د غاښونو د چیچلو لاملونه
1,964
imranghani
2021-11-02 10:02:54
لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه
هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کوو چې تر اوسه یې خلک په اړه دومره معلومات نه لري، ان تر دې چې خلک دې ناروغۍ ته د ناروغۍ په سترګه نه ګوري او پر وړاندې یې ډېره بې پروایي کوي،
دا هغه ناروغي ده چې ډېره په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم شته.
د غاښونو چیچل یوه غیر ارادي کړنه ده، چې د غاښونو د ماتېدو، لنډېدو او سوري کېدو لامل کېږي، اوس کېدای شي تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې ولې ځینې خلک د خوب پر مهال غاښونه چیچي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو چې د غاښونو چیچل بېلابېل لاملونه لري چې هر یو به په ترتیب سره بیان کړو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!
۱- اندېښنه کول
اندېښنه کول جوړ انسان ناروغوي، ژوند یې لنډوي، زړوي یې او په سلګونو نور زیانونه لري د دې ټولو زیانونو تر څنګ یې بل زیان دا دی چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي، دا کړنه ډېری وخت د خوب پر مهال تر سره کېږي، د خوب پر مهال د دې کړنې کنټرول ستونزمن کار دی، ځکه انسان نه پوهېږي چې غاښونه چیچي.
۲- سټرس
کله چې یو انسان تر ډېر فشار لاندي وي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلای شي چې له دې ناروغیو څخه یوه هم د غاښونو چیچل دي، شه ده چې له سټرس څخه ځانونه لرې وساتئ.
۳- غوسه
له حد نه زیاته غوسه هم د دې لامل کېږي چې یو انسان د خوب پر مهال خپل غاښونه وچیچي، نو هڅه وکړئ چې ځان له ډېر غوسه کېدلو څخه وژغورئ او د غوسې پر وخت خپله غوسه کنټرول کړئ.
۴- د درملو خوړل
د درملو خوړل تل د انسان لپاره د ګټې ترڅنګ ګڼ شمېر زیانونه هم لري لکه د معدې درد هغه کسان چې د هرې عادي ناروغۍ پر مهال درمل خوري ډېر د معدې په درد اخته کېږي، له همدې ښکاري چې درمل خوړل د دې زیانونو سره سره د غاښونو د چیچلو لامل هم کېږي هغه درمل چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي لکه، د اروایي ناروغیو درمل، د زړه د ناروغیو درمل او داسې نور... نو موږ باید د ډاکټر له مشورې پرته د درملو له خوړو څخه ډډه وکړو.
۵- بې خوبي او ستړیا
دا هغه دوه نور لاملونه دي چې په انسانانو کې د غاښونو د چیچلو او خرابېدو لامل کېږي، نو موږ باید له ډېرې ستړیا او بې خوبه کېدلو څخه ځانونه وساتو.
څنګه کولای شو د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو؟
د دې ناروغۍ تر ټولو اسانه او غوره درملنه دا ده، هغه کسان چې غاښ چیچي باید خپل خوب منظم کړي او د دې ترڅنګ باید سپورټ وکړي، سپورټ د هرې ناروغۍ لپاره تر ټولو ښه درملنه ده.
لیکنه: شکېبا نادري