هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 19, 2021
5 years ago
3,641 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ژوند د اضدادو ټولګه ده. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، ناکامي او یا هم بریا ټول هغه مسایل دي، چې له ژوند سره تړلي دي. که ژور فکر وکړو، نو د دې حالاتو تجربه کول تقریباً د ټولې نړۍ په انسانانو حتمي بللای شو. خو بریالي وګړي هغوی دي، چې له دې حالاتو سره سم ځان چمتو کړي.

آیا فکر مو کړی دی، چې د ژوند بدلون یعنې څه؟ له دې خبرې څخه زموږ موخه دا ده، چې موږ او تاسو مثبت لوري ته بدلون او پرمختګ وکړو. همدارنګه د ژوند هر ډول حالاتو زغمل او پر روښانه راتلونکي باور مو د ژوند خوښي تضمينوي.

د ژوند ښه او بد ټول تجربه کوو، مګر ډېر کم خلک د خپل حالت د بدلون فکر لري، چې همدا خلک بریالي وي. آيا پوهېږئ، چې یو له هغه کسانو تاسو یې چې د بدلون انګېزه لرئ؟ هو همدا تاسو! ځکه چې دا لیکنه په پوره غور لولئ، ترڅو خپل ژوند بدل کړئ.

ـ له خپل کار سره مينه ولرئ!

د بریا لپاره لومړنی شرط همدا دی. چې خپل مسولیت په سمه توګه سرته ورسوئ. که تاسو زده کوونکي یا محصل یئ نو ښه درس ووايئ، ښوونځي/پوهنتون ته پر وخت لاړ شئ او کورنۍ دندې ته مو هم مناسبه توجه ولرئ. همدارنګه که تاسو بزګر یئ، خپلو ځمکو ته پوره پاملرنه وکړئ. دا کړنه ددې سبب کېږي، چې په خپل کار کې پرمختګ وکړئ، چې همدا ستاسو د بریا لپاره یو شرط دی.

ـ ولټر څه وايي؟

آيا تاسو بېکاره یئ!؟ دنده نه لرئ؟

فرانسوي لیکوال ولټر ويلي: "کار انسان له درېيو سترو بلاګانو (غریبي، احتياج او غم) څخه ژغوري. آیا تاسو د ولټر وينا په غور سره ولوستله؟ که نه مو وي لوستې نو دا ځل یې په غور ولولئ. 

هو! ولټر تاسو د کار د اهميت په اړه غږېږي. که تاسو کار وکړئ نو له درېيو سترو بلاګانو څخه د خلاصون په حال کې یئ. کله چې کار نه کوئ، نو حتما به له احتیاج سره مخ یئ او احتیاج خپله غم دی. تاسو باید هڅه وکړئ، چې کار وکړئ. بوخت انسانان په فزيکي او ذهني لحاظ د سکون احساس لري. زموږ پيغام دا دی، چې بېکاره مه ګرځئ. که هېڅ کار نه وي د خپلې حوېلۍ (انګړ) یوه برخه واړوئ بوټي او ګلان وکرئ. یا هم د کلي په خیریه کارونو کې برخه واخلئ. 

ـ سارتر څه وايي؟

آیا ستړي یئ؟ ناهیلي لرئ؟ مه خفه کېږئ! یوازې او یوازې پر له پسې هڅې تاسو خپلو موخو ته ور نږدې کوي. 

ژان پل سارتر د فرانسې یو فیلسوف دی. هغه وايي: "انسان هغه څه دی، چې دی یې له ځانه جوړوي." آيا پوهېږئ، چې د سارتر موخه څه ده؟ نوموړی وايي چې تاسو ځان بدلولای شئ، موخې ترلاسه کولای شئ، خو په هغه صورت کې چې تاسو پر ځان باور ولرئ او دا ومنئ چې زه هغه څه کېدای شم، چې غواړم یې. نو همدا نن د خپلې موخې پر لور قدمونه ګړندي کړئ. حرکت ته وخت مه ټاکئ همدا اوس یې وخت دی. فقط پيل وکړئ. پيل په دې معنا وي چې تاسو رښتيا هم خپلې موخې ته ژمن یئ او مينه ورسره لرئ. 

ـ شکسپير څه وايي؟

آیا د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره وارخطا یئ!؟ که وارخطا یئ نو ومنئ چې په ناسمه روان یئ.

د انګلېسي ژبې نوموتی لیکوال شکسپير وايي: "څومره چې صبر زیات وي، دقت زیاتېږي او څومره چې دقت زیات وي، بریا زیاتېږي." آیا پوهېږئ شکسپير څه وايي؟ نوموړی په دې آند دی، چې صبر ولرئ، خپلو موخو ته به هغه وخت ورسېږئ، چې صبر ولرئ. د صبر په پایله کې دقت رامنځته کېږي او دقت د بریا تضمين کوي.!

نو که تاسو هم وارخطا یئ، صبر پيدا کړئ. دا ومنئ چې هر څه به وي، مګر پر خپل وخت.

Related Articles

May 18, 2021
1,547 views

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری!

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری! سید مرتضی حسینی تاریخی‌گری به زبان ساده؛ عقب‌گرد به دوران‌های موهوم طلایی است. دوران‌های بسیار دور که سر بر دامن اساطیر شکوهمند و منزه می‌رسید. تاریخی‌گری، بازگشت یک گروه یا جامعه‌ی غرقه در مشکلات، معضلات و پتیاره گی‌ها...

Dec 27, 2021
2,105 views

پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانو...

Apr 09, 2022
1,764 views

دوینې سرې حجرې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   هغه حجره ده چې هیموګلوبین لري او بدن ته اکسیجن لیږدوي. د وینې د سرې حجرې (RBCیا red blood cell ) په نوم هم یادیږي. سور رنګ د هیموګلوبین له املهور په برخه شوی. اریتروسایټس په بڼه کې دوا اړخیزه مقعر دی، کوم چې د حجرو د سطحې ساحه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,525 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...