To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

په دې ليکنه کې د لامارتين (Lamartine) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ. نوموړی د فرانسې د لوی ليکوال، سياستوال او شاعر وو.

۱ـ “تر ټولو نږدې شی مرګ دی او تر ټولو لرې هيلې او اميدونه دي.”

انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې شيان هېروي او د خيال پر مټ ډېرو لرو څيزونو ته فکر کوي. مګر لامارتين انسان دې ته متوجه کوي، چې پام وکړئ! هيلې ډېرې لرې دي ډېرې! تر هرڅه نږدې ستاسو مرګ دی. هېڅکله يې له ياده مه باسئ. 

له دې جملې بل لوی درس دا اخیستلای شو، هغه انسانان چې خپل مرګ نه هېروي نو کوښښ کوي، نېک کارونه وکړي ترڅو نورو ته يې خير ورسي او بر عکس هغوی چې مرګ يې هېر وي، تقریبا هره ګناه کوي. تاسو خپل مرګ تصور کړئ! څه احساس لرئ؟ نو نېکي کارونه وکړئ او د ښه اخلاق ولرئ ترڅو وروسته له مرګه هم بريالي اوسئ.

۲ـ “وايي وخت طلا ده، مګر له بده مرغه له دې سرو د سربو پر ځای استفاده کېږي.”

د وخت په اړه ډېره مهمه خبره دا ده، چې بايد ضايع يې نه کړو، په داسې حال کې چې اوسني اکثره ځوانان خپل وخت بېځايه تېروي. همدا بېځايه تېرول دا معنا لري چې موږ طلا د سربو پر ځای کاروو. خپل وخت قيمتي کړئ! ايا پوهېږئ د وخت قيمتي کول څه معنا لري؟

واضحه خبره ده. له خپل وخت سمه ګټه پورته کړئ. هېڅکله يې بې ځايه مه تېروئ همدا د وخت قيمتي کول دي. د وخت قيمتي کولو تګلاره دا ده، چې مهالوېش ولرئ او خپل ټول کارونه د يوه منظم تقسيم اوقات تر چتر لاندې ترسره کړئ. کم خوب او د خوب پر ځای کول د وخت قيمتي کول نه دي، بلکې دا له ځان او خپل صحت سره ظلم دی. هېڅکله خپل صحت د وخت د قيمتي کولو په پار مه قرباني کوئ. مناسب خوب وکړئ، د خوړو پر وخت خواړه وخورئ او د کار په وخت کې کار وکړئ. همدا غوره تګلاره ده.

۳ـ “غرور او تکبر هغه آس دی، چې پر هغو سپور کس د تباهۍ خواته وړي.”

په دې برخه کې لويه ستونزه دا ده، چې اکثره مغرور انسانان خپل غرور نه پېژني او يا هم دا نه مني چې غرور لري. انسان بايد خپل ځان ته رښتيني اوسي. تاسو ووايئ غرور لرئ؟ ممکن په داسې ساده ډول ددې پوښتنې ځوابول سخت وي. نو لاندې پوښتنو ته په صداقت سره ځواب ووايئ.

آيا کله مو ځان له نورو لوړ ګڼلی؟

آيا کله مو فکر کړی، چې کوم کار يوازې تاسو کولای شئ؟

آيا په نورو پورې خاندې او ملنډې وهئ؟

که ځوابونه مو هو وي، نو ووېرېږئ او توبه وکړئ. د غرور او تکبر ښکار شوي يئ. خو که ځوابونه مو نا وي نو بختور يئ خپل ژوند ته دوام ورکړئ. غرور د انسان د هلاکت سبب کېږي او هم به يې په آخرت کې عذاب ګالي.

۴ـ “احتیاط حتی په احتياط کولو کې هم لازم دی.”

تاسو احتياط څه ته وايئ؟ همدا چې هر څه ډېر ورو ترسره کړئ؟ نا! داسې نه ده. احتياط همدا دی، چې خپلو موخو ته هر اړخيز پلان جوړ کړئ. خو که ستاسو پلان او تګلاره ناکامېږي بديلې لارې هم ولرئ. همدا احتياط دی او لامارتين پر همدې خبرې ټينګار کوي. د چارو د ښه ترسراوي لپاره احتياط لومړنی شرط دی. که تاسو احتياط کوي ستاسو د کړنې بشپړېدل او بريا ۹۹ سلنه تضمينېږي. نو هڅه وکړئ په هر کار کې له احتياطه کار واخلي. 

دا وينا ستاسو په ټولنيز، کاري او کورني ژوند کې هم صدق کوي. په اړيکو، خبرو، عملونو، کارونو او بالاخره د ژوند په هره برخه کې احتياط خپل عادت وګرځوئ تر څو چارې مو په سمه توګه مخته لاړې شې.

Related Articles

لوی، متوسط او کوچني انسانان

ژباړه ـ ریاض مقامزی لوی انسانان د باورونو په اړه غږېږي، متوسط یې پر پېښو بحث کوي او کوچني انسانان بیا په نورو پسې خبرې کوي. له لویو خلکو سره د نورو غم کوي، متوسط خلک پخپل درد کې ورک وي او کوچني انسانان بیا هېڅ درد نه لري. ستر انسانان د نورو عظمت ویني، متوسط یې پخپل عظمت پسې درومي او کوچني وګړي بیا خپل عظمت د نورو په سپکاوي کې ویني. لوی انسانان...

د غاښونو د چیچلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه     هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کوو چې تر اوسه یې خلک په اړه دومره معلومات نه لري، ان تر دې چې خلک دې نا...

بریالي خلک څه کوي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې وګړي پر بېلابېلو چارو بوخت وي. ځينې خلک پخپلو کارونو او ټولنيز ژوند کې ډېر بریالي وي؛ مګر ځينې نور بیا پخپل ژوند او کار کې هېڅ پرمختګ نه ويني. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ځينې خلک بریالي او ځينې نور ناکام وي؟ په دې لیکنه د همدې پوښتنې مفصل ځواب موندلای شئ.    بریالي خلک څه کوي؟ ښه ـ بد، آرام ـ غوسه ناک، همدارنګه بر...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...