې ترڅنګ په کان کیندنه کې د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستل کېږي.امونیم نایټرېټ په ټوله نړۍ کې موندل...

Jul 14, 2020
2,771 views

پرېوتی سينګاپور چا په پښو ودراوه ؟

نوم ېې (لي کوان يو ) او په کال 1926 م د سينګاپور په ېوې چينايي کورنۍ کې زېږېدلی و . مور او پلار ېې د برتانوي کلتور د څېړنې په برخه کې کار کاوه ، هغوي د سينګاپور د دوه مختلفو سيمو وو او په دوه بېلو ژبو ېې خبرې کولې . دا چې هغوي (د لي کوان مور او پلار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...