لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شکسپیر کتاب دې په کې پیدا نه شي. دی اصلا د انګلستان دی. خو وخت ناوخت یې په اړه ځينې عجیبې څرګندونې هم شوي دي.

یو ځل د لیبیا ولسمشر (معمر قذافي) ویلي و، چې شکسپير اصلا عرب و. خو کله چې انګرېزان د هغه په نبوغ پوه شول نو انګلستان ته یې یووړ. 

ددې ترڅنګ ګڼې نورې عجیبې دعوې هم شوي دي، مګر بیا هم مؤرخين سره په یوه خوله دي او شکسپير یې د انګلستان بللی دی. دا چې نوموړی د ښه فکر او حافظې خاوند و، نو ځکه خو یې خپل دينې کتاب په ډېر وړوکوالي کې حفظ کړی و. 

دا چې د هغه وخت علوم اکثره په لاتیني ژبه ول نو شکسپیر هم یاده ژبه زده کړه او ګڼ فلسفي، ادبي او علمي کتابونه یې مطالعه کړل. د وخت په تېرېدو سره ترې لوی لیکوال او ډرامه لیکونکی جوړ شو. دا چې ډرامې یې ځانګړي فیلسوفانه رنګونه لري، نو ځکه خو یې له اکثرو فلمونه هم جوړ شوي دي. نوموړی یوازې یو ډرامه لیکونکی نه و، بلکې یو ښه شاعر هم و. اشعار یې تر اوسه هم ګڼ مينوال لري.

د زېږېدو او مړينې نېټه یې دقیقه معلومه نه ده. خو تاریخپوهان یې د مرګ نېټه "۱۶۱۶م" کال اټکلوي. د اولادونو په اړه یې ویل کېږي، چې درې زامن یې دلودل او درې واړه نالوستي وو. که څه هم د اثارو اندازه یې معلومه نه ده. خو اټکل یې ۳۷ ډرامې او ۱۵۴ عنوانه شعرونه دي. 

د شکیپير ویناوې 

ـ څومره چې ستا کارونه اړين وي، هومره به دې دښمنان ډېر وي.

ـ د انسان کار دا دی، چې سبا په نن او نن په پرون بدل کړي.

ـ پوچ او بې کماله سړی، لکه تش لوښی ډېر شور کوي. 

ـ خدای تاته یو مخ درکړی، خو ته بل مخ غوره کوې.

ـ هرڅوک چې قناعت نه لري، تر ټولو غریب. 

ـ که چېرې ټوله نړۍ له ترخو ډکه شي، زه به یې د خوږو په هیله وزغمم.

ـ لېونی، مئین او شاعر، دا درې واړه له یوې ډلې دي. ځکه چې دوی ټول خپل ژوند په خیال کې تېروي. 

ـ موږ د زېږېدنې پر مهال ژړېږو. ځکه چې پوهېږو، په نړۍ کې به له لېونتوب او حماقت سره مخ کېږو. 

وخت پر هغو خلکو باندې چې منتظر دي، ډېر ورو، په هغو کسانو چې په وېره او ډار کې دي، ډېر تریخ په هغو کسانو چې غمجن دي ډېر اوږد او پر هغو کسانو چې خوشحاله دي. ډېر تېز تېرېږي. خو هغوی چې مئين د هغوی وخت پیل او پای نه لري.

ـ نړۍ د یوې صحنې په شان ده. هرڅوک باید د خپل رول له اداکولو وروسته صحنه بل کس ته پرېږدي. نو یوازې هغه کسان په یاد وي، چې خپل مسولیت سم ادا کړي.