هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
2,779 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو.

۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.”

يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې ناهيلي شوئ، په دې معنا چې تاسو مړه يئ. ناهيلي انسانان په ذهني لحاظ ځورېږي او هېڅ کار ته يې لاس نه ورځي. د بالزاک موخه دا ده، چې تاسو که ژوند غواړئ نو هيلې ولرئ او همدا ستاسو د ژونديتوب معنا لري. له هيلو پرته مړه يئ مړه!

همدا اوس له ځان سره فکر وکړئ، آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟

که هره هيله لرئ، تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترلاسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ. د جملې په بله برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده. پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي مړينې سره مخ کېږي. په لنډ ډول ويلای شو، په هر ډول حالاتو کې خپل رب مه هېروئ. که خوښ يئ يا خفه خپل رب ته رجوع کوئ.

۲ـ “هېڅ وخت نه شئ کولای، چې د مور تر مينې رښتينې مينه پيدا کړئ.”

په دې کې لوی پيغام هغوی ته دی، چې له خپلو ميندو خفه دي. که ستاسو ميندې ژوندي وي، بختور خلک يئ. د خپلې مور قدر وکړئ او مينه ورکړئ. ځکه چې په نړۍ د مور د مينې په څېر حقيقي مينه نه پيدا کېږي. که تاسو هرڅومره لويه تېروتنه وکړئ، مور  مو بخښي او بيا مو هم ښکلوي، مګر نور انسانان هېڅکله دا خاصيت نه لري. نه مو ملګری او نه مو هم مېرمنه له لويې تېروتنې وروسته بخښي.

۳ـ “زياتې خبرې د منافقت نښه ده.”

د يوه ليکوال انسان د ژوند تجربه همدا ده، چې ډېرې خبرې د منافقت نښه ده. هغه انسان چې له موږ وړاندې تېر شوی او ډېر انسانان يې ليدلي دي. آيا تاسو داسې کوم څوک پېژنئ، چې ډېر غږېږي؟ که يې پېژنئ نو ويئ څارئ حتما به بدنيتي درته لري. خو بيا هم کېدای شي دا خبره پر ټولو انسانانو صدق و نه کړي، مګر دا خبره واضحه ده، چې پوه انسانان ډېر نه غږېږي او چوپيتا يې اختياره کړې وي.

۴ـ “نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.”

دلته نو بايد پوه شئ چې ستاسو او د يو نابغه ترمنځ توپير څومره دی. لږ دی بېخي لږ. که تاسو هم د خبرو پر ځای عمل ډېر کړئ نابغه يئ. همدا اوس خپل پلانونه وسنجوئ او عمل پرې وکړئ نو ډېر ژر به د بریا او پرمختګ خوند وڅکئ. 

د عادي او نابغه انسانانو ترمنځ توپير ډېر لږ دی. عادي انسانان يوازې فکر کوي خو نابغه وګړي بيا خپلو افکارو ته د عمل جامه ور اغوندي. تاسو څه پلان لرئ؟ آيا خپل هدف او پلان لپاره مو عملا اقدامات کړي؟ که ځواب مو هو وي نو بريالي يئ او که نا وي نو ځان اصلاح کړئ. يوازې د فکر او خيال تر پولو محدود مه پاتې کېږئ، کار وکړئ او مثبتې پايلې يې وګورئ!

Related Articles

Dec 23, 2021
2,572 views

د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

لیکنه: شکېبا نادري د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول   د ډېریو خلکو خوښېږي چې خپل وېښتان رنګ کړي، خو رنګ د وېښتانو لپاره ډېر زیانونه لري، د وېښتانو طبیعي ښایست له منځه وړي، ځکه د رنګونو په جوړښت کې له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، د...

Oct 24, 2021
2,160 views

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې...

Jul 28, 2022
2,447 views

دڅوژبې د زده کړې ګټې

لیکوال: اسمعیل معصوم دنورو ژبو دزده کړې ګټې   په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا  دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,409 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...