د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 18, 2021
5 years ago
3,786 views
د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

 د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  ددې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

ـ د وینې انتقال

ـ د یوې عضوې پيوند

ـ د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

علایم

ددې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. ددې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

ـ تبه

ـ لړزه

ـ خوله

ـ سر درد

ـ زړه بدوالی 

ـ کانګې 

ـ د وينې کمښت

ـ د عضلو درد

ـ نا آرامي

ـ بې هوښي

ـ د خولې خوند خرابوالی

درملنه

ددې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې "کلوریکین" او په سخت ډول کې یې "مفلوکيين" درکول کېږي.

Related Articles

Jul 02, 2021
3,757 views

څو جملې څو کتابه (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده. د لیکنو...

Jan 17, 2021
3,242 views

آمونیم نایټرایټ څه دي او کله خطرناک کېدای شي؟

لیکنه: نګین کرګر آمونیم نایټرایټ یو جامد سپین رنګې په اوبو کې منحل مواد دي. دا سملاسي نه سوځي خو که چیرته د نورو سوند موادو یا اوراخیستونکو موادو سره نږدې وي نو اور اخلي او د اور اخیستلو په وخت کې دا مواد زهري نایټروجن لرونکي ګازونه خپروي. آمونیم ن...

Jan 15, 2023
2,165 views

شیوه های انحلال ازدواج در حقوق افغانستان و ایران و راه های جلوگیری از آن || Methods of dissolving marriage in laws of Afghanistan and Iran & ways to prevent it

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهبه دلیل اهمیت والای کانون خانواده، استحکام و حفظ بنیان آن زبان‏زد هر عام و خاص در هر ازمنه و امکنه بوده و همواره مطلوب انسان‏ها بوده ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...