د الیوت لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 23, 2022
4 years ago
1,468 views
د الیوت لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړیوالو ادبیاتو په فهرست کې د "الیوت" نوم هم خورا روښانه دی. موږ پدې لیکنه کې تاسو د الیوت د پېژندنې، آثارو او ویناوو په اړه معلومات درکوو. د لیکنې تر پایه به یې په ښه شکل وپېژنئ.  

د الیوت لنډ ژوندلیک

د نړېوالو او په ځانګړې توګه د انګلېسي ادبیاتو ددې نامتو کره کتونکي او ليکوال پوره نوم توماس الیوت "T.S Eliot" دی. نوموړی په "۱۸۸۸ز" کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ پلار یې سوداګر او مور یې هم یوه لوستې مېرمن وه. اليوت د خپلو همعصرو نورو لیکوالو په پرته ډېرې زدکړې کړې وې. په سمېت اکاډمۍ، هارډوارډ، اکسفورډ او سوربن پوهنتونونو کې د دوکتورا تر کچې لوړې زدکړې وکړې. د خپل ژوند په اوږدو کې یې بېلابېل مهم ادبي آثارو وپنځول، تر دې چې په شپېته کلنۍ کې یې د ادبیاتو د نوبل جايزه هم ترلاسه کړه. مهم آثار یې عبارت دي له: ویجاړ وطن، د یوې عیسوۍ ټولنې فکر، یو مجهول مدیر، جنایت په کلیسا کې، د پردیو خدایانو په لټه کې، د کره کتنې پولې او ځينې نور ... له بریالي ادبي ژوند وروسته په "۱۹۶۵ز" کال کې ومړ. د نوموړي له وصیت سره سم یې مړی وسوځول شو. د مرګ علت تر ډېره د سیګرټو څکول او د لندن ناپاکه هوا  بلل کېږي.  

نور مهم معلومات

• پنځه ويشت کلن و، چې انګلستان ته ولاړ او د هماغه ځای تابعیت یې واخست. همدارنګه خپل مذهب یې هم بدل کړ.  

• په انګلېسي، فرانسوي، لاتیني او يوناني ژبو برلاسی و.

• یو ځل ورته هارډوارډ پوهنتون د استادۍ وړاندیز وکړ؛ خو ویې نه مانه.

• شاعري او کره کتنه د نوموړي د ادبي هڅو مهم ډګرونه بلل کېږي.  

ویناوې

  • د ژوند تېرېدلو دا را وښودل، چې انسان اکثرا هغه څيزونه له لاسه ورکوي، چې له شتون څخه یې ډاډمن وي.
  • مينه غلې وي.
  • تشويش او خفګان د نوښت محصول وي.
  • هر څوک استعداد لري؛ خو په ډېرو حالاتو کې یوازې د څو دقیقو لپاره.
  • انسان ډېره رښتيا نه شي زغملای.
  • دنیا ته ټول رښتني راځي؛ خو ټول بېرته رښتيني نه ځي.

Related Articles

Oct 25, 2021
2,818 views

د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ!

ليکنه ـ فاطمه اعظم  د پرمختګ  او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پر خبرو او طعنو غوږ نه نيول دي. ځکه په دې نړۍ کې خلک هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅونې پر ځای، د ترخو او کږو لغاتونو په استعمالولو سره يو بل ته پېغورونه ورکوي. خو بايد...

Aug 13, 2021
2,794 views

د بابړې پېښه (د پښتنو قتل عام)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د تاریخ په اوږدو کې پښتانه په بېلابېلو پلمو او نومونو رټل شوي، وژل شوي او له صحنې لرې ساتل شوي دي. له مقدوني سکندر، چنګېز خان او بابر نه نيولې تر پاکستاني پوځ پورې ټولو خپله برخه ظلم او تېری کړی دی. یو له دغو لویو غميزو "د بابړې...

Dec 28, 2020
2,578 views

د قوانينو د انفاذ مراحل!

ليکنه:  ولي الله حنيفي  هر وخت چې يو قانون وضع کېږي، لاندې مرحلې طی کوي، د تسويد مرحله، د تدقيق مرحله، د تصويب مرحله، د توشېح مرحله، د نشر مرحله، د مهلت مرحله او د انفاذ مرحله، چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.  ۱: تسويد مرحله: د تسويد مرحله د ق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...