د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 18, 2021
5 years ago
3,787 views
د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

 د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  ددې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

ـ د وینې انتقال

ـ د یوې عضوې پيوند

ـ د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

علایم

ددې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. ددې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

ـ تبه

ـ لړزه

ـ خوله

ـ سر درد

ـ زړه بدوالی 

ـ کانګې 

ـ د وينې کمښت

ـ د عضلو درد

ـ نا آرامي

ـ بې هوښي

ـ د خولې خوند خرابوالی

درملنه

ددې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې "کلوریکین" او په سخت ډول کې یې "مفلوکيين" درکول کېږي.

Related Articles

Jun 04, 2021
4,497 views

د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

د سروزرو معبد (طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی د هند د پنجاب په امرتسر کې چې زموږ د هیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي د سیکانو ستره ګورودواره ده، چې دوی یې د (دربار صاحب) په نامه هم یادوي. ددې معبد بنسټ د سیکانو د څلورم ګورو او لارښود (ګو...

Jul 20, 2021
3,586 views

د غوښې روغتيايي زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی دا سمه ده، چې غوښه ګڼې ورغتيايي ګټې لري. په خپل غذايي رژيم کې باید حتما غوښې ته ځای ورکړو؛ مګر په هر څه کې افراط او تفریط له ستونزو خالي نه وي. که ډېره غوښه خورئ پرته له شکه به ډېرې روغتيايي ستونزې هم تجربه کړئ. په دې لیکنه کې پر...

Sep 18, 2023
3,088 views

چاپيريال ساتنه

ليکوونکى: خالد راﺯق زیاتره موږ انسانان ټول شیان د ځان لپاره غواړي ا و ددې څخه هم ډېره زیاننمنه ده چي موږ خپل ځان د طبیعت او چاپیریال څخه بېل وګڼو. دا مفکوره ددې باعث سوې ده چي انسان د طبیعت بې فکره او بې رحمانه ګټه واخلي. هم دې مفکورې انسان هڅولي تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...